(Every day extra)یا هره ورځ غنیمت ده کتاب د امریکایي تبعه، پوځي، د ډیموکراټ ګوند غړي، والي، سناتور، د ولسمشرۍ کاندید، د بهرنیو چارو مخکښ وزیر جان کري د سیاسي خاطرو کتاب دی چې تازه په دې وروستیو کې په امریکا کې سیمون سچوسټر خپرندوی مرکز خپور کړی دی.
کتاب شل څپرکي او ۶۴۰ مخونه لري. په کتاب کې کري له ماشومتوب څخه بیا تر ننه چې کوم ماموریتونه ترسره کړي، هغه او خپلې سیاسي خاطرې یې پکې لیکلې دي. جان کري د ویتنام په جګړه کې یو سرتېری و او له هغه ماموریته په بریالیتوب راووت. له هغې وروسته یې د ماساچوست د والي په حیث دنده ترسره کړه او له هغې وروسته یې سنا مجلس ته لاره ومونده او بیا له جورج ډبلیو بوش سره یې د ولسمشرۍ لپاره سیالي وکړه؛ خو دا جمهوریپال یې مات نه کړ او له هغې وروسته په سنا مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وټاکل شو او په بهرني سیاست کې یې د پام وړ لاسته راوړنې خپلې کړې. له هغې وروسته د بارک اوباما سره د بهرني سیاست په اعمال کې یې د یوه متفکر مغز نقش ولوباوه او د منځني ختیځ د سولې په برخه کې یې د یوه ځانګړي بهرني سیاست پرمخ وړلو لاره خپله کړه. ویلی شو چې د امریکې د ملي ګټو لپاره یې له ټولو اړوندو هېوادونو او سازمانونو سره د بهرني سیاست په اعمال کې مهم ماموریت ترسره کړ. که څه هم د منځني ختیځ امنیت ښه نه شو؛ خو دغه معادلې نوې او بېلې لارې پیدا کړې. نوموړی د سوریې د وضعیت په اړه وایي: «ډیپلوماسۍ سوریه ژوندۍ ساتلې، خو ټپونه یې لا نه دي پټۍ شوي».
د سوریې، عراق او لېبیا په اړه او هم د نورو مطرحو نفت لرونکو هېوادونو په اړه د امریکې سیاست او تګلارې په دې کتاب کې ښې درک کېدای شي.
د جان کري د دې سیاسي خاطرو په اهمیت او کیفیت د نړۍ مطرح رسنیو او د سیاسي چارو کارپوهانو خپل نظرونه ورکړي دي، لوستونکو ته یې د لوستلو سپارښتنه کړې، د سیاسي خاطرو د لیکلو سبک یې ستایلی او د امریکا د بهرني سیاست د یوه مجري له ادرسه یې د دې ډول خاطرو لیکل د امریکا له سیاستونو سره د اشنایۍ یوه مهمه او اسانه کتابي سرچینه بللې ده.
مینه وال کولای شي د دغه کتاب انګریزي بڼه چې تازه د کتاب بازار ته را رسېدلې په کابل کې له اکسوس او د ښار له نورو مشهورو کتابپلورنځیو ترلاسه کړي او په کندهار، مزار شریف، ننګرهار، خوست، پکتیا او هرات کې یې هم له مشهورو کتابپلورنځیو ترلاسه کولی شي.