شنبه, جولای 25, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

غواړی شتمن شی او  شتمن پاتې شی؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

دسمبر 4, 2019
in لیکنې
0 0

د شتمن کېدو لپاره هر څوک خپلې تګلارې لري او هڅه کوي چې په یو ډول نه یو ډول شتمن شي. ځینې د چانس له لارې شتمن کيږي او ځینې نور بیا د سخت کار او زیار له کبله خپل ورځنی عواید لوړوي او شتمن کيږي. خو معمولاً شتمن کسان ځینې شریک عادتونه لري.

ولې ځینې کسان تر مرګه شتمن پاتې کيږي او ځینې نور بیا په یوه ګوله ډوډۍ پسې سرګردانه وي؟ دا هغه پوښتنه ده چې زموږ ټولو ذهنونه یې مغشوش کړي دي.

که غواړی چې بریالي شی، شتمن شی او شتمن پاتې شی، نو دغه موارد عملي کړئ.

لومړی: پر چانس تکیه مه کوئ!

د دې لپاره چې شتمن شی او شتمن پاتې شی، ډېر لږ پر چانس او بخت تکیه وکړئ. شتمن خلک پر دې باور دي، چې د ژوند لوری یې باید خپله وټاکي. څېړنو ثابته کړې چې ۹۰ سلنه خلک د خپلې بدبختۍ اصلي لامل خپل تندی  او بخت بولي، خو داسې نه ده. راتلونکې مو په خپل لاس کې ده څه ډول چې وغواړی برابرولی یې شی. دغه کسان د ښه، بریالي او ارام ژوند درلودلو لپاره د دې پر ځای چې خپلې پیسې پر زده کړو او تحصیل ولګوي، خپل بخت پرې ازمویي او بې ځایه یې لګوي. نو که غواړی شتمن شی او شتمن پاتې شی، پر زده کړو مو پانګونه وکړئ.

دویم: له دندې سره مو مینه وکړئ!

۸۵ سلنه هغه خلک چې په خپل کارو بار او مسلک کې بریالي دي، له خپلې دندې سره مینه لري. بر عکس هغه کسان چې له بې وزلۍ ځورېږي، له خپلې دندې بدې ورځې کوي او یوازې منفي اړخونه یې بیانوي. دوی له ځان سره وایي، هېڅ وخت به له دې دندې شتمن نه شم. که مو دنده خوښه نه وي، بدله یې کړئ، خو! له دندې مو بدې ورځې مه کوئ! که مو دنده بدلولای هم نه شی، هڅه وکړئ چې مثبت اړخونه یې بیان کړئ.

درېیم: روغتیا ته مو ارزښت ورکړئ!

شتمن کسان ډېر وخت خپلې روغتیا ته ځانګړی کوي. دوی په منظم ډول خپل ډاکټر ته مراجع کوي، د ژوند کولو سمه بڼه یې غوره کړې وي، د ورزش له ګټو خبر وي او د ښې روغتیا لپاره یې ورزش کوي. په زړه پورې خو دا ده چې ۷۶ سلنه شتمن خلک په اونۍ کې څلور ورځې ورزش کوي. متعادل غذایي رژیم لري او توانېدلي چې خپل بد عادتونه پرېږدي. خو ۱۳ سلنه نېستمن کسان په دې اند دي چې روغتیا او شتمني له یو بل سره اړیکه لري.

څلورم: ریسک (خطر) پر ځان ومنئ!

یوازې شپږ سلنه نېستمن کسان تیار دي چې د خپل مالي ژوند د ښه کولو لپاره پر ځان خطر ومني. په داسې حال کې چې په شتمنو کسانو کې د خطر منلو دغه کچه له پنځوس سلنې لوړه ده. ډېری شتمنو کسانو په ژوند کې داسې خطر پر ځان منلی چې ان د سترې ماتې لامل یې شوی او یا یې هم ماتې ته نږدې کړي دي. دوی د دې پر ځای چې ماتې ومني، حللارې یې ورته پیدا کړې دي او په بریالیتوب ترې را وتلي دي. په یاد به مو وي، که مو له خپلو تېروتنو درس واخیست او بیا بیا مو تکرار نه کړې، په اصل کې مو یوه لویه ماتې پر بریا بدله کړې ده.

پنځم: په ټلوېزیوني خپرونو پورې زړه مه تړئ!

هغه کسان چې خپلې شتمنۍ نه شي ساتلی او یا هم نه شي شتمن کېدای، دوی ۷۸ سلنه خپل ژوند پر هغو ټلوېزیوني خپرونو پورې تړلی دی، چې د نورو خلکو خصوصي ژوند پکې څېړل کيږي او یا هم هسې بوختوونکي سریالونه پکې خپرېږي. خو یوازې شپږ سلنه شتمن خلک خپل وخت په دې ډول پروګرامونو نه تېروي، کېدای شي په ټوله ورځ کې یو ساعت ټلوېزیون وګوري. دغه ډول د انټرنېټ په برخه کې هم. دوی په ټوله ورځ کې یو ځل مجازي نړۍ ته سر ورښکاره کوي او کېدای شي په ټوله ورځ کې یو ساعت انټرنېټ وکاروي، خو که یې کار پر انټرنېټ پورې تړلی وي، بیا یې دا د کار یوه برخه بلل کېدای شي.

شپږم: مطالعه وکړئ!

هغه کسان چې نن شتمن دي، مطالعه  یې د ژوند یوه برخه وه او لا هم ده. داستایفسکي وایي، د مطالعې نه کول په دې مانا دي، چې تاسو اصلاً فکر نه کوی. ۸۸ سلنه شتمن خلک له دې خبرې سره همغږي دي. دوی د ورځې نیم ساعت د خپل کار اړوند، فردي وړتیا، تاریخ او ادبیاتو په برخه کې مطالعه کوي. خو د کمو عوایدو لرونکي کسان یوازې ۲ سلنه یې دغه کار کوي. له نېستمن څخه زموږ موخه هغه کسان دي چې د عوایدو کچه یې ټیټه ده. ډېری کسان په کاپي اندازه عواید لري، خو کله چې خبره کتاب ته ورسېږي، بیا یې جېب خالي وي. هڅه وکړئ چې مطالعه خپل عادت وګرځوی.

اووم: سهار وختي پاڅېږئ!

تر نیمایي زیات هغه کسان چې نن سبا د ښه کار او کسب خاوندان دي، دری ساعته له نورو مخکې پاڅېږي. دوی خپل دغه دری ساعته وخت ورزش، د ورځنیو پروګرامونو په اړه فکر کولو او دندې ته د تلو لپاره ځان برابرولو ته ورکوي. بریالي خلک لږ تر لږه د ورځې له لسو تر پنځلسو دقیقو پورې وخت مراقبې ته ځانګړی کوي او په آرام ذهن فکر کوي.

د دوی سهار وختي پورته کېدل په دې مانا نه دي، چې خوب نه ورځي، بلکې ۸۹ سلنه شتمن خلک په کاپي اندازه خوب لري، د شپې نهه یا لس بجې ويده کيږي او د شپې اووه یا اته ساعته خوب کوي.

اتم: له منفي فکره خلکو لرې اوسئ!

وروستیو څېړنو ښودلې ده، ۹۶ سلنه هغه خلک چې کار و بار یې پرمختګ نه کوي، ضرور په څنګ کې داسې یو ملګری لري، چې له ژونده شکایت کوي او یا هم د شایعاتو له خپرولو سره مینه لري. خو بریالي خلک، بیا له داسې کسانو سره ملګرتیا کوي، چې تل مثبت فکر کوي او الهام بښوونکي وي. هڅه وکړئ چې د همدې ډول الهام بښوونکو او نوښتګرو ملګرو په لټه کې شی، بیا وګورئ چې ژوند مو څه ډول بدلون کوي.

بریالي کسان په اسانۍ نه دي بریالي شوي، بلکې له ډېر زیار او هڅې وروسته دې ځای ته رسېدلي دي.

په یاد به مو وي، مثبت فکر د دې پر ځای چې شرایط تاسو تر خپلې اغېزې لاندې راولي، تاسو به پر شرایطو واکمنوي.

نو مثبت فکر وکړئ!

بریالي اوسئ!

Share42Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
شنبه, جولای 25, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026

په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

جولای 24, 2026

انټونیو ګوټرېش: ډیپلوماسي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پای یوازینۍ لار ده

جولای 24, 2026

پاکستان کې؛ د موسمي بارانونو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In