پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه لیکنې

بیل ګېټس څنګه د رهبرۍ پر اسطوره بدل شو؟

ژباړه: امان الله «حنیفي»

دسمبر 10, 2019
in لیکنې
0 0

دا پوښتنه چې ایا رهبري یوه ذاتي وړتیا ده او که کسبي، له څو لسیزو را پدېخوا بې ځوابه پاتې شوې ده او هر کله چې یو نوی رهبر د عمل میدان ته راځي، همدا پوښتنه بیا د خلکو په خولو ښکته پورته کېږي. د بیل ګېټس را څرګندېدل دوباره د دې پوښتنې د پوښتلو لامل شول. هېڅوک نه شي کولای چې په قطعي ډول ووايي چې هغه ان له اوله دنیا ته رهبر راغلی و، خو دې هغه عمل او کار دا ښيي چې څنګه هغه د نړۍ د سوداګرو په منځ کې د ښې رهبرۍ پر اسطوره بدل شو. هماغسې لکه چې د یو خوراک د برابرولو لپاره څو شیانو ته ضرورت وي، څو یې خوند ښه برابر شي، هماغسې د یو ښه رهبر پاتې کېدو لپاره هم ځینو ځانګړو وړتیاوو ته اړتیا شته چې بیا همدا ځانګړې وړتیاوې د هغه د ښه ځلېدو لامل کېږي.  بیل ګېټس هم له دې ډلې استثنا نه دی. هغه د نړۍ په سطحه له شتمنو او پېژندل شو کسانو څخه دی. هغه د ټولې امریکا په سطحه څو جایزې ګټلې دي.  ګېټس په امریکا کې خلک د یو ښه ملګري په حیث پېژني او د هغه په اړه هېڅ بد نظر نه لري. موږ په همدې مقاله کې د هغه ځینې هغه ځانګړنې لولو، چې هغه یې  د رهبرۍ پر اسطوره بد کړ:

۱ـ د خپلو موخو تعقیبول

ګېټس له کمپیوټر سره لېونۍ مینه لرله او خپل ډېر وخت به یې د پروګرامونو په لیکلو تېراوه. که څه هم هغه یو تکړه او لایق زده کوونکی نه و، خو پر دې پوه و چې د هغه څه تعقیبول چې دی ورسره مینه لري، ډېر مهم دي. د ګېټس همدا پرېکړه د کمپیوټر په نړۍ کې د بې ساریو پرمختګونو لامل شوه. له کمپیوټر سره د هغه زیاته مینه د مایکروسافټ شرکت د رامنځ ته کېدو سبب شوه.

که غواړی چې یو کار سر ته ورسوی، له دې چې ایا رښتیا مو هغه کار خوښېږي، په دې اړه ځان ښه باوري کړئ. په هغه شرکت او سازمان کې چې ستاسې نه خوښېږي، هېڅکله د کار کولو زړه مه ښه کوئ. د یو رهبر په حیث نورو ته د پو پلان، ستراتیژۍ او انګېزې ورکول، چې په تاسې کې کوم شور او هیاجان را منځ ته نه کړي، رښتیا چې په داسې یو چاپېریال کې کار کول ستاسې لپاره ډېر سخت دي. که یوازې  د پیسو په خاطر کار کوی، دا قضیه بالاخره ستاسې په کړنو او چارچلند کې خپل اغېز ښکاره کوي. هرکله چې هغه کار کوی چې تاسې له زړه ورسره مینه لری، هر ورځ به ترې خوند اخلی، په ښه طبیعت به کارځای ته ځی او ورځ تر بلې به خپلو ټاکلو موخو ته نږدې کېږی.

۲- له کاره نه ستړي کېدل

ګېټس پوهېده چې بریا په یوه شپه نه تر لاسه کېږي، هغه باوري و چې موخې او بریا ته رسېدل د کار تر پای ته رسولو وروسته لاسته راځي. د هغه د لاسته راوړلو لپاره باید ډېر کار وشي او ډېر ژر د پایلې تمه ونه شي. ګېټس د هغې مینې او علاقې له مخې چې له خپل کار سره یې درلوده، کلونه کلونه په خپل کور کې د (کودونو) او (پروګرامونو) پر رامنځ ته کولو تېر کړل او بالاخره هغه لاره یې پیدا کړه چې له مخې یې ټوله نړۍ سره وتړل شوه. دې کارونو له هغه څخه ډېر وخت ونیو.

یو رښتینی رهبر خپله د عمل ساحې ته راکوزېږي او خپلې مټې بډ وهي؛ ځکه هغه پوهېږي چې یوازې په سر کې د ښو ایډیاوو لرل بسنه نه کوي، پر هغوی باید کار وشي. یو رښتینی رهبر تل هڅه کوي چې ایډیاوې یې پر ښې پایلې لاسته راوړونکي کار بدلې شي. ګېټس له هغې وروسته چې مایکروسافټ بریالی شو، شپه او ورځ یې هڅه کوله چې د خپلو مخاطبانو اړتیاوې درک کړي او هڅه یې کوله څو داسې تولیدات بازار ته وړاندې کړي، چې د زده کړې او سوداګرۍ په برخه کې د خلکو ستونزې هوارې کړای شي.

۳- پرله پسې هڅه او پرمختګ

ګېټس په هېڅ عنوان هغه کس نه دی چې نننۍ تر لاسه شوې بریا دې په اسانۍ ومني. هغه خپله وايي: «د بریاوو لاسته راوړلو لپاره د جشن نیول ډېر مهم دي؛ خو له هغه مهم بیا له ماتې خوړلو درس اخیستل دی». ګېټس نور ته وايي: «ستاسې ناخوښ مشتریان، ستاسې لپاره د زده کړې تر ټولو ښه ماخذونه دي».

بیل ګېټس په هېڅ صورت دا اجازه چا ته نه ورکوله چې د مایکروسافټ کاري ټیم د له سستو او ټنبلو کسان ډک شي، حتی تر هغه یې هم دا غوښتنه ژوندۍ وه چې شرکت یې د بازار تر ټولو ډېرې ګټې لاسته راوړونکی هم شو.

یو رهبر باید ساکن او بې هڅې او تلاشه نه وي، بلکې خوځنده او پلټونکی وي. ګېټس د رهبرۍ پر اسطوره بدل شو، ځکه هر وخت یې هڅه کړې چې د ودې او پرمختګ په حال کې پاتې شي. هغه پوهېده چې نړې هره ورځ د بدلون په حال کې ده او جوخت ورسره د خلکو اړتیاوې او غوښتنې هم تر ډېره بدلون کوي. هغه پوهېده چې مایکروسافټ باید د خپل پوزېشن د ساتلو لپاره هر وخت د بدلون او نوښت په هڅه کې وي.

هماغسې چې ګېټس وايي: «ما هر وخت هغه تغیرات چې په راتلونکو دوو کلونو کې پېښېدل، حد اکثر نیولي او هغه تغیرات چې په راتلونکو لسو کلونو کې راتلل، هغه مې حد اقل نیولي دي. هېڅکله ځان ته دا اجازه مه ورکوئ چې د خپلو کارونو تر فشار لاندې راشی».

۴- له نورو سره مرسته

یو رښتینی رهبر له نورو سره مرسته کول، هغوی ته سمه لار ښودل، د هغوی اړتیاوې پوره کول او د ژوند د ډېرو اړخونو په اړه د هغوی پوهول خپله دنده بولي.

ګېټس هر وخت د بشردوستانه کړنو په مقابل کې خپلې پیسې او وخت قرباني کړي دي او د دې قربانۍ ورکولو په بدل کې به ډېر خوشالېده. هغه له دې چې له نورو سره مرسته وکړي، هغوی ته سمه لار وښيي، څو د راتلونکي لپاره ښه رهبران وروزي، له دې به یې ډېر خوند اخیست.

د ګېټس او مېرمنې خیریه بنسټ یې په نړۍ کې د ماشومانو او نورو اړو خلکو د اړتیاوو پوره کولو په موخه، په میلیاردونو ډالر لګولي دي. کېدای شي له همدې ځانګړنې د ګېټس د شخصیت په اړه خپله قضاوت وکړی.

Share5Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

مارچ 12, 2026

رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

مارچ 12, 2026

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

مارچ 12, 2026

سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In