دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د ۲۰۱۴ کال ټاکنیزه لانجه تکرارېږي؟

اکتوبر 2, 2019
in دریځ
0 0

 د میزان د شپږمې ټاکنې که له یوه اړخه د خلکو د کم ګډون په سبب له ستونزې سره مخ دي، له بله اړخه دا وېره شته چې ښايي د مطرحو کاندیدانو ترمنځ یو ځل بیا لانجې پیل شي. دواړه پیاوړي ټیمونه سر له اوسه په ټاکنو کې د بریا اعلان کوي. لومړی د دولت جوړونې د ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح وویل چې دوی له ۶۰-۷۰ سلنه رایې ګټلې دي. وروسته د ثبات او همپالنې ټیم اعلان وکړ چې دوی ټاکنې ګټلې دي او دویم پړاو ته نه ځي. که څه هم ټاکنیزو کمېسیونو بیا بیا ویلي چې کاندیدان باید داسې اعلانونه ونه کړي، ځکه دا کار د دوی اړوند دی او دوی به د خلکو د رایو پر اساس وروستۍ پرېکړه کوي. د کاندیدانو له دغو دریځونو ښکاري چې بیا به هم د ټاکنو د پایلو په اړه لانجه وي، خو دا لانجه څومره جدي ده او ایا د ۲۰۱۴ کال لانجه تکرارېږي؟

د ولسمشرۍ په دغو ټاکنو کې له یوه اړخه خورا کمو خلکو ګډون کړی دی، له بله اړخه ویل کیږي چې په کارول شوو رایو کې هم لویه برخه رایې جعلي دي او یا د هغو شرایطو پر اساس نه دي چې د ټاکنو کمېسیون وړاندې کړي وو. له همدې امله د رایو ورکوونکو شمېر نور هم کمېږي او له همدې امله لانجه هم را پورته کېږي. د ثبات او همپالنې ټیم ټینګار کوي چې دوی هغه رایې نه مني چې بایومټریک شوې نه وي. دوی ټینګار کوي چې پراخې درغلۍ شوې، غیر بایومټریک رایې کارول شوې او دا دوی ته د منلو وړ نه دي. له بله اړخه د دولت ساز تیم په غیر مستقیم ډول کوشش کوي چې غیر بایومټریک رایې هم اعتبار پیدا کړي او د دې لپاره د دوی ځینې پلویان خپل غږ هم پورته کوي. له همدې امله لانجه پر غیر بایومټریک رایو ده. که غیر بایومټریک رایې حساب شي، نو ښکاري چې دولت ساز ټیم مخکې دی او ښايي بریالی هم وي، خو که غیر بایومټریک رایې حساب نه شي، نو ښايي د ثبات او همپالنې ټیم مخکښ وي او آن د بریا چانس یې شته. له همدې امله لانجه پر همدې چاره را څرخي.

د ټاکنو کمېسیون د پخوانیو پرېکړو پر اساس، رایې باید بایومټریک وي او غیر بایومټریک رایې نه منل کېږي. اوس داسې ښکاري چې د ټاکنو کمېسیون د دې پرېکړې له امله تر فشار لاندې دی. ښایي همدا فشار د دې سبب شوی وي چې د ټاکنو کمېسیون تر اوسه هم د رایو ورکوونکو کره شمېر اعلان نه کړي، ځکه د بایومټریک او غیر بایومټریک رایې توپیر خورا زیات دی. اوس چې د ټاکنو کمېسیون له یوه اړخه د پخوانیو شوو پرېکړو پر اساس باید عمل وکړي او له بله اړخه تر فشار لاندی دی، نو ځکه ستونزه زیاته شوې ده.

غیر بایومټریک شوې رایې د دواړو اړخونو لپاره برخلیک ټاکونکې دي او یو لوری به یې د منلو او بل به یې د نه منلو لپاره وروستۍ هڅې کوي. له همدې امله لانجې او ستونزې زیاتېږي. له بله اړخه ټاکنیز کمېسیونونه کمزوري دي او نه شي کولی چې خپلې پخوانۍ پرېکړې یا عملي کړي او یا هم یو مخ پرې پښه کېږدي، نو ځکه لانجه زیاتیږي او لرې نه ده چې د ۲۰۱۴ ز کال بحران یو ځل بیا تکرار شي.

Share24Tweet13Share5

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In