په دې وروستیو کې امریکايي چارواکي پرله پسې افغانستان ته سفرونه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې له سفر دری ورځې وروسته، د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر کابل ته راغی. له همدې سره نږدې په یوه وخت د امریکا د کانګرېس مشره نانسي پلوسي او ځینې غړي یې افغانستان ته راغلل. دوی له افغان چارواکو سره کتلي دي. له طالبانو سره خبرې اترې او سیاسي جوړجاړی، د ولسمشرۍ ټاکنې او له افغانستان سره د امریکا راتلونکې اړیکې او مرستې د دې لیدنو اساسي ټکي یاد شوي دي.
د امریکايي چارواکو د سفرونو اصلي موخه څه ده او دوی د څه په لټه کې دي؟
په افغانستان کې د امریکا اوسنی لومړیتوب له طالبانو سره جوړجاړی او سوله ده. دا سوله او جوړجاړی امریکا داسې غواړي چې ګټې یې خوندي شي او نړۍ ته په افغانستان کې د دوی د ماتې تصویر وړاندې نه شي. له همدې امله له یوه اړخه د سیاسي جوړجاړي هڅې کوي او له بله اړخه پر خپلو موخو ټینګار کوي. امریکا غواړي له طالبانو سره ځنډول شوې خبرې بیا پیل کړي، خو دوه کارونه باید وکړي. لومړی دا چې پر طالبانو باید خپلې ځینې غوښتنې ومني او یا داسې وښيي چې طالبانو یې غوښتنې منلې دي. دویم دا چې له طالبانو د خبرو او سیاسي جوړجاړي افغان مخالفین باید کمزوري کړي. د همدې لپاره امریکايي چارواکي هڅې کوي.
اوس چې ټاکنې شوې دي، که پاکې او ناپاکې، بایومټریک او غیر بایومټریک رایې وشمېرل شي، نو ولسمشر غني ګټونکی دی، خو که رایې سره جلا شي او یوازې بایومټریک رایې وشمېرل شي، نو محمد اشرف غني بایللې ده. له همدې امله امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې یوازې بایومټریک رایې باید وشمېرل شي. امریکايي چارواکي په دغو سفرونو کې ولسمشر غني او نورو ملاتړو ته یې واضح وايي چې یوازې بایومټریک رایې باید وشمېرل شي. دوی حکومتي چارواکو ته واضح وايي چې له دې پرته به د امریکا له غوسې او خپګان سره مخ شي. د دې کار لپاره د امریکا سفیر او نورو ډیپلوماتانو له پخوا هڅې کولې، خو اوس دا هڅې په لوړه کچه شوې دي. له بله اړخه امریکا په دغو سفرونو سره افغان حکومت او سیاستوالو ته دا پیغام ورکوي چې دوی له طالبانو سره بیا خبرې پیلوي، خو دا ځل دوی غواړي څوک ورسره مخالفت ونه کړي. له همدې امله دوی د سولې پر خبرو ټینګار کوي، خو د عامه ذهنیت لپاره ځینې شرطونه هم یادوي.
له بله اړخه امریکا په ټاکنو کې د بایومټریک او غیر بایومټریک په جلا کولو سره غواړي ټاکنې دویم پړاو ته ولاړ شي. که غیر بایومټریک رایې ونه شمېرل شي، ټاکنې دویم پړاو ته ځي او دا هغه څه دي چې امریکا یې غواړي. د دې لپاره چې یخني ده او ژمی را روان دی، نو دویم پړاو ټاکنې به په راتلونکي پسرلي کې کېږي. تر راتلونکي پسرلي به امریکا د سولې او سیاسي جوړجاړي لپاره نه یوازې وخت ولري، بلکې که د موقت حکومت په شان پر کوم بل څه توافق کوي، هغه به هم په اسانۍ سره عملي کړلی شي. همدا د امریکايي چارواکو د سفر اصلي موخه ده او د همدې لپاره کابل ته راځي.