د ټاکنو کمېسیون لخوا په یوه بل بدلون کې ویل شوي چې د ټاکنو وروستۍ پایلې به د لیندۍ په پنځمه نېټه اعلانوي. دا تر ټاکل شوې نېټې نږدې یوه میاشت ځنډ ښيي. وړمه ورځ ټاکنو کمېسیون ویلي وو چې لومړنۍ پایلې به د لړم میاشتې په ۲۳مه اعلان کړي. د ټاکنو کمېسیون به اوس د رایو د تصفیې لپاره ولایتونو ته پلاوي لېږي او هلته به شته فزیکي رای پاڼې هره یوه د ځانګړو آلو په واسطه معلوموي چې دا رایې د باور وړ دي او که نه. د درملوګ د شرکت لخوا دا ورکړل شوې آلې به ولایتونو ته لېږدول کېږي او هلته به پرې اصلي او جعلي رایې معلومیږي.
وروستي بدلونونه ښيي چې زموږ د رایو په اړه وروستۍ پرېکړه درملوګ کوي، خو دا چې د درملوګ تر شا څوک دي او څه غواړي، معلومه نه ده. په افغانستان کې له ۲۰۰۴ ز کال راهیسې په ټاکنو کې بهرنیان لږ یا ډېر ښکېل وو. کله خو ځیني کمېشنران بهرنیان وو او کله هم د تخنیکي سلاکارانو په نامه په کمېسیون کې وو، خو تر بل هر وخت ډېر اوس زموږ د ټاکنو او د ټاکنو برخلیک د بهرنیانو په لاس کې دی. د ټاکنو کمېسیون له درملوګ شرکت سره په یوه حقوقي تړون استناد کوي، خو هېروي چې دا کوم حقوقي بحث نه دی، بلکې یو پېچلی تخنیکي بحث دی چې په ژوره توګه باید پکې کمېسیون ښکېل وی. درملوګ پر کمېسیون خپل سرور پلورلی دی، خو اصلي سرور په جرمني کې دی او یوازې کاپي یې دلته زموږ له کمېسیون سره ده، چې بیا به هم په تخنیکي لحاظ د درملوګ د انجنیرانو لخوا اداره کېږي. اوس چې درملوګ کومې رایې ته سمه او کومې ته ناسمه وايي، کمېسیون مجبور دی چې ویې مني، ځکه دا یو داسې تخنیکي بحث دی چې کمېسیون پکې نه معلومات لري او نه هم استدلال کولی شي. په دې ډول زموږ د رایو برخلیک د درملوګ په لاس کې دی. اوس چې د نوو آلو په واسطه په ولایتونو کې رایې ارزول کېږي، په تخنیکي لحاظ دا کار هم درملوګ کوي. دغه آلې به د رای پاڼو بارکوډونو ته مخامخ کېږي او معلوموي به چې رایه سمه ده او که ناسمه. له همدې امله هر څه چې درملوګ کوي، کمېسیون به یې مني او هغوی به وروستۍ پرېکړه کوي.
له بده مرغه یو ځل بیا زموږ د ټاکنو برخلیک د بهرنیانو په لاس کې دی. هغوی چې د درملوګ تر شا دي، هر ډول چې غواړي، زموږ د ټاکنو برخلیک همغسې بدلوي. دوی به د خپلو سیاسي اهدافو لپاره یو ځل بیا دا ټاکنې داسې مرحلې ته یوسي، چې د بهرنیانو مداخلې ته لاره برابره کړي. ټاکنې به یا دویم پړاو ته ځي او یا به یې په لومړي پړاو کې پایلې څوک نه مني. له همدې امله لا هم زموږ رایو ارزښت نه دی پیدا کړی. د کمېسیون غړي، حکومتي چارواکي او ټول هغه کسان چې د دغه سیسټم په پېرلو او کارولو کې ښکېل دي، مسوول دي او هغوی له دې ولس سره یو نه جبرانېدونکی ظلم کړی دی.