د ثبات او همپالنې ټیم تازه ادعا کړې چې په ارګ پورې تړلې ځینې کړۍ په ټاکنو کمېسیون کې د دولت جوړوونکي ټیم په پلوۍ کارونه کوي او هڅه کوي چې ناسمې رایې سیسټم ته داخلې کړي. د دغه ټیم مرستیال اسدالله سعادتي ادعا کړې چې سیسټم ته ناسمې رایې داخلیږي او که دا چاره ونه درول شي، دوی به سخت غبرګون وښيي. له دې سره هممهاله ادعا شوې چې د سیمې ځینو هېوادونو هڅه کړې چې د درملوک کمپنۍ لهخوا جوړ شوی سیسټم هک کړي. د درملوک کمپنۍ یوه مسلکي کس دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې اوس یې د دې چارې مخه نیولې ده.
د ټاکنو کمېسیون لا هم ټینګار کوي چې غیر بایومټریک رایې نه حسابوي او پاکې رایې به له ناپاکو جلا کوي او بیا به پایله اعلانوي، خو لا هم د کمېسیون پر کړنو شکونه شته او هلته ځینې کړۍ تورنیږي چې د یوه ټیم په ګټه کار کوي. که څه هم ټاکنیز ټیمونه به د پروسې د ټولو پړاوونو څارنه کوي، خو دا چې سیسټم برېښنايي او تخنیکي دی، نو ځکه سم څار ستونزمنېږي.
له بله اړخه د ټاکنو کمېسیون لا هم خلکو ته د شته ستونزو په تړاو سم معلومات نه ورکوي. د ټاکنو له ورځې تر اوسه پورې بیا بیا هڅه شوې چې د معلومات ملي مرکز ته ستونزې پیدا شي. ځینو هېکرانو هڅه کړې چې سیسټم ته ننوځي او هلته غیر بایومټریک رایې سمې وښيي او ویل کېږي چې ځینې یې تر یوه بریده بریالي شوي هم دي. دغه راز تایید شوې چې د سیسټم د هک کولو هڅه شوې ده او آن یو بهرنی هېواد پر دې چاره تورن شوی دی. که څه هم درملوک یوازې یو نږدې اسیايي هېواد یاد کړی، خو د هند نوم اخیستل کېږي چې ګواکي هېکرانو یې په منظمه توګه هڅه کړې، چې سیسټم ته ننوځي. له همدې امله مرکزي ډیټاسنټر ته د معلوماتو په لېږد کې ستونزې وې او آن په ډراماتیک ډول د کابل- جلال اباد په لاره د نوري فایبر لینونه هم پرې شول. له دې ټولو ښکاري چې یو ټیم په مشخص ډول له دې وېره لري چې غیر بایومټریک رایې به یې حساب نه شي او په دې ډول به دوی بریالي نه شي چې په لومړي پړاو کې ټاکنې وګټي.
له بله اړخه په سیاسي برخه کې هم ستونزې او هلې ځلې روانې دي. دواړه دولتي ټیمونه سیاسي لیدنې او کتنې لري. دوی هڅه کوي چې د هغو کسانو ملاتړ را خپل کړي چې په ټاکنو کې یې برخه نه ده اخیستې. دوی دغه راز هڅه کوي چې د ګلبدین حکمتیار په شمول، د نورو کاندیدانو ملاتړ هم را خپل کړي. له همدې امله منظمې لیدنې او کتنې روانې دي. آن داسې ویل کېږي چې بهرني ډیپلوماتان د یوه ټیم لپاره منظمه لابي کوي او هڅه کوي چې سیاسي ملاتړ ورته پیدا کړي.
دغو ټولو مسایلو ته په پام سره ټاکنیزه لانجه لا پېچلې کيږي. سیاسي او تخنیکي ستونزې او هڅې به لا هم روانې وي او په دې ډول ستونزه پراخېږي، خو د څه چې اټکل کېږي، هغه دا دي چې ښايي ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي او بیا هم د پایلو اعلان د یوې بلې لانجې او بحران سبب شي.