پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

په افغانستان کې د چین فعالیتونه د پام وړ دي

لیکنه: وانګ یو؛ په افغانستان کې د چین لوی سفیر

نوومبر 27, 2019
in لیکنې
0 0

په دې ډېر ویاړم چې په افغانستان کې د چین د سفیر په توګه ګومارل شوی يم. کابل ته له رسېدو وروسته مې ډېری وخت دلته د افغان ټولنې له بېلابېلو ملګرو او دوستانو سره لیده کاته کړي دي. په دې لیدنو کتنو کې مې سولې او پرمختګ ته د افغانانو لېوالتیا او له چین سره د افغانانو دوستي ليدلې او احساس کړې ده. د اتلانو او زیارکښو خلکو دغه ځمکه سل کاله مخکې خپلواکه شوې ده، خو له بده مرغه په دې وروستیو ۴۰ کلونو کې جګړو سخته ځپلې ده.

ځینې افغان دوستان پوښتنه کوي چې ۱۸ کاله کېږي چې امریکا په افغانستان کې ده، خو دغه هېواد ته سوله، آرامي، سوکالي او پرمختګ نه دي راغلي، نو د دوی شعار ته په کتو، هغه ډیموکراسي، د بشري حقونه او ازادي چېرته دي؟ زه په دې اړه فکر کوم چې چین او نړیواله ټولنه څه ډول د افغانستان له سولې او بیارغونې سره اغېزمنه مرسته کولای شي.

څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سويلي او منځنۍ اسیا د چارو مسوولې مېرمن آلېس وېلز ویلي وو چې چین د افغانستان په پرمختګ کې د پام وړ څه نه دي کړي، چین له افغانستان سره تر اوسه کومه مهمه مرسته نه ده کړې، د تګ راتګ او پیوستون په برخو کې یې د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان په پرتله کم کارونه کړي دي. ما د چین او افغانستان ترمنځ د همکاریو په اړه معلوماتو ته یوه لنډه کتنه وکړه او دلته یې يو څو لنډې بېلګې لیکم.

د تېرې پېړۍ په ۷مه لسیزه کې په داسې حال کې چې چین پرمختګ نه و کړی او خلک یې لاهم له ډېرو ستونزو سره مخ وو، خو دغه هېواد په پروان ولایت کې د اوبو لګولو پروژه او په کندهار کې د میرویس روغتون جوړ کړل. ۴۰ کاله تېر شوي او د پروان د اوبو لګولو پروژه لا د بزګرو کروندې غړوبوي او میرویس روغتون د کندهار په ګډون د نږدې ولایتونو خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي. محلي وګړي يې په تودو احساساتو سره تر ننه د چیني روغتون په نوم يادوي.

له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې چین یو ځل بیا د افغانستان په بيارغونه کې ګډون کړی او تر خپلې وسې يې ورته په بېلابېلو برخو کې مرستې برابرې کړې دي. د چین له خوا جوړ شوی د جمهوريت روغتون په کابل کې تر ټولو لوی مجهز حکومتي روغتون دی. د کابل پوهنتون د چینايي ژبې څانګې ودانۍ او مسلکي ښوونیز ملي مرکز د افغان ځوانانو، محصلینو د وتلو مسلکي شخصیتونو د روزلو په برخه کې فرصتونه چمتو کوي. چین په ۲۰۱۴ ز کال کې ژمنه وکړه چې په ۴ کلونو کې به د افغانستان لپاره د دوه ميلیارده یوان مرسته برابره او ترسره کړي. د دې ژمنې په رڼا کې به د کابل پوهنتون عمومي تدريسي ودانۍ او د لوی تالار ودانۍ په راتلونکي کال کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او د ارزانو کورونو پروژه به په راتلونکي کال کې پیل شي. دغه راز په بامیان ولایت کې د لمریزې برېښنا سټېشن د چمتو کېدو په حال کې دی. دا يوازې د چین د مرستو یوه برخه ده، د افغانستان اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته یې په نوي خوځنده قوت ورکولو کې د پام وړ او مثبت اغېز ښیندلی دی.

د دې تر څنګ چین هر کال افغان ټولنې ته ګڼ شمېر بشري بېړنۍ مرستې برابروي. کله چې د زياتو واورو او زلزلې ناورینونه رامنځ ته کېږي، چین د کمپلو، کېږديو او جنراتورونو مرستې په لومړي وخت کې زيانمنو کسانو ته رسولې دي. له ۲۰۱۷ ز کال راهیسې د ۱۰۰ میلیونو یوانو په ارزښت وريجې او اوړه لس ځلې د افغانستان بېلابېلو ځایونو ته لېږل شوي او پر خلکو وېشل شوي دي. اوس د ۱۱۵۰۰ کېږدیو سربېره نورې مرستې هم چمتو شوي دي. کابو دوه سوه تنه ناروغ ماشومان چې د زړه سوري په ناروغۍ اخته وو، په شینجیانګ کې یې درملنه شوې ده چې اوس دغه ماشومان بېخي روغ شوي دي. د چین سفارت هر کال د افغان یتیمانو له ښوونيزو مرکزونو، ښوونځیو او بې وزله کورنیو لپاره لازمې مرستې برابروي. د دې ترڅنګ موږ د چین او افغانستان د دوستۍ ښوونځی هم جوړ کړی دی. د افغانانو ګټې او نېکمرغي همېشه د چین د خلکو غوښتنه او هيله ده.

چین د افغانستان اقتصادي او ټولنیزې پراختیا او ودې ته هم پاملرنه کوي. په ۲۰۱۶ ز کال کې افغانستان له چین سره د یو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادۍ د تفاهم یاددښت لاسلیک کړی دی. هیله من یو چې زموږ پرمختګ او پراختیا عامو افغان وګړو ته لازیاتې ګټې ورسوي. موږ غواړو چې د افغانستان او سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د تګلارو، تاسیساتو، سوداګرۍ، پانګونې ان د خلکو د زړونو پیوستون پیاوړی شي او د ورېښمو لارې په موده کې د اسیا زړه په توګه د افغانستان مرکزي رول بیا را ژوندی شي. موږ د چین پياوړې تصدۍ هڅوو چې دلته پانګونې وکړي. د (زي ټي اي) (او هواوې) په ګډون عالي تخنیکي شرکتونه د افغانستان د مخابراتي کارونو لپاره باکیفیت خدمتونه ترسره کوي. د میس عینک د کان پروژه چې په افغانستان کې تر ټولو لویه بهرنۍ پانګونه بلل کېږي، د تاریخي اثارو د ساتلو او امنیتي لاملونو په ګډون له ځینو ستونزو سره مخ ده. د چین تصدۍ د ډېرو تاوانونو په ګاللو سره سره پر خپلو ژمنو ولاړې دي او د دې پروژې د بیا پیلولو لپاره د افغانستان له اړوندو څانګو سره سلا مشوره کوي.

د ازبکستان او تاجکستان له لارې د چین او افغانستان ترمنځ اوسپنیزه لاره فعاله ده او د کابل او اورمچي ترمنځ هره اونۍ الوتنه کېږي. د مېرمن وېلز نیوکو ته په کتو، زه غواړم له امریکایي کارپوهانو څخه وپوښتم چې په اوسنیو جغرافیایي او طبیعي حالاتو کې د چین او افغانستان ترمنځ د مستقیمې اوسپنیزې لارې د ابادۍ شونتیا څومره ده؟

موږ چین ته د جلغوزیو، زعفرانو او مرمر په ګډون د افغان ځانګړو تولیداتو صادرات زمینه برابره کړې ده. تېرکال یوازې په ۴ میاشتو کې د الوتکو له لارې د ۱۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت جلغوزي چین ته صادر شوي وو. د خبري رسنیو معلوماتو له مخې، سږ کال د دواړو خواوو شرکتونو د ۳۰ زرو ټنو جلغوزیو تړون لاسلیک کړی دی چې  افغانستان ته یې ډېره ګټه رسېږي. په سږ کال کې به د چین او افغانستان ترمنځ تجارتي ارزښت له ۱ ميلیارده او ۲۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو څخه واوړي. چین یو ځل بیا د افغانستان درېیم لوی تجارتي ملګری ګرځېدلی دی. له ۲۰۱۵ ز کال راهیسې چین د افغانستان لپاره هم څه دپاسه ۴۰۰۰ تنه کدرونه روزلي دي.

په همدې بنسټ موږ ويلی شو چې د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره د چین کارونه د پام وړ دي چې افغانان یې هم ویني او هېر به یې نه کړي. موږ غواړو له نړیوالې ټولنې سره یو ځای په ګډه د افغانستان لپاره مرستې برابرې کړو. چین او امریکا په تېرو ۸ کلونو کې افغان ډیپلوماتان او ویترنران او د کرنیزو تولیداتو کارپوهان روزلي دي. دغه راز د لوړو زده کړو روزنیز کورسونه به هم پیل کړي. چین له المان، برېټانیا، پاکستان او هندوستان سره هم د افغانستان په اړه ګډې همکاریزې پروژې ترسره کړې او تر سره کوي یې. د دې ترڅنګ چین د افغانستان پاکستان او امریکا په څلور اړخیز ارتباطي ګروپ، ((شپږ او یو)) او د امریکا، روسیې او پاکستان په څلور اړخیز مشورتي میکانېزم کې چې له افغان مسئلې سره تړاو لري، ګډون کړی دی، څو له نړیوالې ټولنې سره یو ځای ګډ نظریات راغونډ کړي، شته اختلافونه کم کړي او د افغان مسئلې د حل لپاره مناسبه لاره وموندل شي.

د افغان مسئلې حل و فصل د کوم یو هېواد له خوا سمدستي نه شي کېدای. چین به تر خپلې وسې پورې د افغانستان لپاره لازمې مرستې برابرې کړي او هیله لري چې امریکا افغانستان د همکاریو ډګر وبولي، نه د سیالیو او خپل قوت. امریکا باید له افغانستان له دې ډېر ملاتړ وکړي.

زه به د خپل ماموریت په موده کې د افغانستان د ټولنې بېلابېلو ملګرو سره یوځای په ګډه کوښښ وکړم، څو نړیواله ټولنه د افغانستان سولې او بیارغونې او د جوړجاړي له بهیر سره په ګډه کار وکړي.

Share6Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

مارچ 12, 2026

رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

مارچ 12, 2026

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

مارچ 12, 2026

سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In