شنبه, جولای 25, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د موخې درلودونکي اوسئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

دسمبر 30, 2019
in لیکنې
0 0

د ژوند موخه مو روښانه کړئ!

موږ ټول باید په ژوند کې د انګېزې او موخې درلودونکي وو. په اصل کې همدا موخه درلودل، ژوند ته مانا ورکوي، بې موخې ژوند هېڅ مانا نه لري. پوهان وایي، هغه کسان چې په ژوند کې موخه نه لري او یا هم تېروتنه نه کوي، هغوی ژوندي نه، بلکې مړه دي. د ژوند موخه مو باید هغه څه وي، چې هر سهار د همدې موخې لپاره له خوبه را پاڅېږی. د دې تر څنګ، تاسو باید د ژوند د هرې ورځې لپاره هم موخه ولری. تر هغه چې خپلې ورځنۍ موخې ته نه یاست رسېدلي، مه ویده کېږئ.

ولې پیدا شوي یاست؟

په ژوند کې کومې موخې لری؟

اوږدمهالې او لنډمهالې موخې مو کومې دي؟

که د پورتنیو پوښتنو لپاره ځوابونه نه لری، نو ډېرې زیاتې ستونزې مو په مخ کې شته چې باید ور سره مخ شی او ویې ګالی. په اصل کې په ژوند کې موخې درلودل زموږ هویت تعریفوي. هغه کسان چې په ژوند کې څرګندې موخې لري، هغوی بریالي هم دي. له موخې پرته هڅه او زړورتیا بې ګټې ده، خو پر موخو باندې تمرکز بیا د بریالي ژوند راز دی.

راتلونکي شل کلونه مو په ذهن کې تصور کړئ، ځان څنګه وینی؟

ایا د کاروبار لپاره کومه نظریه په ذهن کې لری؟ غواړی مخکې له دې چې څلوېښت کلن شی یو میلیونر اوسی؟ غواړی له یوه نړیوال پوهنتون څخه په لوړو نمرو فارغ شی؟ غواړی د جامو یو ښه طراح او یا د ودانیو یو ښه انجنیر اوسی؟ دا باید هغه دلیلونه وي، چې پرې نږدي ټوله ورځ د خوب په بستره کې تېره کړی. موخې مو د کاغذ پر یوه پاڼه ولیکئ او د خوب د تخت تر څنګ یې پر دېوال باندې ځوړندې کړئ. هر سهار کله چې له خوبه را پاڅېږی، په دقت هغه څه تر نظر تېر کړئ چې د کاغذ پر هغه پاڼه مو لیکلي دي او په لوړ غږ یې ولولئ. «زه له څلوېښت کلنۍ د مخه میلیونر کېږم، زه یوه لویه کمپنۍ لرم او زه میلیونونو کسانو ته وینا کوم». دغه څه هر سهار له ځان سره بیا بیا تکرار کړئ، څو د یوه بریالي ژوند پر انګېزه درته بدل شي.

ناپلئون هېل وویل: «یوازې یو شی دي چې د بریالي کېدو لپاره ورته ټول خلک اړتیا لري، هغه په موخه کې قاطع والی او رښتینولي ده. دا چې پوه شو څه غواړو او په پوره مینه یې د لاسته راوړلو هڅه وکړو».

که موخه ولری، نو د رسېدو لپاره ورته هرو مرو هڅه کوئ. یوازې د هیلې درلودل کفایت نه کوي، بلکې د خپلې هیلې پر واقعیت باندې د بدلېدو لپاره باید لاس پکار شئ. دا بیا هغه وخت دی چې تاسو خپلې موخې ته رسېدلي یاست. دا خو روښانه خبره ده، کله چې هغه څه ته چې ستاسو هیله او ارزو وه او ورته د رسېدو غوښتونکي یې وی، کله یې چې بیا تر لاسه کوی یو ځانګړی خوند او لذت لري. زړه مو یو ځانګړی سکون پیدا کوي او له خوښۍ په ټوپو کېږي. له موخې څخه مو مه لرې کېږی، هغه څه چې غواړی تر لاسه یې کړی، نو تمرکز هم پرې وکړئ. زه ډاډه یم چې که تاسو همداسې وکړی، هرو مرو به ورته رسېږی هم. دا چې انجنیران انجنیران شوي، موسیقي پوهان موسیقي پوهان شوي، دا هرڅه یوه ناڅاپي پېښه نه ده. که د زړه له تله وغواړی چې تل د خپلې موخې پر مسیر ځان ور برابر کړی، کارونه او پروګرامونه مو له خپلې موخې سره اړوند او منظم کړئ، موخې مو داسې روښانه کړئ چې تعقیبول یې درته پر یوه عادت بدل شي، نو بیا کولای شی په ډېرې اسانۍ سره ورته ورسېږی او دغه هدف تر لاسه کړی.

دا هم یوه روښانه خبره ده چې موخې ته د رسېدو په مسیر کې له خنډونو سره هم مخ کېږی، خو تاسو همدا نن دغه څه روښانه کولای شی او پرېکړه کولای شی چې ایا دغو خنډونو ته اجازه ورکوی، چې له موخې مو را وګرځوي او زړه توري مو کړي او که نه له منځه یې وړی او د ستونزو لپاره حللارې پیدا کوئ. هر څه له پروګرام جوړولو پیلېږي. موخې مو د یوه سازمان شوي مهالوېش او پروګرام له لارې مشخصې او درجه بندي کړئ. دغه مشهوره خبره به مو ډېره اورېدلې وي، چې وایي، هغه کسان چې د خپلې بریا لپاره مهالوېش او پروګرام نه جوړوي، هغوی په اصل کې د خپلې ماتې لپاره د پروګرام او مهالوېش جوړولو په حال کې دي.

زما یو ملګری دی، چې هغه په منظم ډول ورزشي کلب ته ځي. له هغه څخه تر اوسه پورې د کلب یوه جلسه هم نه ده پاتې شوې. له هغه څه مې یوه ورځ پوښتنه وکړه، ولې د بدن جوړولو لپاره دومره زحمت باسې او مصارف کوې؟ ویې ویل، غوښتل مې په فیلم کې کار وکړم، خو د فیلم ډایرکټر یوه د قوي بدن لرونکي کس ته اړتیا درلوده. یوازینۍ لار چې په وسیله یې کولای شم په هغه فیلم کې کار وکړم، دا ده چې شپه او ورځ زحمت تېرکړم، څو خپلې موخې ته ورسېږم. د هغه موخه دا وه چې هغه خپلې دې موخې ته د رسېدو لپاره حاضر و هر ډول قرباني ورکړي.

زه یو زده کوونکی پېژنم، چې غوښتل یې په ډېرو لوړو نمرو له پوهنتون څخه فارغ شي. هغه خپل ټول وخت په کتابتون کې مطالعې ته وقف کړی و، مطالعه یې کوله او معلومات او پوهه یې زیاتول. زه ډاډه یم، کله چې هغه له پوهنتون څخه فارغېږي، د نمرو سلنه به یې تر ټولو لوړه وي. دغه کسان د ځان لپاره موخې لري او نه پرېږدي چې هېڅ شی یې هم موخې ته په رسېدو کې خنډ شي او ځنډ پکې راولي. خوښ اوسېدل په ژوند کې ستاسو لویه معنوي موخه ده. هغه څه چې ستاسو اخلاقي اصول ثابتوي، هغه عذاب او افراطي خوشالۍ نه دي، بلکې همدا خوښي ده.

هر هغه څه چې هدفمند نه وي، له یو څه مودې وروسته هېرېږي او پر یوه اضافي بار او ستونزې باندې بدلېږي. مارتین لوترکېنګ ویلي: قانون او مقررات د عدالت لپاره تدوینېږي، خو کله د یوې مشخصې موخې په برخه کې له ماتې سره مخ کېږي، پر یوې خطرناکې ستونزې او سازمان شویو موانعو باندې بدلېږي. دغه څه بیا په ټولنه کې د هر ډول پرمختګ مخه نیسي. که مو فکر کړی وي، همدا چې په ژوند کې مو یو شی لږ هم بې ارزښته شي، بیا نو د موخې په توګه هېڅ وخت هم هغه پخوانی ارزښت نه شي ساتلی او بې ارزښته کېږي.

کله چې ماشوم نړۍ ته سترګې غړوي، شاوخوا خلک یې ټول خاندي خو هغه ژاړي. ولې؟ ځکه د هغه لپاره هر څه نوي وي. هغه نه پوهېږي چې په شاوخوا کې یې څه تېرېږي؛ خو له یوې څه مودې وروسته کله چې مړ شي، شاوخوا خلک یې ټول ژاړي. دا ځکه چې خلک یې تشه نه شي زغملی او دغه خلک د یوه بدلون احساس کوي. خو که چا سم ژوند نه وي کړی، خلک نه ور پسې خپه کېږي، دا ځکه چې تشه یې نه احساسېږي. اوس پوښتنه دا ده چې تاسو کله مړه شی، خلک به څه احساس کوي؟

په دنیا کې هر څه د یوې موخې لپاره پیدا شوي دي. په اصل کې دغه کیهاني روح چې په هر چا کې چلېږي، هغه شی هدفمند کوي او دغه روح په تاسو کې هم جریان لري.

د ژوند موخې مو پیدا او روښانه کړئ، دنیا ته یې وښایاست، احساس یې کړئ او اړیکه ور سره ټینګه کړئ.

Share118Tweet15Share6

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
شنبه, جولای 25, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026

په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

جولای 24, 2026

انټونیو ګوټرېش: ډیپلوماسي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پای یوازینۍ لار ده

جولای 24, 2026

پاکستان کې؛ د موسمي بارانونو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In