په افغانستان کې د امریکا سفیر پرون ټاکنو کمېسیون ته ورغلی دی او هلته یې له کمېشنرانو او نورو کارکوونکو سره کتلي دي. د نوموړي په حواله ویل شوي چې غیر بایومټریک رایې باید ونه شمېرل شي. له دې وړاندې هم امریکايي، برېټانوي، کاناډايي، ایراني او نور ډیپلوماتان په مکرر ډول کمېسیون ته ورغلي او هلته یې ډېټاسنټر ته د رایو د لېږد بهیر کتلی، له کمېشنرانو سره یې لیدنې کړې دي او خپل نظرونه یې څرګند کړي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ کارکوونکي نږدې هره ورځ کمېسیون ته ورځي او هلته نه یوازې څارنه کوي؛ بلکې په ځینو چارو کې لاسوهنه هم کوي.
د افغانستان نږدې په ټولو ټاکنو کې بهرنیانو لاسوهنه کړې دې. دا لاسوهنه کله ډېره پټه وه، خو کله هم د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ ز کلونو د ټاکنو په شان ښکاره او بربنډه وه. دوی تل غوښتي چې ټاکنې پر لانجې بدلې کړي او بیا یې پایلې داسې کړي چې دوی ته پکې د لاسوهنې زمینه برابره شي. په ۲۰۰۹ ز کال کې هم ټاکنې د بهرنیانو په مستقیمه لاسوهنه دویم پړاو ته ولاړې چې بیا ډاکټر عبدالله حاضر نه شو. په ۲۰۱۴ ز کال کې هم ټاکنې د بهرنیانو په لاسوهنه خرابې شوې، پایلې جنجالي شوې، د دوی مداخلې ته زمینه برابره شوه او بیا یې د ملي یووالي حکومت پر موږ واکمن کړ. اوس هم بهرنیان د خپلو ګټو لپاره غواړي په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي. که څه هم ښکاري چې ټاکنې دویم پړاو ته ځي، خو بهرنیان غواړي په ټاکنو کې دا ستونزې را پورته کړي چې نه یوازې دا چې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي، بلکې جنجالي شي او پایله یې دوی ته د مداخلې زمینه برابره کړي.
له بله اړخه د ټاکنو په کمېسیون کې هره ورځ د بهرنیو سفیرانو، ډیپلوماتانو او نورو استازو را څرګندېدل دا مانا لري، چې دوی په دې چاره کې ژوره علاقه لري، سیاسي لاسوهنه کوي او هڅه کوي چې د خلکو د رایو پر ځای دوی تصمیم ونیسي. له بده مرغه کمېسیون هم دوی ته زمینه برابروي چې بیا بیا هلته ورشي، مداخله وکړي او خپلې پرېکړې پر کمېسیون ومني. دا ښکاره سیاسي مداخله ده. دا ښيي چې موږ څومره خپلواکي لرو او بهرنیان څومره په هغو چارو کې له ښکېلتیا سره علاقه لري، چې زموږ برخلیک ټاکي. روښانه ده چې ټاکنې به دویم پړاو ته ځي. دا هغه څه دي چې بهرنیان یې هم غواړي. خو بهرنیان غواړي چې ټاکنې له لانجې سره دویم پړاو ته ولاړې شي. دوی غواړي سره له اوسه د دویم پړاو لپاره هم لانجو او ګډوډیو ته زمینه برابره کړي او هغه ټاکنې له درغلیو او ستونزو ډکې کړي.
تر هغو چې موږ سیاسي خپلواکي پیدا نه کړو، تر هغو چې بهرني سفیران او ډیپلوماتان زموږ په ټاکنیزو کمېسیونو کې ګرځي را ګرځي، ټاکنې او د خلکو رایه مانا نه لري. له همدې امله د سیاسي خپلواکۍ لپاره باید کار وشي. د سیاسي خپلواکۍ لپاره اساسي لاره له وسله والو مخالفینو سره سوله او سیاسي جوړجاړی دی. دا جوړجاړی باید د بهرنیو ځواکونو وتلو، د سیاسي او نظامي مداخلې بندېدو او سیاسي خپلواکۍ ته لاره هواره کړي. هغه وخت به بیا ټاکنې او د خلکو رایه خپل ارزښت پیدا کړي.