په لوړه کچه د حيواني پروټينو اخيستل په وینه کې د اسیدو د زیاتوالي لامل کېږي، چې دغه څه بډوډو ته زیان رسوي او د اسيدوز حالت رامنځته کوي. په دې وخت کې بډوډي نه شي کولی چې اسيد په چټکۍ سره له منځه يوسي او بالاخره له فشار سره مخ کېږي. دا سمه ده چې په خوړو کې د پروټينو شتون د بدن د دفاعي ځواک لپاره اړین دی، خو په هر څه کې باید انډول په پام کې ونیول شي. دغه راز پرته له سرې غوښې په مېوو او سبزیو کې هم پروټین موندل کېږي. د شپې له خوا په ښه ډول استراحت کول د ټول بدن د روغتیا او په تېره بیا د بډوډو د روغتیا لپاره اړین دي. د خوب پر مهال بډوډي خپل فعاليتونه تنظیموي او د نورو ۲۴ ساعتونو د فعالیت لپاره تیاری نیسي. ډېر کېناستل د بډوډو له ناروغۍ سره مستقیمه اړیکه لري. څېړونکو تر اوسه دا نه ده ثابته کړې چې ولې د ډېر وخت لپاره ځای پر ځای کېناستل د بډوډو ناروغي پیدا کوي، خو دا بیا ثابته شوې ده چې فزیکي کړنې د ګلوکوزو سوځېدو ته لار هواروي او دغه څه د بډوډو پر روغتیا مثبت اغېز کوي.