لومړی اساسي قانون: له هغو عوایدو سره ځان بلد کړئ چې کار ورته کوی.
ډېری کسان یوازې په دې اړه فکر کوي، چې څه څنګه پیسې پیدا کړي. دوی پر دې نه پوهېږي چې د پیسو ګټل بېلابېلې بڼې لري، څو کار ورته وشي. د کلونو په اوږدو کې زه او مایک پر دې وپوهېدو چې عواید په دری ډوله دي.
– له دندې څخه تر لاسه شوي عواید: دا هغه پیسې دي چې په میاشتني ډول یې د منظم کار په پایله کې تر لاسه کوی. په دې ډول عوایدو ډېره مالیه هم راځي، نو ډېره سخته ده چې وکولای شی له دې لارې شتمن شی.
– له پانګې څخه د تر لاسه شوې ګټې عواید: دغه ډول ډېره ګټه کله د قېمت لرونکو پاڼو (چک)، ونډې او یا هم ګډو صندقونو په شکل راځي.
– له جایدادونو څخه تر لاسه شوي عواید: دغه ډول عواید د پخوانیو جایدادونو او نورو توکو د پلور په پایله کې تر لاسه کېږي. پر دې پیسو باندې ډېره لږه مالیه راځي، خو ګټه یې بیا ډېره وي. د شتمنۍ لپاره دا تر ټولو ښه او اسانه لار ده. شتمن پلار به مې ویل، که غواړې شتمن شې، نو له شتمنۍ څخه پر لاسته راتلونکو عوایدو باندې تمرکز وکړه.
دویم اساسي قانون: معمولي عواید مو له شتمنۍ څخه پر لاسته راغلو عوایدو بدل کړئ
ډېری کسان خپل ژوند پر معمولي عوایدو باندې پیلوي لکه یو کار کوونکی. د عواید درک او له شتمنۍ څخه پر راغلو عواید باندې د معمولي عوایدو بدلون، شتمنۍ ته غځېدلې لار ده. داسې چې د امکان تر بریده ګټوره وي.
درېیم اساسي قانون: پانګوال یا شتمن وي یا پوروړي
لکه څه ډول مو چې مخکې وویل، ډېری خلک فکر کوي، چې پانګونه یو له خطره ډک کار دی. خو په اصل کې دا خپله پانګوال دی چې خطرناک وي. پانګوال یا شتمن وي او یا هم پوروړی.
څلورم اساسي قانون: تیار اوسئ
ډېری کسان هڅه کوي چې د وخت او پېښې وړاندوینه وکړي. خو یو رښتینی او اصلي پانګوال په هر ډول شرایطو کې خپل کار ته دوام ورکوي. پلار به مې ویل: «که په اضافه زده کړو، تجربې او یا هم پیسو باندې نه وې سمبال شوی، نو ښه فرصتونه هم له لاسه ورکولای شې». شتمن پلار به مې ویل، مهمه دا نه ده چې ته د پېښو وړاندوینه وکړای شي، بلکې مهمه دا ده چې پر هغه څه تمرکز وکړې چې غواړې یې. د کېدونکو پېښو په اړه دې حواس راټول کړه او له فرصت څخه ګټه واخله. دغه کار هغه وخت کولای شې چې مالي پوهه ولرې.
پنځم اساسي قانون: ښې معاملې له ګټو ډکې وي
د یوه نوي او تازه کار پانګوال په توګه زما اندېښنه دا ده چې له یوې معاملې سره د مخکېدو پر وخت څه ډول خپله پانګه ډېره کړم. شتمن پلار به مې ویل، دنده مې باید دا وي چې اصلي تمرکز باید پر مخکې پرتو فرصتونو باندې وکړم، څو ښه ورته اماده او تیار وم.
مطلب یې دا و چې بیا د پیسو ګټل اسانه دي، اصلي خبره د فرصت پیدا کول او له فرصت څخه سمه ګټه اخیستل دي، داسې چې پیسې جوړوونکي وي. همدې لامل ته په کتو، خلک ډېر په دې هڅه کې وي چې خپلې پیسې یوه ښه پانګوال ته ورکړي.
شپږم اساسي قانون: کله چې یو ښه پانګوال شوی، د ګټې او زیان ارزولو څرنګوالی زده کړئ
شتمن پلار مې یو مثال ورکړ ویل یې، فرض کړه یو خپلوان دې د برګرو خرڅولو هټۍ جوړوي.
«که دې وراره وغواړي چې د برګر جوړولو او خرڅولو دوکان جوړ کړي او ۲۵۰۰ ډالرو ته اړتیا ولري. ستا په اند پانګونه یې ښه ده، پیسې ورکوې؟»
ځواب مې ورکړ: «نه! د دې لږې ګټې لپاره دومره پیسې ورکول لوی خطر (ریسک) دی.»
ډېر ښه: «که اوس و وایم چې دې کس پنځلس کاله د ځنځیري مغازو لپاره کار کړی دی او په خپله دنده کې ښه بریالی هم و. اوس غواړي خپل کارو بار پیل کړي او خپلواک اوسي، د ځان لپاره یوه ځنځیري مغازه پرانیزي، نو څنګه حاضر یې ۲۵۰۰ ډالر ورکړې؟»
ځواب مې ورکړ: «هو؛ ځکه دا کار ما ته ډېره ګټه رسوي.»
د پانګونې پر قوانینو باندې مسلط کېدل او په دې برخه کې د زده کړو لټه ډېر وخت ته اړتیا لري. خو دغه اصول تاسو ته دا در زده کوي، چې څه ډول کارو بار پیل کړی. دا چې تر کومه ځایه پورې رسېدلی شی، په تاسو پورې اړه لري.