د آزادو ملتونو نیول او د هغوی پر ارزښتونو د تاړاک بحث د نن خبره نه، بلکې له یوه لرې پرون څخه را پیل شوی داسې کرغېړن فکر دی چې د بڼې، شعارونو، تکتیکي کردارونو او عاطفي زماني بحثونو په دوام کې یې تل خپل ناروا اهداف پاللي، د انسان کرامت، امنیت او پايښت یې له ګواښ سره مخ کړی او په ټوله کې بشري نړۍ او د انسانانو ګډ تمدني ماضي یې له دربدریو، ساندو، کړیکو او ماتمونو ډکې راتلونکې ته په میراث پرېښې.
دغه شریر ځواکونه چې د هرې زمانې، تاریخ او د انساني نړۍ په یوه برخه کې واقع شوي، لکه پر ګران وطن افغانستان د تزاري روسانو پرونی او د امریکایانو اوسنی یرغل، نو د خپلو شومو، شیطاني او ناوړو موخو د سم ښودلو لپاره یې عجیب او غریب نومونه، عنوانونه او دلایل تراشلي دي.
د بېلګې په توګه، د یرغلګرو اروپایانو ټولیز مهاجرتي کوچېدنه نوی کشف شوی امریکا ته او هلته د استثماري پالیسۍ له مخې، د بومي سور پوستکو امریکایانو د وطن اشغال، د ځمکو غصب، د هغوی د نسلي پاکونې هڅې چې پایله یې نن د اروپایي کلتور پر بنسټونو د یوې ستر جغرافیې پردۍ کېدل دي.
دغه نیواکګر اروپایي الاصله امریکایان چې وتوانېدل د امریکایي براعظم اصلي وګړي سور پوستکي د وژلو، ربړولو او شړلو پر تهذیبونو ختم او پر یو میلیون لږکۍ واړوي، نو د دې ټولو بدمرغیو او جینوسایډۍ کړنو د توجیه لپاره یې امریکا بې وګړو جنت بللې، د خپل ځان د حق ښودلو په توګه یې بومي سور پوستکي امریکایان وحشیان، بې فرهنګه او حیواني موجودات یاد کړي.
د دې تر څنګ، د فرنګي انګریز استعماري امپریالېزم یرغل د هند براعظمګی او هلته د مغولي واکمنیو نړول، استثماري سیاستونو پلي کول، د هندي ملت د شتمنیو چور، پر هغوی د ملا ماتوونکو مالیو وضعه، د هند له انساني ځواک څخه په خپلو خطرناکو جګړو کې د بې نومو او بي هویتو وړیا عسکرو په توګه ګټه اخیستل او د دې ټولو ناکردو د پټولو او سم بللو په برخه کې ډېر انګلیسي اسناد ښیي، چې دوی داسې هېڅ څه هم نه دي کړي، بلکې دوی هند ته د خپلو اخلاقي مسوولیتونو د سرته رسولو، له هندیانو سره کور، کالي، ډوډۍ او دفاع په لار کې د بشري همکاریو لپاره تللي وو.
په نږدې تاریخ کې د دې ملموسې کړنې ښې بېلګې مسلمان عراق او ګران افغانستان هم دي.
امریکا پر عراق او افغانستان د برید لپاره چې اخلاقي جواز پیدا کړي او بیا وشي کولای د برید پر مهال خپل ملت، متحدین او نړۍ له ذهني پلوه دې جګړې ته چمتو کړي، یو لړ داسي له درواغو او افتراه ډک سیاسي او استخباراتي تماشه رامنځ ته کړه چې ویی کولای شوای نیمه نړۍ تر خپل څنګ ودروي.
د بېلګې په ډول، دا چې عراق لویې ګواښوونکې وسلې لري او دا دروغ یې دومره وشاربل او ویې پړسول چې پر امریکا او اروپا سربېره، ډېرو اسلامي ـ عربي هېوادونو لکه د خلیج شورا یې له ځان سره د خپل مسلمان او عربي ورور عراقي ملت پر وړاندې ودروله، له دې وروسته د دروغو د لا پخولو او سوچه ښوولو لپاره د امریکا څارګرې ادارې سي ای اې په دې اړوند له پروپاګنده ډک راپورونه خپاره کړل او د امریکا د دفاع وزیر کولن پاول خو د دروغو دغه دوسیه د ملګرو ملتونو تر تالاره هم مخکې یوړه.
مګر په اخر کې ثابته څه چې خپله امریکایانو ومنله چې په عراق کې نه کیمیاوي وسلې وې او نه عراق چا ته ګواښ و؛ بلکې دا ټوله لوبه چې په پایله کې یو پرامنه، پر ځان بسیا، متحد، له نړیوالې ټولنې سره همکار او ځواب ویونکی عراق او دولت یې مات کړل، دې دوو موخو لپاره دا هرڅه وشول چې یو یې د عراق د تېلو پر زېرمو او چاڼځایونو د امریکا ولکه ټینګهول وو او بل د اسراییلو د امنیت او د صهیونیستي امپریالېستي طرحو پر وړاندې د صدام په مشرتابه، د عربي ـ اسلامي عراق خنډ اوسېدل، د یوه نظام او پر ځان متکي ملت په توګه وو.
پر ګران وطن افغانستان د امریکا بې شرمانه، له استکبار، جنایت او وحشته ډک یرغل چې اصلي ریښه یې د امریکایي اسنادو پر بنسټ، تر سړې جګړې مخکې د اروپایي نظم او امریکایي ګټو پر غرض ګرځي، هم په تاریخ کې د امریکا او نورو یرغلګرو زبرځواکونو د هغو ناوړه سیاستونو یوه برخه ده چې هېڅکله د زور او زر په مټ روانه پروپاګندهیې د کرغېړنو او غلطو موخو له بدرنګوالي څخه نه شي کمولای.
د بېلګې په توګه، د امریکایي ډالرو پر زور چلېدونکو رسنیو او د هغوی اجیر شوي او تطمیع شوي کرایي ملاتړو د امریکا له اشغالګرانه شتون څخه ډک وجود ته نږدې دوې لسیزې په خپل ټول توان سره هڅه وکړه، چې د طالبانو او افغان ملت دا داعیه یو کمزوری او له ځانه جوړ کړی قرائت وښیي چې امریکا افغانستان ته د یوه ناروا یرغلګر په توګه نه؛ بلکې له یو اخلاقی حیثیت سره د افغانستان د ودانولو، په افغانستان کې د یوه افغاني نظام د ملاتړ او په ټوله کې پر ځان بسیا افغانستان د جوړونې لپاره راغلې؛ خو له طالبانو سره د امریکا پرله پسې مذاکراتو او په یوه له مستنداتو ډک ګام کې د واشنګټن پوسټ هغه افشاګري ده چې ښیي امریکایي جنرالانو څنګه ماتې وخوړه، د ماتې دلایل یې څه وو او د امریکا موخې په افغانستان کې دې څه سبب شوې، څو دری امریکایي ولسمشران خپل ملت ته د خپل تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې اړوند درواغ ووایي، د هغوی شعور ته سپکاوی وکړي او په خپلو دغسې بې مانا او بې مسوولیته کړنو سره د نړۍ نظم او سکون ته بې کچې زیان ورسوي.
د واشنګټن پوسټ دغو تاریخي اعترافونو څرګنده کړه چې له ټولو بمونو، ټانګونو، ربړونو، ځورونو او وحشتونو سره سره امریکا نن دا حقیقت درک کړی چې په جګړه کې یې ماتې خوړلې، وجود یې هېڅ اخلاقي جواز نه لري او دا ماتې خوړل تاریخ ته د ماتې خوړو په مانا دي.
د دې ټولو وحشتونو مسووله ځکه امریکا ګڼو چې تل ظالمانو د مبارزې بېلګې ټاکلې دي، نه مظلومانو. ځکه مظلوم خو یوازې له خپل ځان څخه چې آزادي او د خپل ملت کرامت دی، دفاع کړې؛ نه د نورو ملتونو پر حیثیت او وقار یرغل.
هغه څه چې د دغو اعترافونو د دوام او دا چې وښیي د طالبانو په مشرۍ روان مقاومت مشروع، د افغان ملت ملي داعیه او په ټوله کې طالبانو تېرې دوې لسیزې مبارزه واقعاً هم د آزادۍ جګړه ده، د واشنګټن پوسټ له لوري د ۲۰۰۰ پاڼو اسنادو پر دوام د امریکایي لوړپوړو پخوانیو چارواکو او د افغان ـ امریکا جګړې په جریان کې د ښکېلو عسکرو بوږنوونکي او تاریخي اعترافونه دي.
د بېلګي په توګه، په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په خپله تازه مقاله کې لیکلي: «افغانستان امریکا ته دویم ویتنام شو، زموږ بې سارې مرستې یوازې فساد رامنځ ته کړ او غوښتنه یې کړې چې ژر تر ژره باید مونږ خپل سرتېري را وباسو».
همدارنګه د افغانستان د چارو مشهور امریکايي څېړونکی او لیکوال یریک مارګولیس، د ډسمبر په ۱۴مه لیکي: «په ۲۰۰۱ ز کال کې د افغانستان د اشغال په جریان کې زه هلته وم. هله د استکباري او متکبرې امریکا جهالت او وحشت د یوه ستر درانده نظامي قوت تر شا پټ و. ما هلته هم دا باور لاره چي پر افغانستان باندې حمله د سپټمبر د یوولسمې د حملو په انتقام کې کېدله. امریکا ادعا کوله چي د اسامه بن لادن تروریستي کمپونه په افغانستان کې دي. دا ټول درواغ او فریب وو؛ ځکه د سپټمبر د یوولسمې حملې په افغانستان کي نه وې پلان شوې».
ښاغلی مارګولیس لیکي، طالبان تروریستان نه وو. هغوی په سپکو وسلو سمبال قبایلي جنګیالي وو، چي د امریکا په ملاتړ د افغان غلو، قاچاقبرانو او د افغان کمونیستي استخباراتو پر ضد جنګېدل.
د امریکا په زور د کابل نصب شوی رژيم د سي ای اې څو تر وخت تېر جاسوسان، وحشي جنګسالاران، د مخدره موادو څو مشهور قاچاقبران او څو بګېل کمونیستان دي. امریکا په دې څو کلونو کې د جنایتکارو او مزدورو وارلاډانو د استخدام لپاره په میلیاردونو ډالر ولګول. په افغانستان کې د جنګي جنایاتو او جرایمو تر ټولو ستر مجرمین د متحده ایالاتو کلک او پاخه یاران دي.
دغه ډول تاریخي اعترافات او واقعیتونه ښیي چې تاریخ به د هغو خلکو څېرې بربنډې او لوڅې کړي چې د یرغلګرو قوتونو ملاتړ یې کاوه، خپل هېواد یې د غلامۍ په ځنځير وتاړه او د یوه آزاد ملت د ورکولو لپاره یې هر ډول سپکه معامله وکړله.
هغوی چې د امریکا په وجود کې له هېڅ څخه نن رهبرۍ ته رسېدلي، فرعوني واک یې په اختیار کې دی او په پیخرو د ناروا ثروت څښتنان ګرځېدلي دي، شاید د موجوده واقعیتونو درک ورته د تاریخ د بل هر غولېدلي، ځانچاري او بلواکي واکمن په توګه د منلو نه وي؛ ولې دا هرڅه رښتیا دي. تاریخ خپل قضاوت همدا نن لیکلی، د ولس لاره امن او خپلواکي ده او په ټوله کې نړۍ او د یرغلګرو هېوادونو ملتونو د افغانانو ولسي داعیه د بهرنیانو ناروا شتون او د همدې کرغېړن وجود پای ته رسول منلي.