سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

تاسو څه ډول پانګونه کوی؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

نوومبر 11, 2019
in لیکنې
0 0

د پیسو ګټلو لپاره د پیسو د پر کار اچولو هنر ته پانګونه وایي. د هغو کسانو لپاره چې غواړي شتمن شي، په اوسنیو اقتصادي شرایطو کې پانګونه یوه حیاتي مسئله ده.

رابرټ کیوساکي پانګه وال په اوو بېلابېلو سطحو کې طبقه بندي کړي دي.

لومړۍ سطحه: هغه چې هېڅ پانګه نه لري

دا کسان خپل ټول عواید مصرفوي، ځینې یې ان داسې دي، چې له عوایدو یې لګښت ډېر وي او خپل ټول ژوند یې په پور (قرض) کې تېر کړی وي. له بده مرغه باید ووایم چې د ټولنې یوه زیاته برخه کسان همداسې دي.

دویمه سطحه: پور (قرض) اخیستونکي

ځینې کسان د پور په واسطه خپلې اقتصادي ستونزې حلوي او په دې پیسو پانګونه کوي. دوی که څه هم چې خپلې پیسې لري، خو تر ډېره له خلکو څخه پوروړي وي. له بده مرغه ډېری کسانو دې ډول پورو ته مخ کړی وي. دوی نه پوهېږي چې دا د پور ډېره بده بڼه ده. دوی د وخت په تېرېدو سره چې د پورونو کچه یې لوړه شي، له دې هم ډېر پور اخلي، څو خپل پخواني پورونه پرې خلاص کړي. د دې پور اخیستونکو یو ګډ عادت دا دی چې دوی له کومې وېرې پرته پیسې ښې په خلاص لاس مصروفي. د دوی له کور، موټر او ورځني ژوند څخه داسې ښکاري، چې لوی پانګه وال به وي، خو په اصل کې یې دا هېڅ خپل نه وي او پوروړي وي.

درېیمه سطحه: سپما کوونکي

دغه ډله کسان د خپلو عواید یوه برخه د ورځني ژوند د پر مخ بېولو لپاره لګوي او یوه برخه یې سپما یا پس انداز کوي. دوی د خپل دې کار لپاره یو ځانګړی بانکي اکونټ لري. له دې کار څخه د دې کسانو موخه دا ده چې د سبا ورځې لپاره یې یو څه پیسې سمولې وي، نه د پانګونې یا شتمنۍ لپاره. ځکه دوی له دې وېرېږي چې سبا پوروړي نه شي. اوسنیو اقتصادي شرایطو او د بازار ګډو وډو نرخونو ته په کتو، دغه ډول سپما بې ګټې ده، خو دوی بیا هم پر دې کار ټینګار کوي او تر سره کوي یې. البته د ځینو ځانګړو ورځو لپاره پس انداز ښه دی، خو په زیاته کچه د پیسو ساتل مو د پرمختګ مخه ډپ کوي.

څلورمه سطحه: هوښیار پانګه وال

هوښیار پانګه وال هغه دي چې د پانګونې له اړتیا خبر دي. دا کسان ډېری یې لوستي او د ټولنې د منځنۍ کچې خلک دي. دوی د پانګونې له اهمیت څخه خبر دي، خو د بای او برد په اړه بیا دومره معلومات نه لري. په دې سطحه کې بیا دری ډوله پانګه وال لرو.

الف – له جنجاله تښتېدونکي: دغه ډله کسان له جنجال او دردسر څخه زړه توري دي. دوی چې کومې پیسې ګټي؛ هغه په بکس، کور او یا بانک کې ذخیره کوي. دوی مالي خپلواکۍ ته د رسېدو فکر له سره غورځولی دی او یوازې په دې اړه فکر کوي، چې همدا اوس یو ښه ژوند ولري.

ب- بدبینه: دغه کسان له ځان سره فکر کوي چې په لوبه کې را ګیر شوي دي، په داسې حال کې چې دوی بیخي څنډې ته دي. دوی له دې کبله چې د هر څه پر وړاندې بد بینه دي، هر بازار ته ډېر وروسته رسېږي، د معمول په څېر شی ګران اخلي او له وېرې یې بېرته ارزانه پلوري، په دې ډول یې بدبیني دوه چنده کېږي او په راتلونکي پانګونه کې احتیاط کوي.

ج- د چانس له مخې معامعله کوونکي: د دې ډلې کسانو کړنې د بدبینۍ له مخې نه؛ بلکې د بې پروایۍ له مخې وي. دوی د ونډو بازار او پانګونه په چانس پورې تړي. دغه کسان د خلکو په بې بنسټه خبرو پسې ځي. دوی چې په څه ور پېښېږي، لکه ونډې، طلا او نور دې ته ورته شیان، اخلي یې او هغه ده چې ډېرې زیاتې پیسې له لاسه ورکوي.

پنځمه سطحه: اوږدمهالي پانګه وال

کوم کسان چې په دې ډله کې راځي، هغوی ډېر ښه پوهېږي چې پانګونې ته اړتیا لري. نو له همدې کبله یې وخت او پیسې پانګونې ته وقف کړې دي. د دې کار لپاره، مطبوعات ګوري، کتابونه لولي او بازار یې تر خپل څار لاندې نیولی وي. له دې سره په څنګ کې د پانګونې په برخه کې له متخصصو کسانو څخه مشوره اخلي او د همدې کار لپاره یې ګومارلي وي. د نړۍ مشهور پانګه وال هم له همدې قانون څخه ګټه اخلي. دوی ډېر صبور وي.

شپږمه سطحه: پېچلي پانګه وال

دغه ډله پانګه وال له خطره ډکې پانګونې کوي. پېچلي پانګه وال د مالي بیان قوي ژبه لري. دوی لېوال دي چې د پانګونې له یوې یا دوو تګلارو څخه کار واخلي. دوی پر ډېرو لویو شیانو باندې پانګونه کوي او یا پر هغه څه باندې خپله پانګه بندوي، چې د اوومې سطحې پانګه والو پرې پانګونه کړې ده.

دوی د پانګې تر څنګ ډېره لوړه پوهه لري، خو له دې سره سره د نویو او تازه شیانو د زده کړې په لټه کې هم وي. له همدې کبله دوی ته پېچلي پانګه وال وایي، چې له ډېرې پانګې سره سره ډېر خاص او ځانګړي سلاکاران لري. دوی غواړي په یو ځل ډېرې پیسې وګټي.

اوومه سطحه: پانګه وال

په نړۍ کې د ګوتو په شمېر کسان د پانګونې دې غوره سطحې ته رسېږي. دا هغه کسان دي چې دوی هم خپل کارو بار لري او هم بازار او موقع ته په کتو له پانګونې څخه ګټه اخلي. دغه ډله کسان ان خپل هېواد لوړې اقتصادي کچې ته رسوي، لکه «هنري فورډ»، «بېل ګېټس»، «سټیو جابز» او … د شپږمې سطحې پانګه وال د دوی پر پانګه پانګونه کوي. یا په ټوله کې ویلی شو چې د اوومې سطحې د پانګه والو ډېره برخه پانګه د شپږمې سطحې د پانګه والو ده. د دې کچې پانګه وال پوهېږي، چې څه ډول له خلکو او د هغوی له پانګو څخه د خپل خدمت او ګټې لپاره کار واخلي.

تاسو د پانګونې په کومه سطحه کې یاست؟ د پانګونې بېلابېلې سطحې او ځانګړنې بیان شوې. ستاسو لومړی ګام باید دا وي چې تشخیص کړی په کومه سطحه کې راځی؟ د اوسنیو شرایطو درک او تشخیص هم یو حیاتي امر دی. لوړو  پوړونو ته د ختلو (صعود) لپاره باید خپل د قوت او ضعف ټکي او دا چې د پانګونې په کومه سطحه کې یاست، پوهېدل ډېر مهم دي.

په کومه مرحله کې چې اوس یاست، که ترې راضي نه وی، نو د پرمختګ لپاره خپله پوهه زیاته کړئ. که غواړی چې مالي خپلواکۍ ته ورسېږی، باید پرمختګ ته زمینه برابره کړئ. نو د بریاوو او ماتو په نظر کې نیولو سره د پانګونې ډګر ته د وردانګلو لپاره ځان تیار کړی.

Share67Tweet9Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

سپتمبر 7, 2026

خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

سپتمبر 7, 2026
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In