د ټاکنو کمېسیون یو ځل یبا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ځنډولې دي. د کمېسیون چارواکو پرون په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، چې لومړنۍ پایلې به د لړم په ۲۳مه اعلانوي. په دې ډول دوی درېیم ځل د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره یوه نېټه اعلانوي. کمېسیون ټینګار کوي چې دا کار د سیاسي دلایلو نه، بلکې د تخنیکي دلایلو پر اساس کوي چې په وینا یې په دې سره به پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې شي او روڼتیا به رامنځ ته شي.
د ټاکنو د پایلو د اعلان ځنډ سیاسي دی او که تخنیکي؟ اصلي موخه څه ده؟
د ټاکنو کمېسیون لپاره د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان ځند یوه تخنیکي ستونزه ده، خو هغوی چې اصلي تصمیم نیوونکي دي، ټاکنې د سیاسي دلایلو له مخې ځنډوي. له دې امله چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي، نو ستونزمنه ده چې پایلې ژر اعلان شي. له بله اړخه د ټاکنو کمېسیون یو لوی او مهم کار د دې کمېسیون له صلاحیت او ارادې وتلی دی. کمېسیون ته به اصلي او جعلي رایې، بایومټریک او غیر بایومټریک رایې، تر وخت مخکې، پر وخت او تر وخت وروسته رایې، تر قانوني سن د ښکته کسانو رایې، هغه رایې چې له عکس څخه عکس اخیستل شوی او دې ته ورته نورې لانجمنې رایې د درملوګ شرکت جلا کوي. پر دې اساس د ټاکنو کمېسیون اصلي، مهم او برخلیک ټاکونکی کار کمېسیون نه، بلکې یو بهرنی شرکت کوي. له همدې امله موږ وایو چې د ټاکنو کمېسیون لپاره د پایلو د اعلان ځنډ یوه تخنیکي ستونزه ده، ځکه دا کار دوی نه، بلکې یو بل ارګان کوي چې د کمېسیون تر کنټرول لاندې نه دی. اوس دا چې جرمنی درملوګ شرکت څه سیاسي، استخباراتي او پټې اړیکې لري، د چا تر سیوري او امر لاندې دی او څه کوي، په دې اړه څوک نه پوهېږي. کله چې زموږ د ټاکنو برخلیک او بالاخره زموږ د رایو په اړه وروستۍ پرېکړه یو بهرنی شرکت کوي او د هغه شرکت په اړه هم پراخ شکونه او ابهامات وي، نو دلته بیا د ټاکنو د پایلو د ځنډ لامل سیاسي ګڼل کېدای شي.
که له تخنیکي دلایلو تېر شو، د یوې منظمې هڅې له مخې لومړۍ د ټاکنو پایلې ځنډول کېږي. دا ښکاره ده چې ټاکڼې دویم پړاو ته ځي. ځنډ یې هم د دې لپاره دی چې دویم پړاو ټاکنې سږ کال بیخي ناشونې دي او راتلونکي کال ته پاتې کېږي. له همدې امله د ټاکنو د پایلو ځنډ د رونټیا رامنځ ته کولو په نوم په وار وار اعلانیږي. پایلې به اعلان شي، خو دویم پړاو ټاکنو ته به اړتیا وي. دویم پړاو ټاکنې به د راتلونکي کال د ثور په وروستیو او یا هم د جوزا په لومړیو کې کېږي، چې په دې ډول دویم پړاو ټاکنې به شپږ – اووه میاشتې وروسته کېږي. د هغو ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان به هم دوې – دری میاشتې وخت اخلي. په دې ډول به موږ اته – لس میاشتې په همدې ګډوډۍ او ستونزو کې وو او یو مسوول حکومت به ونه لرو. په دې زماني واټن کې به د سولې په ګډون، مهمې لوبې کېږي او دلته به یو داسې حکومت نه وي چې د افغانانو استازیتوب وکړي. له همدې امله د ټاکنو په پروسه کې ستونزې وې او د همدې لپاره یې پایلې ځنډول کېږي.