ځینې کسان په دې اند دي، چې ګواکې ماتې د دوی دښمن دی، خو په اصل کې داسې نه ده. ماتې باید د دې لامل نه شي، چې تاسو له هرڅه لاس په سر شی او هر څه پرېږدی. ځینې کسان د دې لپاره چې له ماتې ډېر سخت وېرېږي، دوی ان دې ته نه حاضرېږي چې یو شی یا یو کار و ازمویي. هغه کسان چې تر اوسه پورې یې په ژوند کې ماتې نه ده خوړلې، هغوی څه زده کړي هم نه دي.
«دا هېڅ امکان نه لري، پرته له دې چې په کوم شي کې ماتې ونه خورو او ژوند دې وکړو، خو هغه وخت چې محتاطانه ژوند وکړو او ډېر محتاطانه ژوند په اصل کې لکه ژوند نه کول داسې دي. دغه وخت نو بیا موږ بایلونکي یو.» جي کې رولېنګ
خپل ماشومتوب مو په یاد دی، چې هڅه مو کوله پر لاره تلل زده کړی؟ معلومه خبره ده چې نه؛ ځکه هغه وخت تاسو ډېر کوچني وی؛ خو فرض کوو چې هغه وخت مو په یاد دی.
په لومړي سر کې مو یوازې هڅه کوله چې پر پښو ودرېږی، بیا مو لومړنی ګام واخیست او ولوېدی. ما ته مې مور ویل، هر ځل به دې چې ګام اخیست او لوېدې به، نو په ژړا به شوې.
(ولې کوچني لیوینګسټون به چې کله هڅه وکړه چې ګام واخلي او پر لاره لاړ شي لوېدو او بیا به یې ژړل؟ ډېر بې تجربې وم!)
بېرته خپلې کیسې ته را ګرځو، تاسو به بیا یو ګام واخیست او بیا به پر ځمکه را وغورځېدی. تاسو زما په څېر نه ژړل او تسلیم هم نه شوی. همداسې پر له پسې مو هڅه وکړه، څو یوه داسې ځای ته ورسېدی چې اوس کولای شی د یوې چونګښې په څېر ټوپ ووهی او د سویې په څېر تېزه منډه وکړی. ماتې د بریا راز دی او هره تېروتنه موږ د پوهې او تجربې خاوندان کوي.
کله چې موخې ته په رسېدو کې ماتې خوری، مه تسلیمېږئ؛ په بدل کې یې له ماتې څخه تجربه تر لاسه کړئ او بیا هڅه وکړئ. ماتې له تاسو څخه یو بایلونکی نه جوړوي، بلکې تاسو ته فرصت او موکه درکوي، چې له خپلې تېروتنې څخه تجربه تر لاسه کړی. ښه مې په یاد دي، کله مې چې بایسکېل چلول زده کول، هېڅ ښه تجربه نه وه. که مې شمېرلي وای، کېدای شي ووایم چې په زرهاوو ځله به ترې لوېدلای وم. کله به مې چې خپل ملګري لیدل چې پر بایسکېل به سپرېدل، نو ما به هم سره له دې چې ترې وبه لوېدم، بیا بیا مې د بایسکېل د زده کولو هڅه کوله. ما دغه کار دومره تکرار کړ، چې بالاخره وتوانېدم د چا له مرستې پرته بریالی شم چې بایسکېل چلول زده کړم.
تاسو هم له همدې تګلارې څخه د ژوند په ټولو چارو کې ګټه واخلئ. که تاسو په ښوونځي کې په یوه مضمون کې ناکام شوی یاست، دا په دې مانا نه ده چې تاسو احمق او نا پوه یاست. د خپلې ناکامۍ لامل مو پیدا کړئ او د یوه فرصت په توګه د خپلې ګټې لپاره ترې کار واخلئ. په کتاب مو بیا را وګرځئ او داسې هڅه وکړئ چې دا ځل په ټول ټولګي کې تر ټولو لوړې نمرې اخلئ. ماتې په اصل کې په دې مانا ده چې تاسو د بیاځلې هڅې لپاره یو فرصت تر لاسه کړی دی. دا ځل به ستاسو هڅه تر لومړي وار ډېره عاقلانه او پر ځای وي.
د بریالۍ سوداګرۍ ډېریو اوسنيو مخکښانو په لومړي سر کې پر داسې شیانو باندې پانګونه کړې وه، چې ماتې یې پکې خوړلې ده، خو له ماتې سره سره یې له سوداګرۍ او پانګونې لاس نه دی اخیستی. دوی له خپلې ماتې څخه تجربه تر لاسه کړې ده او بیا یې هڅه کړې ده. نن دوی هغه میلیونران دي، چې موږ یې پېژنو. زما مطلب دا نه دی چې د بریالي کېدو لپاره تاسو باید هرو مرو ماتې وخوری، بلکې زما مطلب دا دی چې باید له ماتې څخه ونه وېرېږئ.
ایا د برېښنا په اختراع کې مو د توماس ادیسون کیسه اورېدلې ده، چې څو ځله یې ماتې وخوړه؟ خو هغه هېڅکله هم تسلیم نه شو او بالاخره په دې چاره کې بریالی شو، برېښنا یې کشف کړه او تاسو وینی چې د نننۍ نړۍ د پرمختګ یوازینی راز برېښنا ده. هغه به ویل: «ما ماتې ونه خوړه، یوازې لس زره نورې لارې مې پیدا کړې چې ځواب ویونکې نه وې.» نو ولې تاسو باید هغه لومړنی کس اوسی چې په انټرویو کې پاتې شوي وی او تسلیم شی؟ زموږ نیمګړتیاوې د ماتې په مانا نه دي، بلکې اصلي ماتې له هڅې لاس اخیستل دي. غواړی وېرې مو د دې لامل شي، چې له هڅو لاس په سر شی او هیلې مو په اوبو لاهو شي؟
ماتې کېدای شي موخې ته په رسېدو کې یو له خنډونو څخه اوسي. دا چې تېروتنه کوی، هېڅ کومه خبره نه ده، بده دا ده چې د دویم ځل لپاره بیا هماغه تېروتنه کوی. د شطرنج په لوبه کې هر حرکت مهم دی. یوازې د لوبې بایلل د دې لامل کېږي، چې بل ځل په پوره دقت لوبه وکړی. فرض کړئ تاسو له یو چا زده کړي، چې د شطرنج لوبه باید څه ډول وکړی، کله مو یې چې چل زده کړ، له هغه وروسته هر چاته وایاست چې راځئ د شطرنج لوبه وکړو او کله چې لوبه کوی، ګټی یې هم. په دې سره تاسو فکر کوی چې نور د شطرنج د لوبې یو تکړه لوبغاړی یاست او په دې برخه کې له نورې زده کړې او تجربې لاس اخلی. تاسو له پرمختګ پاتې کېږی، خو که یوه ورځ تر ځان له یوه تکړه کس سره مخ کېږي، هغه ده چې ماتې خوری. خو دلته هم تاسو په ګټه کې یاست. د دغه کس حرکتونو ته ګورئ او نوي شیان زده کوی. له دې کس سره د لوبې پر مهال ستاسو پام کېږي، چې په کومو ځایونو کې مو تېروتنه وکړه او یا مو کمزوري درلوده. وروسته کولای شی خپلې تېروتنې اصلاح کړی. تاسو چې په هره کچه لوبه بایلوی، په هماغه کچه مو تجربه او پوهه هم پکې زیاتېږي. په بایللو کې په اصل کې د زده کړې امتیاز دی، نه د تسلیمېدو. ډېر کله په جګړه کې ماتې د دې لامل کېږي، چې د بریا لپاره نوې لارې کشف کړل شي. ماتې ته باید د یوه فرصت په توګه وکتل شي، نه د تسلیمۍ.
جاني کش وایي: «تاسو د ماتې په وسیله بریا ته رسېدای شی، له ماتې څخه د لرګیو د زینې په توګه کار واخلئ، تېر هېر کړئ، ماتې در سره لېږدوئ مه، خو هېروئ یې هم مه، مه پرېږدئ چې تېروتنې مو د انرژۍ او وخت د ضایع کېدو لامل شي».
تاسو چې هر ځل ماتې خوری او پر ځمکه را غورځی، که تر اوسه ژوندي وی، باید را پورته شئ، له ځان او جامو څخه مو دوړې او خاورې پاکې کړئ او بیا حرکت وکړئ. بریا له یوې ماتې څخه د بلې ماتې پر لور هغه حرکت ته ویل کېږي، چې په هڅه او انګېزه کې مو بدلون نه وي راغلی.
زما مطلب دا نه دی چې ګواکې په ماتې کې هېڅ ستونزه نشته او ماتې ته په ګرمه غېږ ښه راغلاست و وایاست، بلکې زما مطلب دا دی چې دا زده کړئ، چې څه ډول خپله انرژي له ماتې څخه د یوه لوی شي د لاس ته راوړلو لپاره ولېږدوی. تاسې باید داسې عمل وکړئ، چې همدا ماتې ستاسو د بریا لپاره یوه انګېزه اوسي. د دې پر ځای چې په ګونډو مو کړي، لا مو باید قوي او پیاوړي کړي.
سکیلار ګرې لیکلي: «ستاسو شخصي، مسلکي او نوښتګر ژوند ټول سره په اړیکه کې دی. ما هم په خپل ژوند کې ډېرې سړې او تودې لیدلې دي او فکر مې کاوه چې زه یو بایلونکی یم. خو اړ شوم چې ځان له هغه حالت څخه را وباسم. زما په اند تر ټولو ډېر انګېزه ورکوونکې همدا د ژوند ستونزې دي، خو هغه وخت چې پوه شی، څه ډول باید له دې ستونزو سره مخ شی».
ایا د زړه له تله غواړی، مخکې له دې چې مړه شی، یو څه زده کړی؟ نو بریا ته د رسېدو لپاره مو خپلې هڅې او مینه یو پر دوه کړئ او مه پرېږدئ چې ستونزې او خنډونه مو په ګونډو کړي. په تېروتنو مو مه شرمېږئ، تجربه تر لاسه کړئ او بیا هڅه وکړئ.