د ټاکنو کمېسیون وايي چې ټولې بایومټریک رایې یې مرکزي ډېټاسنټر ته لېږدولې دي. د کمېسیون په خبره، پایلې به د ټاکل شوې مهالوېش له مخې اعلانوي. ټاکل شوې چې دری ورځې وروسته د تلې په ۲۷مه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي. پخوا ویل شوي وو چې د پایلو اعلان به ځنډېږي، خو اوس کمېسیون وايي چې پایلې په خپل وخت اعلانوي. دغه راز کمېسیون وايي چې غیربایومټریک رایې نه حسابوي او په دې ډول سلګونه زره رایې باطلېږي.
د ټاکنو په تړاو له وروستیو بدلونونو ښکاري چې هېڅوک به ګټونکي نه وي او په دې ډول ټاکنې دویم پړاو ته ځي. له دې امله چې نه ټاکنو ته بودجه شته او نه هم هوا د دې لپاره مناسبه ده چې سږ کال دویم پړاو ټاکنې وشي، نو ځکه به دویم پړاو راتلونکي کال ته پاتې کېږي. په راتلونکي کال کې هم په حمل کې ټاکڼې شونې نه دي، د ثور په وروستیو او یا په جوزا کې به ټاکنې کېږي. په دې ډول د ملي یووالي حکومت کار به اووه- اته میاشتې نور هم دوام کوي. د ملي یووالي د حکومت کار اوس هم د قانون خلاف ګڼل کېږي، ځکه چې وخت یې څو میاشتې وړاندې ختم شوی دی، خو اوس چې یو ځل بیا ټاکنې ګټونکی نه لري، نو د دې حکومت کار به دوام کوي. د ملي یووالي حکومت به د خپل کار د دوام لپاره اساسي قانون همغه ماده کاروي چې وايي: ”د ولسمشر کار د پنځم کال په جوزا کې له ټاکنو وروسته ختمیږي”. دوی به بیا د دې مادې لومړۍ برخه هېروي او په دویمه برخه به ټینګار کوي او وايي به چې له ټاکنو وروسته د ولسمشر واک ختمیږي. له دې امله چې ټاکنې لومړی پړاو شوي، خو پایله نشته، نو دویم پړاو ټاکنې به کېږي او تر هغو چې د دویم پړاو پایلې اعلانیږي، نو اوسنی حکومت به دوام کوي. که څه هم له حقوقي اړخه د اوسني حکومت د کار دوام هېڅ مشروعیت نه لري، خو حکومت به هڅه کوي چې بیا هم خپله واکمني مشروع وګڼي.
د ملي یووالي د حکومت د کار له دوام سره څو اساسي ستونزې غوټه دي. لومړۍ دا چې جګړه به دوام کوي، زیاتېږي به، ملکي خلک به پکې وژل کېږي، خو هېڅوک به ځواب نه وايي. له بله اړخه به حکومتي مشران په ښکاره فساد کوي، خو هېڅوک به ورسره حساب او کتاب نه کوي. هڅه به کېږي چې بیا هم په پراخه کچه دولتي امکانات وکارول شي، څو په راتلونکو ټاکنو کې بریا خپله کړي. له بله اړخه به د خلکو اقتصاد خرابیږي او حکومت به د سولې د هڅو مخه هم نیسي. دا او دې ته ورته ډېر نور زیانونه هم شته چې د ملي یووالي حکومت د کار له دوام سره به دوام کوي. اوس که د ملي یووالي حکومت بدیل نشته، خو د کار دوام یې باید مشروط شي. داسې یو چوکاټ باید رامنځ ته شي چې حکومتي مشران دولتي امکانات په ټاکنو کې د مداخلې لپاره ونه کاروي. دغه راز د فساد مخه باید ونیول شي او د حکومت د مشرانو واکونه باید محدود شي. دغه راز پکار ده چې د ملکي وګړو د وژنې مخنیوی هم د ملي یووالي حکومت د کار د دوام لپاره د یو شرط په توګه وړاندې شي.