په مسکو کې د افغان سولې په تړاو له څلور اړخیزې غونډې وروسته، په چین کې کېدونکې بین الافغاني غونډه ځنډېدلې ده. ټاکل شوې وه چې د اکټوبر په ۲۸مه په چین کې بین الافغاني غونډه وشي. دې غونډې ته د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوی له قطر څخه ورتلو او له کابل څخه هم ۲۵ سیاستوالو په دې غونډه کې ګډون کاوه. دا غونډه له هغه وروسته وځنډېدله، چې په مسکو کې د روسیې، چین، امریکا او پاکستان استازو غونډه وکړه.
اوس پوښتنه دا ده چې ولې د مسکو غونډه د دې سبب شوه چې په چین کې بین الافغاني غونډه وځنډېږي؟
د چین په غونډه کې د افغان دولت د استازو د ګډون غوښتنه شوې وه، خو حکومت ټینګار کاوه چې دا غونډه دې د ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې وځنډول شي. له همدې امله دا غونډه د حکومتي پلاوي له ګډون پرته کېدله او ۲۵ افغان سیاستوال دې غونډې ته ورتلل. د افغان حکومت ګډون کولی شوی، چې دا غونډه لا زیاته اغېزمنه کړي، د دې لپاره هڅې هم وشوې، خو بریالۍ نه وې. کله چې په مسکو کې څلور اړخیزه غونډه وشوه، ښکېلو لورو د نورو مسایلو تر څنګ، پر دې هم توافق وکړ چې طالبان دې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني. له همدې امله له چین څخه وغوښتل شول چې دا غونډه وځنډوي. د دې غونډې لپاره به دوه کارونه کېږي او له هغه وروسته به غونډه کېږي. لومړی به افغان حکومت یا قانع کېږي او یا به هم اړ کېږي چې د چین غونډې ته خپل استازي ولېږي. دویم، طالبان به مجبوریږي او یا به قانع کېږي چې د حکومت پلاوی ومني او ورسره خبرې وکړي. که څه هم دا تر اوسه هم ناشونې ښکاري چې طالبان به دې مخامخ له افغان حکومت سره کښېني، خو د پلاوي پر څرنګوالي او د ګډون پر څرنګوالي اختلاف دی. د توافق لپاره په دې چاره کې به یو څه طالبان له خپل دریځ څخه په شا کېږي او یو څه به هم حکومت له خپلو شرطونو تېریږي. په دې ډول به د دولت باصلاحیته او لوړ پوړي استازي د هغه ټیم برخه وي، چې چین ته ورځي او هلته له طالبانو سره خبرې کوي. د همدې موخې لپاره د چین بین الافغاني ناسته ځنډول شوې ده او کله چې دا دوه کارونه وشي، نو دا غونډه به کېږي.
اوس دا چې دا دوه کارونه څومره وخت نیسي او غونډه به کله کېږي، پوره معلومه نه ده، خو د دې لپاره به بېړه کېږي. که څه هم حکومت تمایل لري چې دا غونډه د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته وشي، خو دا غوښتنه به نه منل کېږي، ځکه داسې معلومېږي چې د ټاکنو وروستۍ پایلې به په ځنډ معلومیږي او بیا دا هم یقیني ښکاري چې ټاکنې دویم پړاو ته ځي. په دې ډول د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان چې پر اساس به یې نوی ولسمشر کار پیلوي، ښايي تر اتو – لسو میاشتو پورې وخت واخلي او دا ځنډ هېڅ لوري ته د منلو نه دی. له همدې امله به د سولې خبرې ژر پیلیږي، خو له هغه وړاندې ځینې بدلونونه حتمي دي.