څه موده وړاندې په قطر کې د افغان سولې په اړه د طالبانو او امریکايي پلاوي تر منځ خبرې د امریکا د جمهور رییس له ټویټ څخه وروسته درول شوې وې. هغه مهال د ډېرو سیاسي شننونکو نظر دا و چې د خبرو درول د هېچا په ګټه نه دي او شاید د سولې په باب دا خبرې بېرته پیل شي. د ټرمپ له ټویټ وروسته په سوله کې ښکېلو لوریو هم د سولې په تړاو د یو بل په مخالفت کې له منفي تبلیغاتو ډډه وکړه. له دې هم داسې مالومېده چې امریکایان نه غواړي دا پروسه له بېخه تخریب کړي. دا هم یو دلیل و چې ښکارېده شاید خبرې بېرته پیل شي.
بالاخر څه موده وړاندې افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ د ناڅاپي راتګ پر مهال هغه دا خبره په ډاګه کړه چې دوی به بیا له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي. همداسې وشول، امریکایي پلاوي او مرکچي زلمي خلیلزاد له دغه اعلانه وروسته بیا افغاستان ته سفر وکړ او د دغه سفر پر مهال یې د سولې د پروسې د بیا پیل لپاره د افغان دولت مشرتابه، اپوزیسیون او ځینې نورو سیاسي او ملي څېرو سره لیدنې وکړې. په دې لیدنه کې خلیلزاد د ټولو لوریو مشورې واخیستې او د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره قطر ته ولاړ. طالبانو هم د ډسمبر په اوومه وویل چې له خلیلزاد سره د سولې خبرې له هماغه ځایه پیل شوې په کوم ځای کې چې درېدلې وې.
د سولې نوی پړاو او افغان حکومت
لومړی مهمه خبره دا ده چې د سولې په تړاو د افغان حکومت پر نه چمتووالي ټولو افغانانو ته اندېښنې راپیدا کړې دي. افغان حکومت د سولې د خبرو له پیله تر اوسه په دې ونه توانید چې یو داسې افغان شموله او ملي ټیم جوړ کړي چې د دولت او ولس لخوا د سولې استازيتوب وکړای شي. په چین کې چې د سولې د کنفرانس خبره پیل شوه، خلکو ته هغه مهال باورمندي پیدا شوه چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ شاید خبرې پیل شي، کله چې د دواړو لوریو لخوا د ګډونوالو لېست ومنل شو، ولسمشر غني د لېست له نهایي کېدو وروسته د چین سفیر ارګ ته ور وغوښت او د لېست د بدلولو ټینګار یې وکړ. بالاخر یې په لېست کې داسې خلک اضافه کړل چې هغوی له ډېره وخته د سولې د مخالفت ممبرونه دي. دا طالبانو ته په دې مانا وه چې اصلاً ولسمشر غني نه غواړي چې دا خبرې نتیجه ولري، له همدې امله یې د دولت جوړ کړی لېست رد کړ. په همدغه کنفرانس کې د ولسمشر غني په غوښتنه پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې خبرو کې له ګډونه ډډه وکړه.
د افغان دولت تر ټولو لوی مشکل دا دی چې د سولې پروسې سره هم د یوې خشکې دولتي دندې په شکل تعامل کوي، خو په حقیقیت کې د سولې خبرې یوه ملي پروسه ده او باید د یوې ملي دندې په حیث ورسره تعامل وشي.
د سولې نوی پړاو د امریکایانو اراده
د روانو خبرو بل مهم ټکی د سولې په اړه د امریکا سیاسی اراده ده. له ډېرې مودې راهیسې امریکایي شننونکي، پالیسی جوړوونکي او امنیتي ارګانونه په دې نظر دي چې د افغانستان بحران نظامي حل نه لري، ځکه چې په جګړه کې هم د دوی تاوان دی، هم د افغانانو او هم د مخالف لوري. له دې امله دوی دې نتیجې ته رسېدلي چې د افغانستان قضیې ته سیاسي حل وګوري. دا خبره هم واضحه ده چې د ټرمپ اداره له بهرنیو جګړو پرځای تر ډېره د امریکا په داخلي اقتصادي وده تمرکز کوي.
د دې مانا دا نه ده چې ګنې امریکا نور په افغانستان کې خپلې ستراتېژیکې موخې نه لري، بلکې امریکا په بین المللي سیستم کې د چین د قوي کېدو تر څنګ له نورو غټو مشکلاتو سره مخ ده چې امریکا ته د افغانستان او سوریې له جنګه ډېر مهم دي. پر دې اساس داسې ښکاري چې د امریکا له را روانو ټاکنو مخکې امریکایان غواړي د سولې خبره یوه طرف ته کړي. خلیلزاد هم څو ځله په څو مجلسونو کې دا ویلي چې امریکا غواړي دا مشکل نور حل کړي او خپل پوځونه له افغانستانه وباسي. بل طرف ته که ځیر شو، افغان دولت د امریکایانو او طالبانو تر منځ د سولې له توافق وروسته هېڅ ډول حالاتو ته تیاری نه لري. دا هم ممکنه ده چې د افغان دولت له دې کمزورۍ څخه په استفاده امریکایان د دوی له وتلو وروسته د سیاسي فضا په تضعیف کې رول ولري، ځکه خلیلزاد بیا بیا په مجالسو کې دا خبره کوي چې موږ د سولې خبرې نهایي کوو او د افغانانو د کمزورۍ له امله موږ دوی ته د سولې موافقتنامه نه شو ځنډولی. اوس چې د سولې له توافقنامې وروسته هر څه کېږي، مسوولیت به یې د افغان دولت پر غاړه وي.
سوله او نادولتي سیاسیون
بله مهمه خبره چې د سولې د خبرو په باب ډېره مثبته ده، هغه دا ده چې د افغانستان اکثریت اپوزیسیون دا مهال د سولې له خبرو سره موافق دي او د سولې په پروسه کې پوره ونډه لري. پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دې باب له ټولو نورو سیاستوالو مخکې د سولې په پروسه کې فعال ښکاري. داسې اوازې هم شته چې د سولې په باب د خلیلزاد د وروستي راتګ پر مهال پخواني ولسمشر بیا بیا د دې غوښتنه کړې چې افغانان نور د دې حالاتو د زغم هېڅ تاب نه لري او امریکایان باید په مخلصانه او صادقانه توګه دا مشکل حل کړي.
جمعیت اسلامي بل هغه لوری دی چې له ډېر پخوا یې له طالبانو سره مشکلات لرل او د یو بل پر خلاف یې سختې جګړې کړې، خو د مسکو د تېرو غونډو یو مثبت ټکی دا و چې د جمعیت اسلامي مشرانو له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې او پر دې یې توافق وکړ چې د پخوانیو غلطیو پر ځای باید د یوه نوي پیل لپاره شریک کار پیل کړي.
بل سیاسي طرف حزب اسلامي دی. د حزب او طالبانو اړیکې هم په تاریخي لحاظ تل تتې پاتې شوې او ځینې مهال یې د یو بل پر خلاف نظامي تعرضونه هم کړي، خو څه موده وړاندې د حزب اسلامي یو لوړپوري هیئت قطر ته سفر وکړ او له طالبانو سره یې د خپلو مشکلاتو د حل لپاره خبرې وکړې.
د سولې د پروسې په پیل کې دغو ټولو ګوندونو او ټولنو د ولسمشر غني څخه دا توقع درلوده چې دی به دوی تر یو دولتي چتر لاندې راټول کړي او د سولې پروسې سره به یو واقعي ملي تعامل وکړي، خو چې کله ولسمشر خپله دا وښوده چې دی د داسې ملي سیاسی ټیم هېڅ اراده نه لري، مجبور شول چې د طالبانو خوا ته ولاړ شي او له هغوی سره خپل مشکلات پخپله حل کړي.
ولسمشر غني د سولې په باب د دولت له ځواک څخه د یو خاص ټیم په حیث استفاده وکړه او له همدې امله اوس د سولې په میدان کې یو منزوي حالت کې وجود لري.