د ننګرهار په هسکه مېنه کې د جومې د لمانځه پر مهال په جومات کې چاودنې نږدې اویا کسان شهیدان کړي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي. د برید څرنګوالی معلوم نه دی او پړه یې هم چا پر غاړه نه ده اخیستې. د سیمې خلک چې له داعش سره په جګړه کې ښکېل دي، داعشیان د دې وحشت مسوول ګڼي او د پېښې له څرنګوالي هم ښکاري چې دا کار به داعش کړی وي. برید په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوی او لا به هم وغندل شي، خو دا هېڅ ستونزه نه حل کوي. دا غندل نه مړي را ژوندي کوي، نه د ټپیانو درملنه کولی شي او نه هم د داسې وحشتونو د تکرار د مخنیوي سبب کېږي.
په ننګرهار کې وروستي وحشت یو ځل بیا هلته د داعش د فعالیتونو په تړاو لویې پوښتنې را پورته کړې دي. د غندنې، ویر او بې مانا غمشریکۍ پر ځای، پکار ده چې ولس او فعالین دا پوښتنې مطرح کړي او حکومت یې ځواب کړي.
څلور کاله کېږي چې داعش په ننګرهار کې فعالیت کوي، یوازې د څو ولسوالیو ځینې سیمې ورسره دي. دولت یې پر وړاندې په لسګونو او آن په سلګونو ځله عملیات کړي، خو داعش نه یوازې ورک شوی نه دی، بلکې لا وحشي شوی دی او د بې ګناه مسلمانو افغانانو وینې او غوښې یې خوړلې دي. څنګه شونې ده چې په یوه وړه جغرافیه کې داعش دومره اوږدمهاله مقاومت وکړي او ختم نه شي؟ څنګه شونې ده چې یوه جنایتکاره ډله د یوه داسې دولت پر وړاندې مقاومت وکړي، چې ۳۵۰ زره امنیتي ځواکونه لري، نړیوال ملاتړ لري، هوايي ځواک لري او د جګړې پوره تجربه لري؟؟؟ ولې یوه ډله په یوه داسې جغرافیه کې دوامداره فعالیت کوي، چې حکومت یې مخالف دی، بل ستر وسله وال ځواک ( طالب) یې مخالف دی، ولس ترې کرکه او نفرت کوي؟ ولې د داعش پر وړاندې لسګونه او ان سلګونه عملیات تر هغو دوام نه کوي، چې داعش ته یوه لوېشت ځمکه هم ور پاتې نه شي؟ ولې بیا بیا پر هغو سیمه ییزو پاڅونوالو هوايي بریدونه کېږي، چې له داعش سره په جګړه وي؟ ولې د طالبانو او داعش په جګړه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کېږي؟ ولې د طالب او داعش په مقابله کې داعشیان ژوندي ژغورل کېږي؟ ولې هغه رپوټونه په جدي ډول نه څېړل کېږي چې امریکايي ځواکونه، مشخصې کړۍ او آن اشخاص پکې تورنیږي چې دې داعش ملاتړ کوي؟
دا او دې ته ورته ډېرې نورې پوښتنې شته چې بې ځوابه دي. د داعشي وحشت د مخنیوي لپاره پکار ده چې نور هر سیاستوال، هر مدني فعال، هر خبریال او هر افغان دا پوښتنې بیا بیا په جدیت سره مطرح کړي. اوس هغه وخت دی چې دولت هرې یوې پوښتنې ته واضح او مشخص ځواب ووايي. د داعش اوسنيو او نورو وحشتونو ته غوره، معقول او مناسب غبرګون همدا دی. له دې پرته غندل، غمشریکي، ساندې او ویرونه نه یوازې د داعشي وحشت مخه نه شي نیولی، بلکې په ولس کې به د وېرې، ماتې او ناهیلۍ څپې خورې شي او داعش به لا زیات وحشتونه وکړي.