د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو په وروستي بدلون کې ویل شوي؛ لومړنۍ پایلې چې ټاکل شوې وه د تلې میاشتې په ۲۷م اعلان شي، ځنډیږي او په خپل وخت نه اعلانیږي. د ټاکنو کمېسیون مني چې له بایومټریک وسیلو څخه د معلوماتو ملي مرکز یا ډېټا سنټر ته د معلوماتو لېږد ورو روان دی. دوی په دې برخه کې د ستونزو خبره کوي او وايي چې د ستونزې د حل لپاره یې کسان ګومارلي دي. سره له دې چې خورا کمو خلکو په ټاکنو کې برخه واخیسته، تمه وه چې کمېسیون به خپل کارونه په وخت او ښه ډول وکړي، خو وروستي بدلونونه ښيي چې په کمېسیون کې پراخې ستونزې دي او دا ستونزې د دې سبب کېږي چې د ټاکنو د پایو اعلان وځنډیږي. له شک پرته سیاسي فشارونه او لاملونه هم شته. کمېسیون له یوه اړخه تر فشار لاندې دی چې ټاکنې د مهالوېش پر اساس اعلان کړي، خو له بله اړخه تر فشار لاندې دی چې پایلې وځنډوي. تخنیکي لاملونه هم اساسي رول لري، آن داسې ویل کېږي چې مرکزي سرور هک شوی دی او د همدې لپاره د درملوک کمپنۍ انجنیران را غوښتل شوي چې ستونزه حل کړي. له دې امله چې په ټاکنو کې کمو خلکو ګډون کړی و، تمه وه چې تر ټاکل شوي وخت مخکې به پایلې اعلان شي، خو کمېسیون د ځنډ خبره کوي، دا خبرې د پراخ سیاسي او تخنیکو ستونزو تصویر ورکوي.
له بله اړخه کمېسیون د بهرنیو ډیپلوماتو پر مېلمستون بدل شوی دی. هره ورځ کمېسیون ته ډیپلوماتان ورځي او هلته د خپلو غوښتنو د عملي کولو لپاره پر کمېشنرانو فشارونه راوړي. داسې ښکاري چې کمېشنران هم یو ډول له دغو ډیپلوماتانو سره په شریکه کار کوي او هغه څه کوي چې دوی ورته وايي. هېڅوک نه پوښتي چې په کمېسیون کې امریکايي، برېټانوي، کاناډايي او نور ډیپلوماتان څه کوي؟ دوی ولې د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه کوي او هدف یې څه دی؟
له بده مرغه کمېسیون هم د دې پر ځای چې خلکو ته رښتيا ووايي، هڅه کوي چې د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندي. دوی د پاکو او ناپاکو رایو د جلا کولو خبره کوي، خو نه وايي چې تخنیکي ستونزې لري، نه وايي چې ښايي هکران د دوی سیسټم ته ننوتي او یا ننوځي. دوی نه وايي چې تر پراخ سیاسي فشار لاندې دي. دوی نه وايي چې ارګ، سپیدار ماڼۍ او بهرنیان ترې بېلابېلې غوښتنې لري. له همدې امله ستونزې پراخیږي او ښکاري چې د ټاکنو پایلې به بیا هم له لانجو او ستونزو ډکې وي.
که څه هم څه باندې دوو میلیونو خلکو په ټاکنو کې برخه واخیسته، خو اوس داسې ښکاري چې رایه ورکوونکي به د خپلې رایې عذاب ویني او آن دا عذاب به ټولو خلکو ته ورکول کېږي. په واضح ډول ښکاري چې تېرو ټاکنو موږ د یوه بل بحران لوري ته روان کړي یو. ښايي د دې ټاکنو پایلې ژر اعلان نه شي، که اعلان هم شي، لانجمنې به شي. ښايي ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي او دویم پړاو به بیا راتلونکي کال ته پاتې کېږي. په دې ډول موږ به لا نور هم په دغه ناوړه، بې برخلیکه او زیان رسوونکي حالت کې پاتې وو.