د ملي يووالي حکومت د سولې لپاره د يوې نوې طرحې خبرې کوي. حکومتي چارواکي وايي چې د سولې په دې نوې طرحه کې به خبرې له امريکا او ناټو سره پيليږي او پر پاکستان او طالبانو به ختمېږي. د اشرف غني د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب پرون په دې تړاو په يوه خبرې غونډه کې وويل، که دا طرحه عملي شي، نو افغانان به د ده په خبره، د يوې باعزته سولې خاوندان شي. محب ويلي چې د نوې طرحې پر اساس د سولې د خبرو تر پيل وړاندې بايد طالبان اوربند ومني.
حکومت په داسې حال کې له طالبانو سره د سولې د نوې طرحې خبرې کوي، چې امريکايي چارواکي له طالبانو سره د پرې شوو خبرو د بیا پيل هڅې کوي. تازه خليلزاد د سولې خبرو د بیا ځل پيلېدو هڅې شروع کړې، چې پر اساس يې تر کابله هم راغی. د حکومت طرحه هم له همدې هڅو وروسته دا ښکاره شوې ده. داسې ښکاري چې حکومت غواړي وښيي چې دوی هم د سولې لپاره هڅې کوي او په دې اړه پلانونه او طرحې لري. تر دې ور هاخوا، په دې طرحه راوړل شوي مسايل او بحثونه داسې نه دي چې له سولې سره کومه مرسته وکړي. پرون چې کله حمدالله محب هم په دې تړاو خبرې کولې، خبرې يې له ګواښونو او تورونو ډکې وې. د طرحې په تړاو را ښکاره شوي معلومات هم ښيي چې دا طرحه نه يوازې دا چې له سولې سره کومه مرسته نه کوي، بلکې خنډونه جوړوي. لومړی خو اساسي پوښتنه دا ده چې طرحه د ټول حکومت ده، که يوازې د ولسمشر او د هغه د ملګرو؟ دويم دا چې ټاکنې شوې او معلومه نه ده چې واک به له چا سره وي، نو په دې وخت کې د سولې د نوې طرحې وړاندې کول څه مانا لري!؟
په طرحه کې ځينې مسايل له سولې سره هېڅ اړيکه نه لري او د حکومت عادي مکلفيتونه او دندې دي. ځینې مسايل پکې د حکومت له توان او صلاحيته لوړ دي او ځينې پکې د سولې پر وړاندې واضح خنډونه دي. له همدې امله دا طرحه له سولې سره کومه مرسته نه کوي.
د بېلګې په ډول، په طرحه کې ويل شوي چې حکومت به له ناټو او امريکا سره خبرې پيلوي، نو حکومت خو له ناټو او امريکا سره تړونونه لري او هره ورځ خبرې کوي، اوس به په دې خبرو کې څه بدلېږي؟ دغه راز له فساد سره مبارزه او ښه حکومتولي د حکومت دنده او مکلفيت دی، نو ولې يې د سولې په طرحه کې يادونه شوې؟ د طالب او پاکستان د اړيکو تعريف هم يوه داسې چاره ده چې کله به هم حل نه شي، نو ځکه دا طرحه يوازې ستونزې زياتوي. حکومت ته پکار ده چې د رښتینې سولې لپاره هڅې وکړي. له داسې خبرو او طرحو څخه دې ډډه وکړي، چې ستونزې زياتوي. د غير عملي طرحې يا بلې وسيلې پر مټ د سولې په لاره کې خنډونه جوړول له خلکو سره ظلم دی او خلک پر دې هر څه ښه پوهېږي.