هغه به مو اورېدلي وي چې پر پوښتنه باندې ځان پوهول، په اصل کې نیم ځواب پیدا کول او ویل دي. د یوه کار له تر سره کولو مخکې لومړی ځان پرې پوه کړئ، کله چې ښه پوه شوی، بیا کولای شی هغه کار سم تر سره هم کړی. د ډېرو معلوماتو پر مټ کولای شی چې غوره ټاکنه وکړی او لا ډېره پوهه تر لاسه کړی. د دې لپاره چې پوه شی په راتلونکي کې باید څه ډول شخص در څخه جوړ شي او خپلې موخې ته د رسېدو لپاره مو سمه لاره ټاکلې ده او که نه، شفافیت هغه چوکاټ دی چې د ځیرکانه ټاکنې لاره درته اسانوي او کولای شی چې خپلې پرېکړې عملي کړی.
د هندارې ازموینه، دا ستا لپاره غوره وسایل دي. خپلې راتلونکې ته وګوره او له ځانه وپوښته: هغه کوم کار دی چې په کولو سره یې نن زما شخصي او مسلکي ژوند د لویوالي او عظمت بلې مرحلې ته رسېږي؟ وروسته د دې کار په اړه فکر وکړه، د تر سره کولو لپاره یې غور وکړه او سرته یې ورسوه. اوس دا خبره ذهن ته وسپاره چې: د ورځنیو کوچنیو کارونو په غوره او سمه توګه تر سره کول، موږ غوره او ګټورو پایلو ته رسوي.