د شانګهای سازمان په اتلسمه سرمشریزه کې یوځل د افغانستان پر سوله او امنیت ټینګار شوی دی. دې غونډې ته اجرایه رییس ډاکټر عبدالله هم ورغلی او هلته یې په خپلو خبرو کې غوښتنه کړې چې شانګهای سازمان او سیمه دې د افغانستان په سوله او امنیت کې مرسته وکړي. نوموړي دې غونډې ته ویلي: «د شانګهای د همکاریو سازمان سیمه ییزو هېوادونو هوساینه د افغانستان په سولې او ثبات پورې تړلې ده، نو لازمه ده چې د سیمې د ګډو ستونزو د حل لپاره په ګډه د عادلانه سوله ییزې او باعزتې کړنلارې له مخې د جګړې ختمولو ته هڅه او کار وکړو».
د سیمه ییزو ستونزو د حل، په ځانګړي ډول د افغان کړکېچ په سوله ییز حل کې د شانګهای د همکاریو سازمان رول ډېر بارز دی؛ ځکه په افغانستان کې تاوتریخوالی تر هر چا ډېر د دغه سازمان غړو هېوادونو ته ګواښ پېښوي، په دې دلیل چې په جغرافیايي لحاظ دا هېوادونه افغانستان ته نږدې پراته دي او هغوی ته د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د خپراوي شونتیا نسبت د نړۍ نورو برخو ته ډېر ده. له همدې کبله په یو ډول د شانګهای سازمان او افغانستان برخلیک سره غوټه دي. شانګهای سازمان د خپلو اهدافو، په ځانګړي ډول اقتصادي موخو او پراختیايي پروژو د پلي کولو لپاره په افغانستان کې ثبات ته اړتیا لري.
شانګهای سازمان په سیمه کې د افغانستان د کړکېچ په ګډون، د ډېری ستونزو د حل کولو ظرفیت لري. دوه نړیوال زبرځواکونه روسیه او چین چې په ملګرو ملتونو کې د ویټو حق لري، د سازمان غړي دي او پر دې سربېره ټول غړي هېوادونه یې د نړۍ نږدې نیمايي نفوس تشکیلوي. په اقتصادي لحاظ هم د چین او هند په څېر ستر ځواکونه په دغه جوړښت کې سره یوځای شوي او که د ګډو ګټو لپاره د ګډ کار په موخه پر مشترکاتو هوکړه سره وکړي، دغه سازمان نه یوازې د خپلو غړو هېوادونو، بلکې د افغانستان او سیمې لپاره هم ګټور تمامېدلی شي.
څه چې زموږ لپاره په اوس وخت کې مهم دي، هغه سوله او ثبات دي. دغه سازمان د افغان کړکېچ په حل کې ډېره مرسته هم کولی شي، ځکه سیمه ییزه اجماع په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره یوه اساسي اړتیا ده. که د سازمان غړي هېوادونه، د ګډ راتلونکي لپاره په خپلو کې شته توپیرونه یو طرف ته کړي او د ټکر د ټکو پر ځای پر هغو مواردو ټینګار وکړي چې د هغوی ترمنځ پرې د همغږۍ فرصت ډېر دی، نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله سیمه ثبات او سوکالۍ ته رسېدلی شي. په افغان سوله کې د دغه سازمان فعاله رول به د امریکا انحصار هم مات کړي او هر څه به د امریکايي ګټو لپاره نه کارول کېږي. له همدې امله د دغه سازمان مثبتو ګامونو ته اړتیا ده، څو په افغانستان کې سوله او ثبات راشي. دا چاره نه یوازې د دغه سازمان د غړو هېوادونو له ګټو سره مرستې کوي، بلکې دوی ته متوجه ګواښونه کموي او د افغانانو د امن او سولې هیله هم ورسره پوره کېدلی شي.