امروت د ويټامین (A, B1, B2, C) او دغه راز د معدني موادو لکه فاسفورس، سوډیم، کلسیم، مګنيزیم، پوتاشیم، مس او اوسپنې تر ټولو ښه زېرمه بلل کېږي.
امروت له ۷۶ نیولې تر ۸۳ سلنې اوبه او له شپږو تر ۱۲ سلنې قندي مواد لري. په امروتو کې د اسید کچه یو یا دوه سلنه ده چې مالیک سیتریک، تانن، پکتین، انورتین او اسپاراژین یې معلوم اسیدونه دي.
د امروتو د ونې پوستکی د قبض لپاره ګټور دی؛ دغه راز که د امروتو د ونې پوستکی و اېشول شي، د بډوډو او مثانې ډبرې له منځه وړي او ادرار زیاتوي.
د امروتو د ونې پاڼې هم بې ګټې نه دي؛ د یادې مېوې اېشول شوې پاڼې کولی شي له مثانې څخه بډوډو ته غځېدلې لاره له هر ډول ميکروبونو څخه پاکه کړي. د خامو امروتو په خوړلو کې باید زیاتی ونه شي؛ ځکه پر معدې فشار راوړي، خو د پخو امروتو خوړل نه یوازې د معدې لپاره ګټور دي، بلکې نورې ډېرې ګټې هم لري. که څه هم چې امروت د امیدوارو مېرمنو لپاره ښه مېوه بلل شوې ده، د هغو کسانو لپاره هم د پام وړ ګټه رسوي چې د وینې له کمښت سره مخ وي.