له هغو کسانو پرته چې شتمني او جایدادونه په میراث ورته پاتې دي، د ټولنې خلک په دوو برخو وېشل کېږي.
یوه ډله یې هغه کسان دي چې له سختو سختیو وروسته بریا ته رسېږي او ورځ تر بلې یې د عوایدو کچه لوړېږي او بله ډله یې بیا هغه کسان دي چې عادي او معمولي ژوند لري او د بد اقتصادي وضعیت، وزګارتیا او شخصي ستونزو له کبله ورته دا معمولي ژوند هم نه پاتې کېږي او ورځ تر بلې نېستمن کېږي.
خو څه شي د دې دواړو ډلو تر منځ دغه توپیر رامنځ ته کړی دی؟
که دې پوښتنې ته ډېر اسانه او ساده ځواب ورکړو، ویلای شو چې هر څه خپله د خلکو د تفکر زېږنده دي او د دوی له فکره پیلېږي. په اصل کې زموږ د تفکر بڼه زموږ د شخصیت ښکارندویي کوي او زموږ مسیر ټاکي، چې بیا وروسته زموږ د تفکر دغه بڼه زموږ د کړنو لامل کېږي. دغه څه بیا د دې ښکارندویي کوي چې موږ دې د ټولنې شتمن که نېستمن وګړي اوسو.
لومړی درس: معمولي کسان له ټلویزیون الګو اخلي او شتمن بیا له کتاب څخه!
شتمن کس باید جوړ شي. تاسو باید لومړی خپل تفکر پراخ کړئ. ستاسو نړۍ باید پراخه وي، نه محدوده. ځینې کسان پر ټلویزیون روږدي شوي وي، په داسې حال کې چې پر ځان خبر هم نه وي.
د معمولي کسانو په کور کې تل ټلویزیون روښانه وي. دوی شپه او وروځ د هغه څه تر اغېز لاندې وي چې پر ټلویزیون خپرېږي، لکه خبرونه، فلمونه، سریالونه او داسې نور. خو شتمن کسان دغه تېروتنه نه کوي. دوی د دې ډول زهري خپرونو پر ځای کتاب ته مخه کوي. یو شتمن کس پر دې ښه پوهېږي چې اصلي قدرت په علم او پوهه کې دی. نو له همدې کبله مطالعې ته مخه کوي او خپله پوهه او وړتیا لوړوي. تاسو هم کولای شی دغه کار پیل کړی. که د کتاب لوستل درته سخت وي، نو کولای شی چې په وېب پاڼو کې د ګټورو کتابونو خلاصه ولولی.
دویم: معمولي کسان تنخوا اخلي، خو شتمن کسان تنخوا ورکوي!
موږ ټول له ډېرې ټیټې کچې کار پیلوو، په رسټورانټ کې کار کوو، په شرکت کې او یا هم په دولتي اداره کې. دا هېڅ بده خبره نه ده. خو اصلي ستونزه هغه وخت رامنځ ته کېږي چې موږ د خپلو عوایدو لپاره یو محدودیت وټاکو.
دغه څه هغه وخت پېښېږي چې تاسو د یوه کار کوونکي په توګه د ځان لپاره د یوې دایمي دندې غوښتونکي شی. کله چې تاسو د یوې ادارې او یوه شرکت کار کوونکي شوی، بیا نو ښکاره خبره ده چې معلومه تنخوا به اخلی. خپلې شاوخوا ته مو وګورئ، داسې کوم شتمن وینی چې د ټاکلې تنخوا اخیستو پر مټ شتمن شوی وي؟
تر څنګ یې د شرکتو مشرانو او نورو کار پنځوونکو ته وګورئ، دوی په خپلو عوایدو کې هېڅ محدودیت نه لري. دوی تاسو ګوماري څو د یوې ټاکلې تنخوا په بدل کې هغوی ته ډېرې پیسې وګټی.
لازمه نه ده چې تاسو دې هم ټول عمر یو کار کوونکی پاتې شی، خو په دې شرط چې قوانین سم زده کړی. کولای شی په دې برخه کې د رابرټ کیو ساکي له درسونو څخه ګټه واخلی، چې موږ دلته درته خلاصه کړي دي.
درېیم درس: معمولي کسان نور ګرم ګڼي او شتمن بیا خپل ځان!
که مو فکر کړی وي، معمولي کسان همدا چې سهار له خوبه پورته شي، په ټکسي، ملي بس، کارځای او چېرته چې وي له دولت او حالاتو شکایت کوي. دوی په ژوند کې د ټولو ناخوالو لامل دولت بولي. خو په اصل کې داسې نه ده. که همداسې وای، بیا نو دا شتمن کسان له کومه شول؟
اصلي ستونزه په مسوولیت نه منلو کې ده. معمولي کسان ستونزې د نورو پر اوږه ور اچوي، څو خپلې اوږې سپکې کړي. خو شتمن کسان یوازې ځان ګرم بولي. دوی په هماغه لومړي سر کې ټولې ستونزې د ځان بولي او د حل لپاره یې مټې بډ وهي.
څلورم درس: معمولي کسان پیسې سپموي، خو شتمن پانګونه ور باندې کوي
هغه کسان چې په ټیټه کچه عواید لري، هڅه کوي چې د همدې لږو عوایدو یوه برخه سپما کړي. دوی له تفریح تېرېږي، ښې جامې نه اغوندي، ښو رسټورانټونو ته نه ځي څو وکولای شي د کال په پای کې یې یو څو افغانۍ سپما کړې وي. که تاسو هم له دې ډلې کسانو یاست، ایا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی چې ولې نه شتمنېږی؟
که د میاشتې پنځه زره افغانۍ سپما کړی، د کال په پای کې به ۶۰۰۰۰ افغانۍ ولری. که ۱۶ کاله دغه ډول سپما وکړی، ټولې سپما شوې پیسې به مو ۹۶۰۰۰۰ وي، خو هغه وخت به یې دری چنده خپل ارزښت بایللی وي. شتمن کسان د سپما پر ځای پر خپلو پیسو پانګونه کوي. دوی د خپلې یوې افغانۍ لپاره هم پلان لري، چې څه ډول ور باندې پانګونه وکړي. څه ډول چې د معمولي کسانو پیسې په بانکونو کې ویدې دي، برعکس د شتمنو کسانو هره افغانۍ بله افغانۍ زیږوي او زیاتېږي.
پنځم درس: د عادي وګړو هر څه زده وي، خو شتمن کسان هر څه زده کوي
که دا ځل په ټکسي، بس او یا هم کوم مجلس کې کېناستی، نو خبرو ته ښه دقت وکړئ. عادي وګړي په یوه ساعت کې د لسو بېلابېلو تخصصي موضوعاتو په اړه نظر ورکوي او داسې ښکاره کوي چې ګواکې پر هر څه باندې پوهېږي. دوی د هېواد د اقتصادي وضعیت، امنیتي وضعیت، سولې، کورني او بهرني سیاست او نورو ډېرو شیانو په اړه په ډاډه زړه نظرونه ورکوي او داسې ښکاري چې د دې برخې متخصص او شنونکی دی. ځینې یې د اقتصادي مسایلو په اړه داسې نظر ورکوي ته به وایې «وارن بافت» دی. په داسې حال کې چې په دې برخه کې به یې لوی کار د کلي له دوکان څخه د یوه کوچني شي اخیستل وي. خو شتمن کسان بیا داسې نه دي. دوی ډېر ښه غوږ ږدي او هڅه کوي چې یو څه زده کړي.
لوی خلک هېڅکله داسې نه وایي چې زه پوهېږم. دوی خپل نظر پر چا نه تحمیلوي. دوی د نظر څرګندولو پر ځای پر اورېدو او زده کولو تمرکز کوي.
شپږم درس: عادي او معمولي کسان فکر کوي چې شتمن غله دي، خو شتمن بیا په دې اند دي چې نېستمني د ټولو ستونزو اصلي ریښه ده
تاسو به هم ډېر اورېدلي وي، هغه کسان چې ښې پیسې پیدا کوي، خلک ورته وایي دا غل دی. یا وایي هېڅوک له حلالې لارې څخه نه شي شتمن کېدای. دا تر ټولو لوی دروغ دي چې عادي وګړي یې وایي.
خو ولې؟
ځکه دوی نه دي توانېدلي چې بریالي شي. اوس غواړي خپله ناتواني د نورو پر غاړه ور واچوي. دا به مو اورېدلي وي چې نیستمني د ستونزو ریښه ده. که یې نه منی وګورئ په ښار، بازار او کلي کې؛ غلا، د نشه یي توکو قاچاق، قتل او نور په هغه سیمو کې کېږي چې بې وزلي پکې حاکمه ده. خو هوښیار خلک پوهېږي چې له دې ستونزو څخه د خلاصون یوازینۍ لار دا ده چې هڅه وکړي شتمن شي او د خپلو مټو او فکر په زور له یوې مناسبې او حلالې لارې پیسې وګټي.