په یوه نوې لانجه کې امریکایي ولسمشر ټرمپ ایران ګواښلی، چې که د ایران د انقلابي ځواک سپاه پاسدارانو د بهرنۍ څانګې قدس د وژنې غچ واخلي، نو دوی به نه یوازې په ایران کې ۵۲ ځایونه په نښه کړي؛ بلکې دا به پرته له هېڅ شک او تردیده د ایران د اسلامي حکومت د پای په مانا وي.
په ورته وخت کې ټرمپ په یوه بل خبرداري کې د عراق د پارلمان د هغې پرېکړې په غبرګون کې، چې ښیي عراقیان نور د امریکا او ایران له سیالیو او د امریکا له شریرانه سیاستونو تر پوزې راغلي او د عراق پارلمان په یوه مشروع او قانوني مصوبه کې له امریکا غوښتي، چې ځواکونه دې له خاورې بهر کړي هم عراق او ملت یې په ویروونکو او استعمارانه تحریمونو ګواښلي دي.
دا او دېته ورته پېښې د نړیوال نظم د اوسنۍ امریکایي ـ غربي بڼې په تاریخ کې د غربي ـ اروپایي یک تازیو، واک، ثروت، سلطې، ځانچارې او خپلسرۍ په ماډل کې یې تازه او نوي هغه نه دي.
د بېلګې په توګه، په ۱۸۹۸ ز کال کې امریکا اسپانیا پر دې پړه وبلله، چې د امریکا په شمال- ختیځه برخه کې د ماین ښار په ویجاړونه کې یې لاس لرلو او د همدې پلمې پر بنسټ یې کوبا، پورتوریکو، ګوام او فیلیپین اشغال کړل. خو کله چې په ۱۹۷۶ ز کال کې څېړنې وشوې، نو د امریکا د سمندري پوځ کمېسیون هغه چاودنه یوه طبیعي پېښه وبلله.
وروسته ناپېیلو څېړنو دا مسئله نوره هم بربنډه کړله او دا واقعیت یې څرګند کړ، چې هغه پېښه هسې یوه ډراماټیکه صحنه جوړونه وه، چې امریکا د خپل یرغلګرانه هویت د اثبات او د خپلو امپریالېستي ګټو او نظامي حضور ساتلو په موخه پلان کړې وه.
خو په دغو څلورو هېوادونو کې اوښتي بشري ناورینونه، د ملت شړېدنې خواشینوونکی حالت او په ټوله کې د سهیلي امریکا د تاریخي او دودیز ټېکاو ماتېدل د ۲۰مې پېړۍ تر وروستۍ لسیزې او حتی تر همدا اوسه جریان لري. هغه چاره چې د نړیوال نظم، پرمختګ، همغږۍ او بشري انډولتابه په لار کې یې بې شمېره ستونزې زیږولې دي.
په ۱۹۱۵ ز کال کې پر هائیټي د امریکا یرغل او هلته د یوه لاسپوڅي، کاواکه او بې واکه حکومت رامنځ ته کول، په داسې سپکوونکې او کرکه پارونکې بڼې سره چې امریکایي ځواکونو د هغه هېواد مخلوع او د ولس په خوښه ولسمشر پورتو پرنس یې چې یو تور پوستی و، له واکه ګوښه کړ او پر ځای یې د امریکا په پوځي چوڼي کې روزلی جاسوس واک ته ورساوه. هغه چې ناوړه او ظالمانه اغېزې یې د هائیټي تاریخ په خپله نیمه پېړۍ قربانیو سره جبران نه کړای شوای.
د کاسټرو د وژنې هڅې او په کوباه کې د نظام بدلون، د السلواډور د نظام د کمونیسټي کېدو په ټس کې په ۱۹۳۲ ز کال کې د هغه هېواد د ملي او ولسي کودتاه ټکول، د فلسطین پر ملي ـ عربي جغرافیې د یوه وارداتي اسراییلي ملت رژیم تپل، د یهودیانو د خیالي ارمانونو په دفاع کې د منځني ختیځ نظم او ټیکاو ته ګواښ پېښول، د صلیبي عقیدې او عقدو په موخه د باثباتو، پر ځان بسیا، ملي او اسلامي نظامونو چې سوریه، عراق، لیبیا او لبنان یې بېلګې دي، رانسکورول، پر ګران افغانستان یرغل، د هند و چین یرغل، د مرکزي اسیا د هېوادونو په کورنیو چارو کې چې د چین او روسیې د ستراتيژیکي دفاع له سرو کرښو سره مخامخ ټکر دی، لاسوهنه، د چین د کورني امنیت د حساسیتونو هڅونه چې د سینګیانک، تبت او هانګ کانګ موضوعات یې مهم هغه دي، د لاتیني امریکا د نظامونو د بدلولو هڅې لکه بولیوی او وینزویلا او په ټوله کې د کوریا تر ټاپووزمې، د افریقا تر صحراوو او د اروپا تر رنګینو ښارونو داسې ډېرې بېلګې شته چې د امریکایي امپریالېستي لاسوهنو، درېځونو او يرغلونو په پایله کې یې ملتونه پکې مات کړي، نظامونه یې پکې راڅملولي او په ټوله کې پرامنه او ولسي حکومتونه یې لکه د سوریې، لیبیا او عراق د تاریخ پر بې مخینو ویرانو، کنډوالو او دربدریو اړولي.
د دې قضایاوو د عاطفي بحث تر څنګ، اصلي مسئله نړیوال نظم او د ملت- حکومت په موضوع کې د نړیوال نظم معامله د ویستفالي نظم پر بنسټ له حکومت سره ده.
امریکا د یادو شویو بېلګو په ترڅ کې د دې پر ځای چې له دغه نظم سره د بریژنسکي د امپرالېستي- امریکایي لیدلوري پر خلاف چې مرسته ورسره وکړي، په غښتلتیا کې یې خپله رښتینې ژمنتیا وښیي او دغه امریکا- ایډیاله اروپایي نظم وساتي او نړیوالو ته یې د یوې منطقي حللارې په توګه وړاندې کړي؛ په دې هرڅه کې نه یوازې د دوی ونډه پکې په نشت حساب ده؛ بلکې تر بل هر چا دا نظم امریکا ډېر ټکولی، ناوړه ګټه یې ورڅخه اخیستې او له بې نظمۍ او خپلسرۍ سره یې مخ کړی، هغه چې د ساموئل هانټینګټون نظریات د امریکایي- اروپایي نظم پر خلاف د تمدنونو د ټکر په نظریه کې دغه پرېکون او واټنونه لا ښه څرګندوي.
د بېلګې په توګه، هانټینګټون لوېدیځ په نړیوال نظم کې له اسلامي نړۍ او چین محوره نړۍ سره د نظم د بیا تعریف او وېش په تقسیم کې پر ښکرور کړکېچ تورنوي او زیاتوي چې امریکا د اروپایي- امریکایي نظم د یوازیني وارث استازي په توګه د دغه ټکر د پاللو او ټکولو په پار اړتیا لري، چې نوې جګړې رامنځ ته کړي او ناوړه حساسیتونه وزېږوي، چې عراق، لیبیا، افغانستان او یمن یې ښې بېلګې دي.
مګر دغه خلک له یوې فاحشې تېروتنې سره چې هغه د واکمن اروپایي نظم دفاع د حکومت له جوړښت سره او د همدغې معادلې په سیوري کې معامله ده، راګرځي نه نظریاتي تګلاره.
ولې له ایران سره په تازه ټکر کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په ۱۲ شرطونو دننه کې له ایران سره هرې معاملې ته اېښي، ښیي چې امریکا د نړیوال نظم د بنسټیزو بحثونو خلاف چې هغه له حکومت- حکومت سره اړیکې او معامله ده، ټولو کښالو ته له محدود ایډیالوژیک دریځ څخه د یوه هېواد (امریکا) د دفاعي- امنیتي ګټو په سترګه ګوري، هغه چاره چې د تقسیم پر بنسټ یې هره معادله له امریکایي ګټو سره په تقابل کې تر جګړې، تحریمونو، وحشتونو او یرغل پورې رسېږي.
د همدې شرایطو په دننه کې دا خبره حتمي ده چې د امریکا بې ثباته کړنې، متضاد دریځونه، خپلسري یرغلونه، د نړیوال نظم د ارونو خلاف ګامونه او په ټوله کې انسانیت او د آزادې نړۍ سولې ته پېښ ګواښونه هغه موضوعات دي، چې د امریکا له لوري نړۍ او نظم یې ورسره مخ دي.