پاکستان ته د امریکايي او طالب پلاوو له سفرونو وروسته، اوس یو ځل بیا دا خبره کېږي چې د طالبانو او امریکا خبرې به بیا پیلیږي. طالب او امریکايي استازو په اسلام اباد کې د دغه هېواد له چارواکو سره پر کتنو سربېره، په خپل منځ کې هم کتلي دي او د خبرو د بیا پیل په اړه یې بحثونه کړي دي. که څه هم دا نارسمي خبرې بلل شوې، خو خبرو تر یو ساعت زیات دوام کړی دی. ویل کېږي چې دواړو لورو د خبرو د بیا پیل لپاره پر لارو چارو خپل نظرونه څرګند کړي او ویلي یې دي چې خبرې به بیا پیلوي.
د طالب او امریکايي استازو خبرې د امریکا لخوا پر طالبانو د فشار، د خپلو غوښتنو د منلو او یو تکتیک په توګه بندې شوې. اوس چې یو ځنډ راغلی او امریکايي ولسمشر د خپل کمپاین او امریکايي ګټو لپاره د خبرو بریا ته اړتیا لري، نو دا خبرې به بیا پیلیږي. له بله اړخه د سیمې هېوادونه، د چین او روسیې په شان ستر قدرتونه هم غواړي چې خبرې بیا پیل شي او له دې امله پر امریکا فشار هم راوړي، نو د سولې خبرې بیا پیلېدونکې دي. دا چې دا خبرې به څه ډول او په کومو شرایطو پیلیږي، معلومه نه ده؛ خو روښانه ده چې په دې خبرو کې به د تېر په شان حکومت یبا هم منزوي وي او څوک به ورسره نه خبرې کوي او نه به هم پوره معلومات ورسره شریک کوي.
اوس په کابل کې د دې پر ځای چې د خبرو له بیا پیل سره په دغو خبرو کې د ګډون هڅه وشي، خپلمنځي اختلافات او د سولې مخالفت روان دی. د بهرنیو چارو وزارت چې د ډاکټر عبدالله برخه ده، پاکستان ته د طالبانو د سفر هرکلی کوي او د خبرو د بیا پیل تمه لري، خو ارګ بیا پاکستان ته د طالبانو ورتګ غندي او مخالفت یې کوي. په دې ډول د سولې په تړاو حکومت پر دوو برخو وېشل شوی دی. پخوا به د سیاستوالو او حکومت ترمنځ واټن و، اوس خپله حکومت هم سره وېشلی دی. اوس خلک نه پوهېږي چې د حکومت اصلي تګلاره څه ده او د سولې په خبرو کې څه نظر او دریځ لري.
حکومت ته پکار ده چې د اختلافاتو او لانجو پر ځای پر دې کار وکړي، چې د سولې له خبرو سره سم حکومت هم باید دغو خبرو ته داخل شي. که حکومت دغو خبرو ته نه داخلیږي، نو پکار ده چې د امریکا او طالبانو له خبرو سره هممهاله د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ هم خبرې پیل شي. که حکومت وتوانیږي چې دا کار وکړي او بیا په دغه ټیم کې خپل استازي هم ولري، نو دا به لوی پرمختګ وي. طالبانو له وړاندې منلې چې د یو سیاسي اړخ په توګه به له حکومت سره خبرې کوي.
اوس حکومت ته پکار ده چې د خپلمنځي اختلافاتو او د سولې د مخالفت پر ځای، د سولې او بین الافغاني خبرو لپاره کار وکړي او ټول تمرکز د سولې چارې ته واړوي.