چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

که ښه ژوند غواړی، ښه ټاکنه وکړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

جنوري 6, 2020
in لیکنې
0 0

دا تاسو یاست چې ټاکنه کوی! ژوند د انتخابونو او ټاکنو ټولګه ده او موږ چې په ژوند کې کومې کړنې تر سره کوو، په اصل کې زموږ له ټاکنو سرچینه اخلي. دا تاسو یاست چې ټاکنه کوی! غواړی ټوله ورځ د خوب په بستره کې پرېوځی او که غواړی را پورته شی، دندې ته مو لاړ شی او یا مو نور کارونه سرته ورسوی؟ موږ چې څه شی انتخابوو، په اصل کې زموږ د شخصیت ښکارندویي او استازيتوب کوي. هغه څه چې زموږ د شخصیت ښکارندویي کوي، هغه زموږ وړتیاوې نه دي، بلکې ټاکنې مو دي. که تاسو ناسمه پرېکړه کوی، هغه ده چې له ناوړه پېښې سره به مخ کېږی. د دې موضوع برعکس هم دغه ډول دی.

یوه کس دری مزدوران درلودل او د یوه سفر لپاره یې تیاری نیوه. دې کس خپل یوه مزدور ته پنځه چلونه یا وړتیاوې ور زده کړې، دویم ته یې دری چلونه ور زده کړل او درېیم ته یې یو چل ور زده کړ او په سفر یې واستول. لومړی مزدور چې یو څه ځیرک و، پر خپلې هرې وړتیا یې یوه بل وړتیا هم ور زیاته کړه او ټولې یې لس وړتیاوې شوې. دویم پر خپلو دریو وړتیاوو دری نورې وړتیاوې ور زیاتې کړې او د شپږو وړتیاوو درلودونکی شو، خو درېیم کس له خپل مشر څخه د وېرې له کبله هماغه یوه وړتیا او چل له ځان سره وساتل. دا کیسه همداسې دوام لري… خو زه چې څه غواړم، د دې کیسې په همدې لږې برخه کې سپړل شوي دي. هر مزدور خپله پرېکړه وکړه او پایله یې هم ولیده. نو که تاسو هم غواړی چې بریالي شی، همدا نن باید پرېکړه وکړئ.

ځینې وخت وېره د دې لامل کېږي، چې نور خلک زموږ په اړه او زموږ پر ځای پرېکړه وکړي. ژوند مو په تاسو پورې اړوند دی او د ژوند د موټر چلوونکي خپله تاسو یاست. هېڅوک حق نه لري چې ستاسو په اړه او ستاسو لپاره تصمیم ونیسي او پرېکړه وکړي. دوی یوازې هغه وخت دا کار کولای شي چې تاسو اجازه ورکړی. دغه راز که تاسو د نورو د غبرګونونو او قضاوتونو پر اساس پرېکړه وکړی، هغه وخت به مو هم سمه پرېکړه نه وي کړې. توپ ستاسو په واک او ستاسو په ځمکه کې دی. دا تاسو یاست چې پرېکړه کوی او خپله راتلونکې ټاکی چې باید څه ډول وي. که غواړی په علمي برخه کې بریالي وی، باید پرېکړه وکړئ چې پر ځینو شیانو سترګې پټې کړئ او مطالعه پیل کړی. تاسو تل په مخ کې دوې لارې لری، ژمنتیاوې او وېرې.

 غواړی مشهور او شتمن شی؟ غواړی ټوله نړۍ مو په ښه نوم یاد کړي؟ غواړی په سوداګرۍ کې بریالي وی؟ غواړی د نړۍ ټول خلک ستاسو خبرې واوري؟ غواړی پر خپل معنوي ژوند کار او پانګونه وکړی؟

که هر څنګه وي، نو همدا نن یوه ښه پرېکړه وکړئ او لاس پکار شئ. زه د دې کار لپاره ستاسو په مخ کې دوې لارې وینم؛ سمه لار او ناسمه لار. دا تاسو یاست چې د ځان لپاره کومه یوه غوره کوی. زه هیله من یم چې په پوره انرژۍ ور باندې تمرکز وکړئ.

په ژوند کې دری کلمې  ټاکنه، رېسک (خطر) او بدلون موجود دي، چې تاسو باید ور سره په اړیکه کې اوسئ. تاسو باید دا ومنئ چې رېسک منوونکي اوسی، که نه؛ پرته له خطر منلو مو په ژوند کې بدلون نه راځي. زه پر دې خبره پوره یقیني یم چې ژوند د هغو ټاکنو ټولګه ده چې تاسو یې کوی. تاسو چې څومره غوره او پر ځای ټاکنه کوی، په ډېر احتمال به مو ژوند هم غوره او له خوښیو ډک وي.

سټیوجابز وایي: «تر ټولو غوره او لویه وسیله چې د خپل ژوند د ښه کولو لپاره مې ترې ګټه اخیستې ده، هغه دا جمله ده چې ډېر ژر به مړ شم؛ ځکه ټولې هیلې، ویاړونه، له ماتې څخه وېره یا شرمېدل او دې ته ورته نور موارد؛ هغه وخت له منځه ځي چې له مرګ سره مخ شی. یوازې له هغه څه سره ژوند وکړئ چې ارزښتمن وي».

زه داسې کسان پېژنم چې ناست دي او ټوله ورځ له خپل بد اقتصادي وضعیت څخه سر ټکوي، خو له دې وضعیت څخه د راوتلو لپاره لاس پکار کېږي نه. دوی د اوسني وضعیت له کبله خپل مور او پلار ګرم ګڼي چې ګواکې ولې پر خپل وخت لاس پکار شوي نه دي او د دوی لپاره یې شتمني او جایدادونه په میراث نه دي پرې اېښي. ایا تاسو هم غواړی په همدې موقعیت او حالت کې پاتې شی او لاس تر زنې کېنی؟ انتخاب وکړئ او پرېکړه وکړئ، غواړی څه ډول ژوند وکړی؟ د نورو خلکو په څېر مه اوسئ، چې ژوند هر څه ور باندې راولي، دوی یې مني او مخه یې نه نیسي. هر څه خپله کنټرول کړئ او د راتلونکې په اړه ښه پرېکړه وکړئ.

ژوند دوې اصلي ټاکنې یا انتخابونه لري: د اوسنیو حالاتو او شرایطو منل او یا هم د همدې شرایطو له بدلون وروسته د عواقبو او پایلو منل. په ژوند کې ځینې ټاکنې د وخت محدودیت لري. دا سمه ده چې پرېکړه باید په خورا دقت سره وشي، خو که ډېر ځنډ پکې راشي، کېدای شي فرصت مو له لاسه ووځي. ځینې وخت شکونه او تردیدونه د دې لامل کېږي، چې موږ له هغو پرېکړو منع کړي، چې زموږ په ژوند کې د مثبت بدلون لامل کېږي. زما مطلب دا دی چې په دقت پرېکړه وکړئ، خو پام مو وي چې فرصت له لاسه ورنه کړئ.

موږ ټول په ټاکنه کې خپلواک یو. موږ خپلواک یو چې د طبعیت له قانون سره همغږي کوو او که سرغړونه ترې کوو. دا ستاسو ټاکنه ده چې د هر څه پایلې تعریفولای شي. تر اوسه هېڅوک نه دي توانېدلي او نه هم توانېدلای شي، چې د خپلو ټاکنو له پایلو تېښته وکړي. که زموږ د ژوند شرایط یا زموږ د ټاکنو پایله هر ډول وي، د وخت په تېرېدو ور سره روږدي کېږو. دغه څه د مرګ تر ورځې پورې دوام کوي او په پایله کې ویلای شو چې د ټاکنې مسوولیت مو پر خپله غاړه دی.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In