جمعه, جولای 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د اقتصادي سیاستونو مفهوم او پېژندنه

لیکنه: ګلاب بهار - څلورمه برخه

اکتوبر 30, 2019
in لیکنې
0 0

د اقتصاد او سیاست ترمنځ اړیکې

د اقتصاد رابطه د دولت له سیاست سره په یوه ډېره وړه ساحه کې محسوسه ده. د بېلګې په ډول، په یوه وړه خدماتي تصدۍ کې د قېمت لوړولو یا ډېرې ګټې لاسته راوړلو په اړه پوهاوی تر لاسه کول، د تصدۍ لپاره معقولیت لري، خو په سیاسي لحاظ دا کار یوه تېروتنه ده.

همدارنګه غیر دولتي تصدۍ او موسسې پر دې مکلفې دي، چې کله هم د اقتصادي سیاست په برخه کې تصمیم نیسي، باید سیاسي ملحوظات په نظر کې ولري.

د بېلګې په ډول، له ۱۹۵۷ ز کال څخه وړاندې په المان کې یو څو اقتصادي تصدیو مارکه لرونکي اجناس تولیدول، سره له دې چې په لوړ قېمت ورته تمام شوي وو، خو د قېمت په لوړولو کې یې څه اقدام و نه کړ، ځکه دوی غوښتل چې د المان د ماليې وزیر په انتخاباتي مبارزه کې بریالی کړي.

له دې اړیکو څخه معلومه شوه چې اقتصاد د ژوند په ټولو برخو کې په عملي شکل اثر لري، نو پکار ده چې د یوې لويې فابریکې رییس د یوه تاجر په نسبت، ډېر باکفایته او په ټولنیزو او سیاسي مسایلو کې د زیاتو معلوماتو لرونکی وي او همدارنګه یو سیاستمدار چې په کومه سیمه کې د سیاست لوبغاړی وي، باید اقتصادي مشاورین ولري.

د همدې اصل له مخې، په پرمختللو هېوادونو کې د سیاستمدار ټاکل یوه عادي مسئله ګڼل کېږي، ځکه چې د هغوی تر څنګ اقتصادي مشاورین کار کوي. پر دې سربېره، لیدل کېږي چې په بین المللي سازمانونو کې مهمې او اساسي چوکۍ اقتصاد پوهانو تر لاسه کړې دي، ځکه په سیاست کې د اقتصادي پرابلمونو لپاره د حللارې پيدا کولو ته ضرورت دی او په دې مسئلو کې اقتصاد پوهان ښه پوهېدای شي. پس ویلای شو چې اقتصاد او سیاست یو تر بله کُل او جز دي چې بې له یو بل څخه نیمګړي دي او یو د بل تکمیلوونکي عناصر بلل کېږي.

کله چې اقتصادي سیاستونه د اقتصادپوهو سیاستمدارانو ترمنځ په همغږي ډول ایجاد شي، نتیجه یې مثبته او د هېواد د ملي ګټو په پار د یادولو وړ وي. هغه سیاستونه چې اقتصادپوهان او سیاستمداران یې ایجادوي، له ځینو څخه یې په لاندې ډول یادونه کوو:

لومړۍ- معقول اقتصادي سیاستونه

معقول اقتصادي سیاستونه د دې لپاره ایجادیږي، څو په اقتصادي سیاستونو کې یوه معقوله لاره غوره شي، نو دا چې څنګه معقوله لاره وټاکو، لازمي ده چې د اقتصادي سیاست د اساسي خطوطو په طرح کولو کې ځينو فکټورونو ته خاصه پاملرنه وشي، چې هغه فکټورونه په لاندې ډول دي:

۱.هغه اقتصادي تګلاره چې پر معقولیت ولاړه وي، پلان یې منظم، علمي، متوازن او دقیق جوړ شوی وي، د کامیابۍ معیارونو په نظر کې نیولو سره باید تطبیق کړای شي.

۲. د اهدافو سیسټم باید جامع او مکمل وي، څو د غلط فهمۍ او تېروتنې مخنیوی پکې وکړای شي.

۳. دا چې هدف خپله یو ارزښت او قېمت ته ویل کېږي او له ارزښت څخه لازمي ده چې ښه استفاده وکړای شي، ځکه ضایع کول يې تاوان دی.

د اقتصاد علما پر دې پوهېږي چې د ټکنالوژۍ پرمختګ او انکشاف، له اقتصادي انکشاف سره برابر نه دی. دا په دې مانا چې ټکنالوژي د ژوند یوه برخه احتوا کوي، په داسې حال کې چې د اقتصاد انکشاف د ژوند په ټولو ابعادو پورې تړاو لري. دا دې ته ورته والی لري چې یو حزبي مشر له یو زعیم سره پرتله کړو.

د بېلګې په ډول، دا ښکاره خبره ده چې حزبي مشر یوازې د خپلې ډلې ګټې په نظر کې نیسي، په داسې حال کې چې پر هېواد سربېره، د ټول هېواد ګټې ساتي او هم د هېواد روابط له نورو هېوادونو سره په نبض کې نیسي، چې د دې موضوع اهمیت په اجتماعي علومو کې ښه معلومیدای شي. د دې ټکو په نظر کې نیول، د معقول سیاست لپاره شرط دی.

۴. د اهدافو سیسټم باید دقیق جوړ شوی وي. یانې د پلان د تطبیق لپاره د کار وېش ته پوره پاملرنه وشي. دا په دې خاطر چې د اهدافو سیسټم له بېلابېلو فردي اهدافو څخه مرکب وي. د بېلګې په ډول، د یوې کورنۍ اړتیاوې په نظر کې ونیسئ، ګورو چې غوښتنې زیاتې او که امکانات زیات دي؛ نو په دې موقع کې یو اقتصادپوه ته پکار ده چې داسې اقتصادي پالیسي خپله کړي، چې د کورنۍ اعظمي غوښتنو ته ځواب ووايي او له بې اتفاقۍ څخه پکې مخنیوی شوی وي.

۵. د اقتصادي سیاست په جوړولو کې د فردي اهدافو منفي او مثبت اثراتو ته باید پوره پاملرنه وشي، ځکه دا یوازې د ارزښت د تعینولو مسئله نه ده، بلکې یوه علمي موضوع هم ده، چې په دې کار سره د یو ټولنیز مشکل د حللاره لټول کېږي؛ نو ضروري ده چې د معقول اقتصادي سیاست لپاره اجتماعي علوم هم مطالعه شي، چې موضوع له اهدافو سره مرتبطه وي.

۶. پلان باید دقیق او متـوازن وي، څو له اهدافـو سره مطابقت ولري.

۷. د هدف د لاسته راوړلو لپاره سیسټم بایـد جامع او مکمل وي.

۸. دا چې هدف یو ارزښت ته ویل کېږي، باید ښه استفاده ترې وشي، ځکه ضایع کول يې زیان رامنځته کوي.

۹. د اهدافو سیسټم باید دقیق جوړ شوی وي. دا په دې مانا چې د پلان د تطبیق لپاره د کار طریقه او روش باید له وړاندې څخه روښانه وي.

۱۰. دا چې د اهدافو سیسټم له بېلابېلو فردي اهدافو څخه مرکب وي، نو ځکه د پلان د جوړونې په موقع ټول اهداف باید درجه بندي شي او هر یو ته قېمت او ارزښت ورکړل شي، لکه د یوې کورنۍ ضرورتونه او امکانات.

دوام لري…

Share6Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026

په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

جولای 24, 2026

انټونیو ګوټرېش: ډیپلوماسي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پای یوازینۍ لار ده

جولای 24, 2026

پاکستان کې؛ د موسمي بارانونو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In