شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د اوبو ناعادلانه  وېش یوه نړیواله ستونزه ده، د حل لپاره یې باید څه وکړو؟

لیکنه: حکمت جلیل

نوومبر 24, 2019
in لیکنې
0 0

د اوبو کمښت او ککړتیا یوازې په پرمختللو هیوادونو کې ستونزه نه ده، د دې درک هم اسانه دی چې د اوبو کمښت او خراب کیفیت څومره اقتصاد زیانمنوي، له بلې خوا  د هغو ميندو او ماشومانو انځورونه خورا خواشينوونکي وي،  چې په افريقا او هند کې په اوبو پسې اوږده مزلونه وهي. د فلنټ، ميچګن د ښاروالۍ د اوبو رسونې سیسټم ککړ شوی چې ښکاره مثال يې نيوجرسي او نيویارک ښارونه دي.

د اوبو ستونزه یوازې په پرمختللې نړۍ کې نه ده، دا په هر ځای کې د هر چا او اوسني وخت جدي ستونزه ده؛ ځکه اوبه د هر چا اړتیا ده او زموږ د ټولو ژوند ورسره تړلی دی. څرنګه چې  په نړۍ کې د اوبو پر سر سیالۍ ورځ تر بلې ‌‌ډېرېږي، د نفوسو ډېرښت، اقليمي بدلون او سياسي بې ثباتي دا ستونزه نوره هم پېچلې کوي او نه پرېږدي چې د نړۍ وګړي  له اوبو برابره ګټه واخلي. څه به پېښ شي که ټولنې د اوبو پر بنيادي سيسټمونو پانګونه وکړي؟ نوې ټکنالوژي وازمايي؟ د اوبو پاليسي نوې کړي او د اوبو پر مديريت او څار کار وکړي؟

تېر يا ماضي نور د راتلونکي لپاره لارښود نه شي کيدای. مونږ هغې ورځې ته نور هم نږدې يوو چې د ښاروالۍ د اوبو رسونې سيسټم روانې اوبه خلاصي شي، لکه د فلنټ غميزه. دا هر څه لرې نه دي؛ بلکې دا هر څه پر ورځنۍ چارې بدل شوي دي چې عام وګړي ورسره لاس او ګرېوان دي. موږ د اوبو نشتون په جنوبي افريقا، هند، اسټراليا او نورو ځايونو کې ګورو. ان  د امريکا په مختلفو ښارونو کې د اوبو په نلونو کې د سرپو ککړتيا موندل شوې ده. په ټوله مانا د اوبو نشتون د هغه پلان نتيجه ده، چې راتلونکی پکې په نظر کې نه و نيول شوی او ماضي نور د راتلونکي لپاره لارښود نه شي کيدای. اوبو ته زياتې اړتيا د اوبو رسولو چارې ځنډنۍ کړې دي؛ ځکه موږ زياتره وخت د اوبو استعمال او قیمت په نظر کې نیسو، اقليمي بدلون او نور عوامل مو شا ته پرېښي. همدارنګه د نلونو په اوبو کې ککړتيا ځکه زیاته ده، چې دا نلونه پر ټاکلي وخت نه پاکیږي او نه نوي کیږي.

څېړنې ښيي چې په امريکا کې نږدې دوه وويشت ميليونه خلک د  نلونو ککړې اوبه کاروي. د اوبو د ستونزې تر ټولو خواشينوونکی حالت دا دی، چې ډېری خلک دا توان نه لري، چې پاکې اوبه تر لاسه کړي، خو دوی مجبور دي  چې د خپل عاید ډېره برخه پر اوبو مصرف کړي. د یو خبر له مخې، په ځینو پرمختللو هيوادونو کې  ‌‎‌‌‌‌‌ډېری خلک د خپل عاید زیاته سلنه پر اوبو مصرفوي. بل خوا يو څه هيوادونه  لکه ماداګسکار چې خلک يې زياتره د ټانکرونو پر اوبو اتکا کوي، د خپلې یوې ورځې عايد ۴۵ سلنه پر اوبو مصرفوي. په موزمبق کې زياتره کورنۍ په ناقانونه توګه د حکومت تر ټاکلې اندازې  ۱۰۰ سلنه زياتې اوبه مصرفوي. بالاخره، موږ بايد پر دې پوه شو چې د اوبو برابرولو او اړتیا تر منځ واټن څومره دی؟ په اصل کې واټن بيخې نشته. شتمن خلک به اوبو ته لاسرسی لري او ټيټه طبقه به د لږو اوبو لپاره د خپل عايد زياته برخه مصرفوي. د فلنټ له اوسېدونکو نيولې چې د بوتلونو پر اوبو اتکا کوي، تر جنوبي افريقا چې خلک د اوبو تر لاسه کولو لپاره په قطارونو کې ولاړ وي، دا ډول نابرابري په هر ځای کې شته.

دا نا انډوله وېش اوس په ګډه کار کول غواړي

دا ربړوونکې سناریو یو ښکاره پوښتنه تشریح کوي چې څه بايد وکړو او مونږ پوهيږو چې اوسني خبرونه به د اوبو ستونزو، قحطۍ، خراب کيفيت او لاسرسي ته دوا نه شي او ټولو وګړو ته د اوبو یو شان  برابرول ناشوني دي. دا ضروري ده چې د ایکو سیسټم کارپوهان په يو ټول منلي پلان کې شامل شي. همدارنګه، دولتي سکټور، خصوصي سکټور، خیریه موسسات، د نظر خاوندان، پانګوال او مدني ټولنې بايد د اوبو د کمښت او کيفيت پر ستونزو سره يوځای کار وکړي. ځکه له يادو خلکو هر یو جلا جلا نظر او پلان لري، مګر حکومتي پلان به يو څه ځنډنی، خو پراخ وي. مونږ بايد سمدلاسه د اوبو په اړه خپل فکر بدل کړو، ځکه موږ تل د وچکالۍ په اړه چې د نړۍ په هر ګوټ کې ليدل کيږي، خبرې کوو؛ خو یو څه چې زیات وګړي ورسره لاس او ګريوان دي، هغه په صنعت کې د زياتو اوبو استعمال او د اقليمي بدلون تاثيرات دي. دولتونه بايد د اوبو په اړه معلومات عام کړي، دا چاره د ځيرک تلیفون له لارې هم شونې ده چې خلک د اوبو د کیفيت او عمل لپاره لاس پکار شي. د معلوماتو عامول او د مدنې ټولنو شاملول کولای شي چې د اوبو په استعمال او پاليسيو کې تغير راولي.

Share91Tweet25Share10

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026

په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

جولای 24, 2026

انټونیو ګوټرېش: ډیپلوماسي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پای یوازینۍ لار ده

جولای 24, 2026

پاکستان کې؛ د موسمي بارانونو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In