د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خپل سفر پیل کړی او له دوو اروپايي هېوادونو وروسته به دا سفر تر مسکو پورې وغځوي. که څه هم ویل شوي چې خلیلزاد به کابل ته هم راځي، خو په دې اړه امریکايي چارواکي په رسمي ډول څه نه دي ویلي. د دغه سفر موخه د افغانستان د سولې هڅې بلل شوې ده. خلیلزاد به په مسکو کې په هغه غونډه کې برخه واخلي، چې د افغان سولې په تړاو جوړېږي او پر روسي استازو سربېره به چینايي او پاکستاني چارواکي هم پکې برخه واخلي. له همدې سره هممهاله په یوه بل بدلون کې ویل شوي چې د حکومت او سیاستوالو یو ۲۵ کسیز پلاوی چین ته ځي او هلته به له طالبانو سره د افغان سولې په تړاو بحث او خبرې اترې وکړي.
دا بدلونونه ښيي چې لومړی خو د سولې پروسه هغسې چې ټرمپ یې ادعا کړې وه، مړه نه ده، بلکې امریکايي چارواکي لا هم د سولې په تړاو هلې ځلې کوي او غواړي یو سیاسي جوړجاړي ته ورسیږي. داسې معلومېده چې امریکايي لوری به تر هغو پورې بیا د سولې هلې ځلې پیل نه کړي، چې طالبان د دوی غوښتنې ونه مني او په ځانګړي ډول تاوتریخوالی داسې را کم نه کړي چې امریکا ته د خبرو د بیا پیل پلمه په لاس ورکړي. اوس پرته له دې چې طالبان یا کوم بدلون وکړي او یا هم د کوم داسې بدلون لپاره تیاري وښيي چې امریکا یې غوښتنه کوله، امریکا بیا د سولې هڅې پیل کړې دي. د خلیلزاد سفر، له روسیې، چین او پاکستان سره پر افغان سوله بحث او په غونډه کې ګډون، په چین کې له بین الافغاني غونډې سره نه مخالفت او ډېر نور داسې لاملونه شته چې ښيي امریکا غواړي د سولې خبرې بیا په رسمي ډول پیل شي. د دې لپاره چې امریکا د تېر په شان مخامخ له طالبانو سره کښېني، څو بدلونونو او پلمو ته اړتیا شته، که څه هم دا بدلونونه به اساسي نه وي، بلکې سمبولیک به وي، خو بیا هم امریکا اړتیا لري چې خپلو خلکو او نړۍ ته ووايي چې ځکه له طالبانو سره بیا خبرې پیلوي چې یو بدلون راغلی او دا هغه بدلون دی چې امریکا یې غوښتنه کوله. دا بدلون سخت هم نه ښکاري او که امریکا څه نور حرکتونه وکړي، نو طالبان داسې څه کولی شي چې امریکا ته د خبرو د بیا پیل پلمه په لاس ورکړي.
اوس د سولې د خبرو بیا پیل، له طالبان سره د افغان پلاوي ګډه ناسته چې پکې حکومتي کسان هم شته، یو چانس دی چې باید ګټه ترې واخیستل شي. امریکا اړ ده چې له طالبانو سره خبرې وکړي او دا خبرې د امریکايي ګټو او اړتیاوو پر اساس کوي. موږ ته هم پکار ده چې له دې چانس څخه ګټه واخلو او د رښتینې سولې لپاره کار وکړو. ټولو اړخونو ته پکار ده چې له پخوانیو تېروتنو زده کړې وکړي، طالبان باید لا زیات نرمښت وښيي، حکومت باید یو مخ له مخالفت څخه مخ را وګرځي او سیاسیون هم باید هڅه وکړي چې له حکومت او خلکو سره په ګډه د رښتینې سولې لپاره هڅې وکړي.