یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

ټاکنې، پېچلي کارونه او ورکې پایلې

نوومبر 4, 2019
in دریځ
0 0

د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په تړاو په وروستیو بدلونونو کې ۸۶ زره نورې رایې هم د درملوګ کمپنۍ له‌ خوا باطلې بلل شوې دي. له دې سره د ټاکنو کمېسیون وايي چې په ټولو ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنه او ورسره تفتیش هم پیلوي. بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د دوی له خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د ۱۸۰۰ محلونو اسناد ورسپارل شوي چې رایې یې باید له سره وشمېرل وشي. کمېسیون وايي، دا چاره به دری ورځې وخت واخلي.

که څه هم کمېسیون په چارو کې د پرمختګ ادعا کوي، خو اساسي پوښتنې شته چې لا هم بې ځوابه پاتې دي. د درملوګ کمپنۍ څه ډول کار کړی او ایا کمېسیون ته په تخنیکي لحاظ معلومیږي چې درملوګ باطلې کړې او یا د باور وړ ګڼلې رایې، رښتیا هم په راڼه ډول ثابتې کړې دي او که نه. درملوګ یوازې پرېکړه کړې او پایله یې کمېسیون ته ورکړې ده، کمېسیون هم پرته له دې چې په تخنیکي لحاط پر دې پوه شي او خپل متخصصین یې تایید کړي او یا هم پکې ښکېل وي، دا پایله منلې او پر اساس یې اجراأت کېږي. له بله اړخه ملعومه نه ده چې د بیاشمېرنې او تفتیش پر مهال به نورې رایې هم باطلېږي او که به باطلې شوې رایې بېرته سمې شمېرل کېږي. که دا کار کېږي، پر کوم اساس کېږي او بیا د درملوګ د سیسټم مانا څه شوه؟ که په بیاشمېرنه او تفتیش کې رایې نه باطلېږي او نه هم باطلې رایې د باور وړ ګرځي، نو تفتیش او بیاشمېرنه څه مانا لري؟

له بله اړخه لا هم پر کمېسیون شکونه دي چې دوی دې وتوانیږي چې ټاکنې پر خپل وخت اعلان کړي، ځکه چې ټاکل شوې وه د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تېرې تلې میاشتې په ۲۷مه اعلان شوې وی، خو د ټاکنو کمېسیون پر ټاکل شوي وخت د پایلو پر اعلانولو ونه توانېد. وروسته بیا وویل شول چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم میاشتې په ۱۶مه اعلان شي، خو کمېسیون د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه نوره هم وغځوله او د لړم ۲۳مه یې د لومړنیو پایلو د اعلان ورځ وټاکله. اوس هم چې کارونه څه ډول روان دي او کارونه ورځ تر بلې پېچلي کېږي، نو وېره ده چې د ټاکنو پایلې به تر دې هم وروسته اعلان شي. له دې سره یوازې د دې یو میاشتې د ځنډ خبره نه ده، بلکې که ټاکنې دویم پړاو ته ځي او ښکاري هم چې ځي، نو دا اووه – اته میاشتې ځنډ دی چې مسوولیت به یې مخامخ د کمېسیون پر غاړه وي.

اوس چې خلک د ټاکنو د پایلو انتظار باسي، هغوی چې رایه یې ورکړې، لویه برخه پښېمانه دي او که دویم پړاو ټاکنې کېږي، تر دې به هم کم خلک پکې برخه اخلي. له بله اړخه هېڅ وخت زموږ ټاکنې داسې د بهرنیانو په لاس کې نه وې، لکه اوس چې دي. هر څه سیسټم کوي او سیسټم د بهرنیانو ( درملوګ) په لاس کې دی. د کمېسیون چارواکي یوازې هغه څه خلکو ته وايي چې درملوګ یې په اړه وروستۍ پرېکړه کوي. په دې ډول زموږ د ټاکنو پایلې د کورني فساد، درغلۍ، بهرنۍ دسیسې او د کمېسیون د بې کفایتۍ له امله ځندېږي او ښايي موږ یو بل کړکېچ ته بوځي.

Share27Tweet11Share5

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In