پیسې د هغه چا لاس ته ورځي چې پوهېږي چېرته دي. هغه څوک چې هم علم لري او هم هنر، په پایله کې له دې دواړو څخه یو مهارت زیږوي.
په اصل کې د پیسو ګټل هوښیاري غواړي. داسې هوښیاري چې وپوهېږې څه وخت باید کوم کار وکړې، څو دې جیب ته پیسې در شي.
کېدای شي تاسو هم زما په څېر له داسې یو چا سره مخ شوي وی، چې نه یې لوړې زده کړې کړې وي او نه هم لوستي وي، خو اوس ورته د سوداګر او لوی پانګه وال نوم اخیستل کېږي.
کیدای شي تاسو هم زما په څېر داسې کسان لیدلي وي، چې یوازې څو ټولګیه درس یې لوستی دی، خو اوس یې دومره پیسې پیدا کړې دي چې تاسو به هم فکر کوی ټولې ورته په لاترۍ کې ختلې دي.
ډېر زیات وخت مې په دې اړه فکر کړی، څو پوه شم چې ولې داسې ده؟
په لومړي سر کې مې فکر کاوه چې دا نو ډېره لویه بې عدالتي ده. وروسته پوه شوم چې شتمن کېدل هوښیاري غواړي، نه سواد او دې ته ورته نور مسایل. پیسې باید پیدا کړل شي، نه داسې چې د یوه ښه تحصیلي سند په درلودلو سره یې په تمه کېنی.
وروسته پوه شوم چې پیسې ګټل هم ځان ته خپل اصول لري، هوښیاران پرې پوهېږي او داسې په اسانۍ سره یې موږ ته نه وایي.
«کله چې غواړی شتمن شی، دا باید زده کړئ چې له پیسو سره څه ډول چلن وکړی. پیسې لکه یو حیوان داسې ستاسو تر لاس لاندې روزل کېږي. له ځینو حیواناتو سره، که تاسو ښه بلد وی او یو شی لرې ورته واچوی، ډېر ژر یې بېرته درته راوړي. پیسې هم کټ مټ همداسې کار کوي».
تر اوسه مو له ځانه پوښتنه کړې ده چې څومره پیسې مو پکار دي؟ یو عدد ووایئ.
ایا په دې اړه مو فکر کړی چې د دې اندازې پیسو لپاره مو هوښیارانه چلن کړی دی؟
د شتمنو د شتمن کېدو راز په څه کې دی چې هر چاته یې نه وایي؟
ان تاسو هم غواړی چې ډېر ژر شتمن شی، خو نه پوهېږی څه ډول… دغه مقاله چې همدا اوس یې تاسو لولی، دقیقاً هغه لارې چارې درته ښيي چې ستاسې په زړه کې یې د پيدا کېدو هيله ټوپونه وهي.
له بده مرغه هغه سنتي او رواجي درسونه چې موږ یې په ښوونځي کې او له خپلو مشرانو زده کوو، موږ شتمن کېدو ته نه اماده کوي؛ بلکې موږ ته را زده کوي، چې پر خپله میاشتنۍ تنخوا، پس انداز او کارمندۍ باندې فکر وکړو. په داسې حال کې چې شتمن خلک پر یو مبلغ ثابتو، دوریي (تنخوا) باندې هېڅ وخت تمرکز نه کوي؛ بلکې دوی غواړي چې پولي جریان خلق کړي.
په همدې اړه رابرټ کیوساکي موږ ته دری سپارښتنې کوي:
۱- مالي جریان
۲- پانګه
۳- قرض
هغه وایي، که پر پورتنیو دریو مفاهمو باندې نه پوهېږی، نو د شتمن کېدو فکر مو له سره وباسئ.
ان که یو څوک ښې ډېرې پیسې هم موږ ته راکړي او پورتني دری موارده مو زده نه وي، ډېرې ژر مو له لاسه وځي.
«که وکولای شی دری مفهومه مالي جریان، پانګه او قرض وپېژنی او په اړه یې زده کړه ولری، نو د شتمن کېدو لپاره به مو چانس ډېر زیات وي او د زیاتېدو په حال کې به وي. هغه کسان چې تل په اقتصادي ستونزو کې را ګیر وي او له قرض څخه نه خلاصېږي، یوازینی دلیل یې دا دی چې دوی له دې دریو مفاهمو څخه بې خبره دي».
مالي پوهه زموږ د ټولې پوهې هغه برخه ده چې د مالي ستونزو په حل کې ترې ګټه اخلو.
قرضداري، د موټر لګښت، د بیو د تطابق نشتون او عواید…
که مالي پوهه مو لوړه نه کړه، وضعیت به مو ورځ تر بلې بد تره کېږي او اوضاع به وخیمه شي.
یو واقعیت دا دی چې پیسې زموږ د ژوند پر کیفیت باندې ډېر زیات اغېز لري. پیسې مو اسوده کوي، د وخت او انتخاب ازادي درکوي؛ خو له مالي پوهې پرته د پیسو ګټل هېڅ امکان نه لري.
ځینې داسې فکر کوي چې ډېرې پیسې د هر درد چاره او حللاره ده. په داسې حال کې چې ډېرې پیسې همدومره ډېرو مالي مسایلو ته اړتیا لري. دا یوازې مالي پوهه ده چې د اسودګۍ او شتمنتیا پر وخت خپلې مالي ستونزې یو پر بل پسې له مخې لرې کوي.
«ښه مې په یاد دي چې یو وخت مې د خپلو لګښتونو په اندازه عواید درلودل او هېڅ پس انداز مې نه درلود، خو ژوند مې ډېر ارام و. څه موده وروسته مې یو ځای کار کړی و، ډېرې پیسې مې لاس ته راغلې، خو خوب او ارام یې را څخه واخیست. ولې!؟ ځکه باید پرېکړه مې کړې وای چې پر هغو پیسو باندې چېرته پانګونه وکړم، څو ارزښت یې کم نه شي او وکولای شي نورې پیسې راته وګټي. دغه څه د هغو کسانو لپاره چې پانګه لري، یو غټ سر درد وي».