جیبوټي د افریقا لویې وچې په ختیځه برخه کې د ختیځ طول البلد د ۴۱ او ۴۳ درجو او د شمالي عرض البلد د ۱۱ او ۱۳ درجو ترمنځ موقعیت لري. پراخوالی یې ۸۴۶۱ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۱۳۱م لوی هېواد دی.
شمال ته یې اریتریا، جنوب ته یې سومالیا، ختیځ ته یې د عدن خلیج او لوېدیځ ته یې ایتوپیا موقعیت لري.
جیبوټي سوځنده او وچه توده هوا لري. په دغه هېواد کې د تودوخې منځنۍ درجه د جنوري په میاشت کې ۳۰ درجې او په جولای کې ۳۵ درجې ثبت شوې ده. جیبوټي د عدن له خلیج او سره سمندرګي سره د نږدېوالي سره سره بیا هم لږ اورښت لري. په دغه هېواد کې د اورښت منځنۍ کلنۍ کچه ۲۰۰ میلي متره اټکل شوې ده.
د دغه هېواد پلازمېنه د جیبوټي ښار دی. د ټولو وګړو شمېر یې لس میلیون تنه اټکل شوی چې د نفوسو ګڼوالی یې په هر کلیو متره مربع کې ۳۵ تنه ښودل شوی دی.
همدا راز د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې د دریو ماشومانو د درلودلو اجازه لري.
جیبوټي د اداري وېش له پلوه په شپږو ولسوالیو وېشل شوی دی. جیبوټي، دانان، علي، صابح، تاجوره، اوباک، دایخیل، هال هال، ګوبیتوا او دورا د دغه هېواد لوی او مهم ښارونه دي. د دغه هېواد ۶۵ سلنه وګړي ګډ نژاده او ۳۵ سلنه نور یې له بېلابېلو نژادونو څخه دي.
۹۵ سلنه وګړي یې مسلمانان او پنځه سلنه نور یې مسیحیان دي.
د جیبوټي نوی اساسي قانون د ۱۹۹۲ ز کال د سپټمبر په څلورمه په یوه ټولپوښتنه کې تصویب او نافذ شوی دی. د دغه هېواد ولسمشر د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي او تر ۷۵ کلنۍ پورې څو ځلې کار کولی شي. لومړی وزیر یې د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي، خو د کابینې وزیران یې بیا د لومړي وزیر له خوا ټاکل کېږی.
د جیبوټي د مرستیالانو ټولنه یا شورا ۶۵ غړي لري چې ټول د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
د جیبوټي حقوقي نظام د فرانسې په مدني قوانینو، اسلامي اصولو او عنعنوي روایاتو ولاړ دی. ستره محکمه د دغه هېواد لوړ قضایي ارګان دی.
ملي ولسواک ګوند، د نوي کېدنې ولسواک ګوند، د خلکو د پرمختګ ګوند، د جیبوټي د پرمختګ ګوند، د خلکو ټولنپال ګوند او د عدالت او ولسواکۍ ګوند د دغه هېواد له لویو او مشهورو ګوندونو څخه دي.
جیبوټي د ۱۹۷۷ ز کال د جون په ۲۷مه له فرانسې څخه خپلواکي ترلاسه کړه، نو له همدې امله د جون ۲۷مه هر کال په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.
همدارنګه دغه هېواد په ۱۹۷۷ ز کال کې د ګڼو نړیوالو ټولنو ترڅنګ د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
جیبوټي په شمال ختیځه افریقا کې د سوداګرۍ د یوه ازاد زون په توګه د پام وړ ستراتېژیک موقعیت لري. له همدې امله د دغه هېواد اقتصاد په هغه خدماتي فعالیتونو متکي دی چې په دغه موقعیت پورې اړه لري. د جیبوټي ۷۰ سلنه خلک د هېواد په پلازمېنه کې مېشت دي. پاتې دېرش سلنه نور یې کوچیاني ژوند لري. په جیبوټي کې د کرنې سکټور د اورښتونو د کموالي له امله یوازې مېوې او سابه تولیدولی شي. دغه هېواد د خپلې اړتیا وړ ډېر خوراکي توکي له بهر څخه راوړي. جیبوټي په خپله سیمه کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ یو لوی مرکز دی. دلته د لویو او کوچنیو بېړیو د سون توکو پمپ اسټېشنونه هر وخت فعال وي. په دغه مرکز کې له یوې بېړۍ څخه بلې بېړۍ ته د مالونو د لېږد چارې هم سرته رسېږي.
د دغه هېواد د ناخالصو کورنيو تولیداتو بیه ۲۵۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي او د سړي سر کلني عاید اندازه یې ۲۲۱۴ ډالره اټکل شوې ده.
همدا راز د جیبوټي کاري ځواک څلور لکو کسانو ته رسېږي او د هېواد څلوېښت سلنه کورنۍ یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د جیبوټي عواید ۵۰۰ میلیونو ډالرو او لګښتونه یې ۵۰۵ میلیونو ډالرو ته رسېږي.
ساختماني مواد، اوبلن ګاز، د بېړیو ورکشاپ، ټوکران، برېښنا، د خوراکي موادو پروسس، معدني اوبه، لبنیات، غوښه او لاسي کارونه د دغه هېواد په صنعت کې عمده رول لري.
د جیبوټي پنځه سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. د دغه هېواد ۱۲ سلنه خاوره څړځایونو او ۸۳ سلنه یې غرونو، سیندونو، ډاګونو، غونډیو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۷۵ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او د هېواد څلور سلنه ناخالص کورني تولیدات له دغه سکټور څخه لاسته راځي.
ږدن، خرما، مېوې، عطري بوټي، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د جیبوټي د کرنې او د څارویو مهم محصولات بلل کېږي.
سره زر، ګرانېت، چونه، ګچ، مرمر او مالګه د دغه هېواد له لویو او مهمو کانونو څخه دي. د صادراتو ټوله بیه یې ۱۰۵ میلیونه ډالره او د وارداتو ټوله بیه یې ۴۷۰ میلیون ډالره اټکل شوې ده.
مالیزیا، چین، هند، سعودي عربستان، اندونیزیا او پاکستان د دغه هېواد له لویو او مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دي.
جیبوټي ۱۰۵کیلومتره د اورګاډي پټلۍ او شل هوایي ډګرونه لري چې پنځه یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د ټلېفون کوډ نمبر یې ۰۰۲۵۳ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې جې ډي دی. د دغه هېواد درې لکه وګړي انټرنېټ ته لاسرسی لري.
په جیبوټي کې د رسنیو په برخه کې خصوصي سکټور ته د کار اجازه نشته. د دغه هېواد د رسنیو دولتي شرکت دوه ټلوېزیونونه، څلور راډیوګانې او څلور ورځپاڼې لري.
جیبوټي د ناخالص کورني تولید او سړي سر کلني عاید له پلوه د افریقا او نړۍ له پرمختلونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي. سربېره پر دې چې ۴۲ سلنه خلک یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د دغه هېواد ۸۰ سلنه نارینه او ۶۰ سلنه ښځينه په لیک او لوست پوهېږي. زده کړې په دغه هېواد کې د ۶ نه تر ۱۵ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره جبري دي.
له میلاد څخه درې پېړۍ مخکې د ابله قوم د عربستان له ډاګونو څخه د جیبوټي اوسنۍ خاورې ته کډه شو او د دې سیمې په جنوبي ځمکو کې یې واړول. اوسني عفار یا ناقله د همدغه قوم لمسیان او کړوسیان دي. وروسته عیسی قوم چې په اصل کې د سومالیا له پخوانیو خلکو څخه دی، د جیبوټي جنوبي سیمو ته وخوځېد. عفار یې له دې سیمې څخه وشړل او په شنو ساحلي سیمو کې دوی مېشت شول. د اسلام دین په ۸۲۵ ز کال کې جیبوټي ته ورسېد او ډېر مشران او عادي خلک یې په اسلام مشرف شول. له دې وروسته د جیبوټي اقتصاد د عرب مسلمان سوداګرو لاسته ولوېد. په ۱۶ مه پېړۍ کې پرتګالیان جیبوټي ته ورسېدل. له پرتګالیانو څخه مخکې د جیبوټي اوسنۍ خاوره د مصریانو او نورو عربو او ترکانو له خوا هم اداره شوې وه. هغه وخت چې د سویس کانال جوړېدو، فرانسویان د دغه ځای ستراتېژیکي ارزښت ته متوجه شول. کله چې برېټانویانو د سیشلز ټاپو ونیوه، فرانسویانو د سیالۍ د برابرولو په پار د اوبوک بندر او شا و خوا سیمې په ۵۲۰۰۰ فرانګ واخیستې.
دغه سیمو په ۱۸۸۵ ز کال کې له سومالیا سره یو ځای یوه فرانسوي مستعمره جوړه کړه چې فرانسوي سومالیا نومېده. همدغه وخت له سومالیا سره د اوسني جیبوټي پولې د فرانسویانو له خوا په نښه شوې. په ۱۸۹۶ ز کال کې فرانسوي سومالیا او سومالیا سره جلا شول. فرانسویانو د فرانسوي سومالیا پلازمېنه له اوپاک څخه د جیبوټي ښار ته ولېږدوله. په ۱۹۱۷ز کال کې د جیبوټي ادیسه بابا او ایتوپیا تر منځ د اورګاډي پټلۍ جوړه شوه. په دویمه نړیواله جګړه کې دا اړیکې پرې شوې، د اورګاډي پټلیو ته زیان ورسېد او فرانسې په ۱۹۴۶ز کال کې دغه اداري واحد د فرانسوي سیمې په نامه و باله.
د عفار او عیسی د قبیلو خلک هغه لومړني کسان وو چې د خپلې خاورې د خپلواکۍ لپاره یې مټې ونغاړلې. که څه هم چې د دوی ډېر پاڅونونه له ماتې سره مخامخ شول، خو هڅې سړې نه شوې او د خپلواکۍ ناره ورځ په ورځ پیاوړې کېده. په ۱۹۵۸ ز کال کې فرانسوي سومالیا د فرانسوي ټولنې د هېوادونو په غړیتوب ومنل شوه.
په ۱۹۶۷ ز کال کې فرانسوي چارواکو د فرانسوي سومالیا نوم په عفار او عیسی واړاوه. په همدې کال کې د فرانسویانو او د عفار او عیسی د خپلواکۍ غوښتونکو ترمنځ په جګړو کې ډېر کسان ووژل شول او ځینې نور بندیان شول. همدغه وخت فرانسوي چارواکو د ۱۹۶۷ ز کال د جون په څلورمه د عفار او عیسی د سیمې لپاره نوی قانون جوړ کړ چې د هغه له مخې د دغه هېواد ټولې بهرنۍ اړیکې، دفاعي چارې، مالي او امنیتي مسئلې د هغه کمیسار له خوا اداره کېدې چې د فرانسې د دولت له خوا ګومارل کېده.
په هغه دولتي ټولپوښتنه کې چې د همدغه قانون له مخې وشوه، د عفار او عیسی ۶۰ سلنه خلکو له فرانسې سره د یووالي او پاتې کېدلو لپاره رایه ورکړه.
په ۱۹۷۴ ز کال کې په ټوله سیمه او په تېره بیا په عفار او عیسی کې د پردیو یرغلګرو په ضد هلې ځلې زیاتې شوې. فرانسې چې په سیمه کې ډېرې ستونزې درلودې، تر نړیوال فشار لاندې د عفار او عیسی له خپلواکۍ سره موافقه وکړه. په هغه ټولپوښتنه کې چې د ۱۹۷۷ز کال په مې میاشت کې په دغه هېواد کې وشوه، ۹۸ سلنه خلکو د خپل هېواد د پوره خپلواکۍ لپاره رایه ورکړه. له دې سره جوخت د هېواد نوم بیا بدل شو او دا ځلې د جیبوټي په نامه ونومول شو. د دغه هېواد بشپړه خپلواکي د همدغه کال د جون په ۲۷ مه اعلان او د ملګرو ملتونو د ټولنې په غړیتوب ومنل شو. له خپلواکۍ څخه وروسته حسن ګولد د جیبوټي د ولسمشر په توګه وټاکل شو. په دې وخت کې د جیبوټي دولت د عفار او عیسی قومونو له ستونزو سره مخامخ وو چې هر یوه ډېر امتیازات غوښتل. ولسمشر چې خپله عیسی و، خپل لومړی وزیر یې د عفار له ډلې څخه وټاکه.
افغانستان او جیبوټي په خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري. له افغانستان څخه تر جیبوټي پورې د هوا له لارې فاصله ۳۵۳۵ کیلو مترو ته رسېږي. دغه راز د کابل او جیبوټي تر منځ د وخت توپیر یو ساعت دی.