یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د امریکايي ځواکونو وتل او د سولې د خبرو بیا پیل

اکتوبر 14, 2019
in دریځ
0 0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې د امریکا اوږدې جګړې به ختموي. هغه ویلي، خپلو قوماندانانو ته یې ویلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو تیاری ونیسي. ټرمپ تر دې وړاندې هم ویلي چې نور بې ګټې جګړې نه کوي او له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. له دې سره والسټرېټ ژورنال په یوه مطلب کې ویلي چې امریکا غواړي له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړي.

د امریکايي ځواکونو د وتلو بحث څومره جدي دی او ایا د سولې خبرې بیا پیلېږي؟

په امریکا کې عامه ذهنیت د امریکا د بهرنیو جګړو، په ځانګړي ډول د افغانستان د جګړې خلاف دی. دوی غواړي چې په افغانستان کې امریکايي جګړه ختمه شي او ځواکونه یې بېرته امریکا ته ور وګرځي. له همدې امله بیا بیا پر حکومت او سیاستوالو فشار راوړي چې په دې تړاو ژر تصمیم ونیسي او دا ستونزه حل کړي. له دې امله چې د ۲۰۲۰ کال په پای کې په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي، نو سیاستوال او کاندیدان غواړي د ولس د خوښې کارونه او ژمنې وکړي، څو د هغوی رایه خپله کړي. له همدې امله ټرمپ او نور سیاستوال بیا بیا وايي چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. که څه هم د بشپړ ایستلو بحث یو څه ستونزمن ښکاري، خو د عامه ذهنیت لپاره به امریکا په افغانستان کې خپل ځواکونه را کم کړي او دا کار حتمي کېدونکی دی.

له بله اړخه د ځواکونو د ایستلو او کمولو لپاره پکار ده چې امریکا په افغانستان کې یو سیاسي جوړجاړی وکړي. له سیاسي جوړجاړي پرته له افغانستان څخه د ځواکونو وتل به نه یوازې دا چې نړۍ ته په جګړه کې د امریکا د ماتې تصویر ورکوي، بلکې امریکايي ګټې هم له ګواښ سره مخ کوي. له همدې امله امریکا اړ ده چې له طالبانو سره سوله او سیاسي جوړجاړی وکړي. طبیعي ده چې امریکا غواړي چې دا سوله او سیاسي جوړجاړی یې ګټې خوندي کړي او دغه راز نړۍ ته د خپلې بریا تصویر ورکړي. له همدې امله یې له طالبانو سره اوږدې خبرې وکړې او له همدې امله یې خبرې اوس درولې دي. دا خبرې به اوس بیا پیلېږي. داسې ښکاري چې د بندیانو تبادله به د دې سبب شي چې ټرمپ ووايي، طالبان بدل شوي دي. لومړنۍ تبادله شوې ده او داسې اټکل کېږي چې د امریکايي پوهنتون استادان به هم د انس حقاني په شمول، له ځینو طالب بندیانو سره تبادله شي. دا چاره او ځینې نور سمبولیک بدلونونه به ټرمپ ته د خبرو د بیا پیل اجازه په لاس ورکړي. دا خبرې به بیا پیل شي، چې ښايي لنډ وخت دوام وکړي او په پایله کې یې یو داسې جوړجاړی رامنځ ته شي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو او د امریکايي ګټو خوندیتوب ته لاره هواره کړي.

د امریکا او طالبانو معامله کېدونکې ده، خو پکار ده چې موږ افغانان دې چارې ته جدي پام وکړو. سوله زموږ اړتیا ده او له همدې امله باید د سولې لپاره له ټولو لارو چارو کار واخلو. له سولې سره مخالفت، د امریکا د پاتې کېدو هڅې او د جګړې دوام نه زموږ په خیر دی او نه هم دا زموږ د ستونزو له حل سره مرسته کوي.

Share16Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In