پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د دولتونو په بریا او ناکامۍ کې د ټاکنځواک (Deep State) ونډه

لیکنه: مشتاق رحیم

جنوري 6, 2020
in لیکنې
0 0

ټاکنځواک (Deep State) د هیوادونو په سیاسي جوړښت کې هغې غیر انتخابي ډلې  ته ویل کیږي، چې د یو دولت د سیاسي صحنې په بطن کې په پټه فعالیت کوي. دا ډله چې په دولت کې د ننه دولت (state within a state) یې هم بولي، د هیواد پر حساسو پرېکړو، پالیسیانو او سترو سیاسي لیدلوریو باندې ژور اغېز لري او پرېکړې ډېری وخت د عام ولس د غوښتنو پر ځای، په خپله خوښه را څرخوي. د ټاکنځواک دنده په بېلابېلو هیوادونو کې بېلابېلې ډلې، ادارې او یا هم غیر رسمي جوړښتونه مخ ته وړي او په عصري نړۍ کې د  پخوا په څېر پټ هم نه دي پاتې.

د نړۍ تر ټولو ستر ټاکنځواک دا مهال په امریکا کې فعالیت کوي. امریکا چې د نړۍ نظامي او اقتصادي زبرځواک دی، سره له دې چې پیاوړی سیاسي نظام، فعاله ډیموکراسي او باخبره ټولنه لري، خو هلته هم ټولې پرېکړې هغسې چې باید یوه آېډیاله، ډیموکراټیکه اداره یې وکړي، نه شي کولی. د دغه هیواد په پرېکړو کې د دولت د ننه دولت په حساسو او مهمو پرېکړو کې مخکښ او پرېکنده رول لري. په عمومي توګه په توافق سره داسې یو فکر شته، چې ستر شرکتونه او کمپنۍ د امریکا ټاکنځواک دی.  د امریکا په سیاستونو کې ډېری وخت د وال سټریټ (Wall Street)  چې د امریکا د سوداګریزو اسهامو بازار دی یا سلیکون ویلي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز د دې دولت پر پرېکړو ژور اغېز لري. ځینې بیا په دې نظر دي چې دا د امریکا استخباراتي اداره (CIA)  ده، چې د ټاکنځواک رول لوبوي او آن پر ازاد بازار هم دوی ژور اغېز لري؛ خو که په ځیر سره وکتل شي، دا جوتېږي چې د امریکا د ټاکنځواک دنده د دغو دواړو کتلو یا لوبغاړو په لاس کې ده، چې د دې شراکت مشري د آزاد بازار ستر سوداګر کوي. همدوی دي چې په کور د ننه او په نړیواله کچه د امریکا د سیاستونو لید ټاکي.

که د سیمې په کچه وکتل شي، نو پاکستان هغه هیواد دی چې پکې د ټاکنځواک فعالیت فوق العاده څرګند دی. د پاکستان ټاکنځواک پرته له شک او شبهې د دغه هیواد استخباراتي اداره (ISI) ده. سره له دې چې په دغه هیواد کې د ډیموکراسۍ پوره تمثیل کیږي، خو سترې پرېکړې او حساس مسایل د دې ادارې په خوښه مدیریت کیږي. همدا راز د هندوستان بیوروکراسي د دغه هیواد چارې د پردې تر شا مدیریت کوي او اجازه نه ورکوي چې حکومتونه دې د حکومتولۍ په بڼه کې راډیکال یا بنسټیز بدلونونه راولي. د ټاکنځواک دنده په ایران کې اخندان یا د مذهبي مشرانو ډله چې شورای نګهبان یې بولي، مخ ته وړي او په چین کې دا کار د چین کمونېست حزب تر سره کوي. د ایران او چین ټاکنځواک بیا د دولت برخه ګرځېدلی او اړتیا نه لري چې لکه د امریکايي دولت کې د ننه دولت رول په پټه ولوبوي او یا هم لکه د پاکستان چېرته چې آی ایس آی د سیاسیونو وجود د خپلو چارو د تر سره کولو لپاره کاروي.

په نړیواله کچه د سیاست علماوو تر منځ یو بحث دا مطرح دی، چې ټاکنځواک ښه دی که بد؟ او آیا دا مناسبه ده چې یوه خاصه کتله د یو هیواد د وګړو د غوښتنو برخلاف، په خپله خوښه د هیوادونو چارې را وڅرخوي؟ ځینې آېډیال پال په دې نظر دي چې ډیپ سټیټ  یا ټاکنځواک د یو هیواد د ولس د غوښتنو برخلاف، د یوې ځانګړې ډلې د غوښتنو او ګټو پر خوندي کولو کار کوي او په دې دلیل یې مخالفت کوي. بله ډله بیا پر دې نظر ده چې د دولت په بدن کې دې داسې یوه ډله وي چې د هیواد بنسټونه وساتي، د هیواد د شتون او پایښت د پیاوړتیا په برخه کې د فعاله و اوسي او که کله له سیاسیونو څخه، چې د عوامو په خوښه فعالیت کوي، ناسمې چارې تر سره کیږي، نو یو څوک باید وي چې د دغو چارو یا پرېکړو د جبران ځواک ولري. په ډیموکراټیکو ټولنو کې چې ډېری وخت سیاسیون د خپلو ملاتړو د خوښ ساتلو په تکل کې وي او د دغه ملاتړ د راجلبولو لپاره د هیواد په کچه ستراتيژیکو تاوانونو ته هم چمتو وي، اړینه ده چې یو بل ځواک چې ټاکنځواک بلل کیږي، د دغه ډول کړنو مخه ډپ کړي چې د سیاسي ګټې له کبله ستر ملي تاوان ونه زیږوي. په دې لړ کې امریکايي سیاستپوه فرانسس فوکویاما د وال سټریټ ژورنال لپاره لیکل شوې یوه مقاله کې کاږي، چې د امریکا د ډیموکراسۍ بقا د دغه هیواد د بیوروکراسۍ له خوا د ټاکنځواک په رول لوبولو کې ده. فوکویاما استدلال کوي چې پیاوړې او له سیاسي فشارونو څخه خوندي بیوروکراسي کولای شي چې د وخت د حکومتونو او ولسمشرانو د هغو پرېکړو مخه ډپ کړي، چې د هیواد په زیان تمامېږي.

د هیوادونو په سیاسي ثبات، پرمختګ، د کورنيو او باندنیو ننګونو په مقابل کې د بري یا ناکامۍ انحصار تر ډېره بریده د هیوادونو د ټاکنځواک په کړو وړو او برخوردونو پورې اړه لري. که د یو هیواد ځانګړې ډله چې په دولت کې د ننه دولت دنده یې په غاړه ده، خپلو شخصي او ډله ییزو ګټو ته د هیوادنیو او ملي  ګټو په پرتله لومړیتوب ورکړي، نو بیا هیواد له جدي ستونزو سره مخ کوي. په دې لړ کې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره ډېره روښانه بېلګه ده، چې هیواد یې له جوړېدو راپدېخوا له ډېرو جدي ستونزو سره مخامخ کړی او د همدوی د ناسمو کړنو له امله دغه هیواد په ۱۹۷۱ ز کال کې دوې ټوټې شو. بلخوا بیا د چین کمونېست حزب دی چې هیواد یې د نړۍ په کچه پر زبرځواک بدل کړ او لا هم په چټکۍ سره پر مخ روان دی.

افغانستان هم د خپل تاریخ په اوږدو کې په دولت کې د ننه دولت درلودلی او یوه ځانګړې ډله چې په دې برخه کې ډېره بارزه او پیاوړې را څرګندېږي، هغه د مذهبي علماوو او روحاني مشرانو ده. د تاریخ په اوږدو کې دوی د افغانستان پر چارو باندې ژور اغېز درلودلی او د هیواد کړنلارې او تګلارې د دوی په خوښه چمتو شوې او که کله د هیواد چارې د دوی له لید سره سمې نه دي برابرې شوې، نو دوی آن نظامونه چپه کړي دي. همدا لامل و چې عبدالرحمان خان سره له دې چې مذهبي سړی نه و، خو خپلو کړنلارو او پالیسیانو ته یې مذهبي رنګ ورکولو چې دې چارې ورسره د خپل واک په غځولو او چلولو کې مرسته وکړه. بلخوا بیا د امیر امان الله خان بېلګه ده چې د وخت ټاکنځواک یې د ځان سره ونه شو ساتلی او په پای کې یې واک وبایللو.

په اوسني افغانستان کې جنګسالارانو او جګړو زیږوليو رهبرانو ځان د مذهب پر جامه پوښلی او دا راز په دولت کې د ننه پر دولت بدل شوي دي. په افغانستان کې د پرېکنده رول درلودونکې ډله تر ډېره بریده مذهبي نه ده، خو دا چې په افغانستان کې اوس هم مذهبي ډلې د واک سرچینه ده، دا کتله د دې سرچینې د استازي په توګه د هیواد چارې په خپله خوښه څرخوي او عیاروي.

که دا بحث یوې خوا ته پرېږدو چې د ټاکنځواک درلودل ښه دي او یا بد او دا ومنو چې په هر حال کې د دغه ډول یو ځواک  شتون د یو هیواد د ثبات لپاره اړین او مهم دی، نو بیا اړینه ده چې وکتل شي، هغه کوم جوړښت دی چې په یو هیواد کې برلاسی دی او د یو ملت د پیاوړي کولو او له ننګونو څخه د ژغورلو دنده په څه ډول مخ ته بیايي. د دغو جوړښتونو له پېژندلو وروسته، د ملت نخبه ګان او تیوریسنان باید پر دې کار وکړي چې څنګه کولای شي نامعقوله او ځان خوښې ډلې او کتلې کمزورې کړي او ورته مناسب ځای ناستی پیدا کړي.

د افغانستان په قضیه کې له بده مرغه نه حکومت، نه علمي سټو، ځوانو کدرونو او نه هم ملي شخصیتونو هڅه کړې چې د افغانستان د ټاکنځواک د ځواک ارزونه وکړي او که چېرې دغه کتله د افغانستان په خیر نه وي، نو د دوی د کمزوري کولو  لپاره کار وکړي او یو مناسب بدیل ورته پیدا کړي. د اوس لپاره دا خورا څرګنده ده چې د افغانستان پر چارو حاکمه ډلګۍ چې د کورنیو جګړو زیږنده ده، د هیواد د خیر پر ځای د خپلو شخصي او د ډلو د ګټو د خوندي کولو په تکل کې دي. په همدې دلیل، اړینه ده چې په افغانستان کې د هیواد د پیاوړتیا او سیاسي نظام د تقویې لپاره پر یو مناسب بدیل کار پیل شي. دا یو اسانه مزل نه دی، اوږد واټن، اغزنه لار او له ننګونو څخه ډک بهیر دی، خو د افغانستان د راتلونکي د ژغورنې لپاره اړین حرکت دی.

Share5Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پینګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې د پای ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

د چین د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس څلورمه غونډه پای ته ورسېده

مارچ 12, 2026

جانګ ګوه چینګ د اټومي انرژۍ په دوهمې سرمشريزې کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

چين: د افسوس وړ ده، چې د روسيې په وړانديز د منځني ختيځ د حالاتو مسوده تصویب نه شوه

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In