د نړۍ په سیاسي ادبیاتو کې د ځواک بحث خورا مطرح دی او د هیوادونو د نړیوال حیثیت درجه بندي د هغوی د ځواک په رڼا کې کیږي. کله چې د ځواک بحث کوو، نو د نړیوالو اړیکو په چوکاټ کې پیاوړی پوځ او پرمختللي جنګي وسایل ذهن ته راځي. داسې انګیرل کیږي چې هر هغه هیواد چې د جګړې ډېره وړتیا لري، هماغه پیاوړی دی. خو په عصري نړیوالو اړیکو کې د ځواک تعریف او شرحې خورا ډېر بدلون موندلی او د نظامي وړتیا تر څنګ نور عناصر هم دي چې د یو هیواد د ځواک کچه ټاکي.
د هارورډ پوهنتون د استاد جوزف نای (Joseph Naye) له انده، ځواک هغه وړتیا ده چې پر مټ یې د نورو کړه وړه په داسې بڼه عیار شي، چې ستاسې د موخو په تر لاسه کولو کې ګټور ثابت شي. د دې تعریف په رڼا کې جوزف نای په خپل کتاب «نرم ځواک: د نړۍ په سیاست کې د بریا طریقه» کې ځواک پر دوو برخو وېشي، چې یو یې هماغه د جګړې وړتیا ده او د کلک ځواک نوم یې ورته ورکړی او بل هم نرم ځواک دی.
نرم ځواک په حقیقت کې د یو هیواد د جذابیت (Attraction) قوه ده چې نور هیوادونه او یا هم د نړۍ وګړي په هڅوونکې بڼه اړ باسي، چې له نوموړي هیواد څخه اغېزمن شي او د چارو په اړه داسې دریځ خپل کړي چې د نرم ځواک خاوند یې غواړي. د چارو په اړه د یو هیواد د جذابیت یا زړه راښکون د دې لامل کيږي چې د نورو ملاتړ را خپل کړي او له دې لارې خپلې موخې په آسانۍ او پرته له دې چې په شخړو کې ښکیل شي، تر لاسه کړي. یو هیواد چې په هره کچه د نورو خواخوږي، ملاتړ او فکري میلان له خپلو موخو سره عیاروي، په هماغه کچه د نرم ځواک له اړخه پیاوړی ګڼل کيږي. په نړۍ کې د نرم ځواک د کچې د ټاکنې لپاره یوه نړیواله درجه بندي (Soft Power Index) هم جوړه شوې ده، چې په دغه لېست کې فرانسه په ۲۰۱۹ ز کال کې تر ټولو پیاوړی هیواد شمیرل شوی.
د نرم ځواک بنسټیزې سرچینې د یو هیواد کلتور، سیاسي لید، کړنلارې، سیاسي ارزښتونه، علمي، مطبوعاتي او ټکنالوژیکي پرمختګونه ګڼل کیږي. د یو هیواد بډایه کلتور کیدای شي د نورو نیک نیت د را خپلولو لامل شي او د دغه نیک نیت په مرسته د بډایه کلتور خاوند هیواد وکولی شي، چې د خپلو موخو د تر لاسه کولو تکل وکړي. د بېلګې په ډول، د هندوستان فلمي نړۍ د دې لامل شوې چې له دغه هیواد سره د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو د ولسونو مینه او کلتوري اړیکه جوړه کړي او له دې لارې هندوستان توانېدلی چې د ځان لپاره خواخوږي او مینه وال منسجم کړي. همدا راز شونې ده چې د یو هیواد سیاسي ارزښتونه د نورو لپاره زړه راښکونکي وي. یا هم د نورو په مقابل کې د ترحم احساس د پردیو د ملاتړ د تر لاسه کولو لامل شي او همداسې د یو هیواد مظلومیت بیا کولای شي چې د ملګرو او خواخوږو په پیدا کولو کې ورسره مرسته وکړي. د بېلګې په ډول، پاکستان له ۲۰۰۱ ز کال وروسته په قبایلي سیمو کې د طالب جنګیالیو رابرسېره کیدل او له کبله یې ورته ورپېښو ننګونو پر مټ نړۍ ته ځان د تروریزم قرباني معرفي کړ. له دې چارې سره پاکستان پر دې و توانید چې د افغانستان هغه داعیه چې پاکستان د یاد هیواد په چارو کې مداخله کوي، کمزورې کړي. همدا راز پاکستان په همدې پلمه له ناټو او امریکا څخه خورا ډېرې مالي مرستې هم تر لاسه کړې.
د نرم ځواک اغېز تر ډېره د متقابلو هیوادونو سیاسي پوخوالي، کلتوري حیثیت، اقتصادي حالت، تعلیمي کچې او داسې نورو وړتیاو سره تړاو لري. د بېلګې په ډول، د امریکا د نرم ځواک اغېز ښايي په هغه کچه په انګلستان کې نه وي، چې په افغانستان، هندوستان یا بنګله دیش کې دی. د بېلګې په ډول، کیدای شي د امریکايي ټولنې معیارونه په انګلستان کې دومره لوړ ونه ګنل شي، لیکن همدا معیارونه بیا د سویلي آسیا د یادو هیوادونو وګړي په بېلګو کې کاروي. په بل عبارت، امریکايي معیارونه په یوه ټولنه کې د زړه راښکون لامل دي او د نرم ځواک په توګه یې ځینې هیوادونه تر خپل اغېز او سحر لاندې نیولي، خو په یوه بله ټولنه کې بیا همدا معیارونه تر پوښتنې لاندې راځي او ممکن نیوکې هم ورباندې وشي. د کلک ځواک په پرتله چې په هر ځای او هر حال کې په یو ډول د کارېدو وړتیا لري، نرم ځواک بیا له دې اړخه له ځانګړي محدودیت سره مخ دی، چې په يو ځای کې خورا اغېز خپروونکی دی، خو په یوه بله ټولنه کې هېڅ اهمیت ورته نه ورکول کیږي.
د ځواکونو د توپیر په بحث کې یوه جالبه نکته دا ده چې کله کله کلک ځواک د نرم ځواک محتاج وي، خو نرم ځواک تر ډېره بریده د کلک ځواک له انحصاره خلاص دی. د یو هیواد د کلک ځواک کارونه ډېری وخت اړ وي چې د نرم ځواک ملتیا له ځانه سره ولري. په دې لړ کې که وکتل شي نو د سپټمبر له بریدونو وروسته امریکا ځان نړۍ ته د مظلوم په توګه وړاندې کړ او له دې لارې وتوانېده چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد خپل نظامي ځواک وکاروي. بله خوا که بیا وکتل شي په عراق او افغانستان کې د چریکي جګړه مارو ډلو دا موخه چې غواړي امریکا له سیمې وباسي، د سیمې هیوادونو لپاره د زړه راښکون لامل شوې ده او همدا لامل دی چې د سیمې هیوادونه د دغه ډلو په اړه نرم دریځ پالي.
که څه هم د نړۍ په سیاست کې کلک ځواک خپل ځانګړی اهمیت او ځای لري او همدا دلیل دی چې هیوادونه د پخوا په څېر اوس هم په دې تکل کې دي، چې خپلې پوځي وړتیاوې لا پسې پیاوړې کړي، خو د نرم ځواک اهمیت په خپل ځای پاتې دی. نرم ځواک په کم لګښت د سترې موخې په تر لاسه کولو کې مرسته کوي او ډېری وخت ځواکمن هیوادونه اړ کوي چې له کمزورو هیوادونو سره د برابرۍ برخورد او چلند تمثیل وکړي. په دې لړ کې د هندوستان او چین تر منځ سیالۍ له کبله امریکا له هند سره خپلې ستراتیژيکې اړیکې پیاوړې کړې. امریکا د دې لپاره چې په سیمه کې د خپلو موخود ساتلو په پار د چین په مقابل کې د یو پیاوړي ځواک شتون ته اړتیا لري او د امریکا دا موخه هندوستان په ښه ډول پاللی شي، نو د هند جغرافیوي او اقتصادي حیثیت په دې قضیه کې نرم ځواک ګرځیدلی دی. همدا ده چې امریکا له هند سره په تېره یوه لسیزه کې خپله ستراتيژیکه ملګرتیا خورا پیاوړې کړې ده. همدا راز د افغانستان جغرافیه او له پاکستان سره یې جیو ستراتيژیکې خرابې اړیکې د دې لامل شوې، چې هند له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي مرستې وکړي.
د نرم ځواک کارول د افغانستان په څېر کمزوريو او بېوزلو هیوادونو لپاره خورا ډېر مهم او اړین دی. تر ټولو څرګند اهمیت یې دا دی چې بېوزله هیوادونه له مالي اړخه دا وړتیا نه لري، چې خپل کلک ځواک یانې پوځي ځواک پیاوړی کړي، نو اړینه ده چې د کم مصرفه ځواک د پیاوړي کولو هڅه وکړي او له دې لارې ورته متوجه ګواښونو سره د مقابلې وړتیا پیدا کړي. د یادونې وړ ده چې د نرم ځواک پیاوړي کول هم مصرف لري او داسې هم نه ده چې ګواکې د دې ځواک پیاوړي کول هیڅ ډول مصرف نه لري. د نرم ځواک، د نړیوالې درجه بندۍ له معیارونو سره سم، پیاوړي کول ډېر مالي مصرف ته اړتیا لري. خو د کلک ځواک په پرتله نرم ځواک یوه ښیګڼه لري چې یو هیواد کولی شي د خپلو مالي سرچینو له وړتیاوو سره سم یوازې هغه عناصر په نظر کې ونیسي، چې مصرف یې ګاللی شي. بناً، افغانستان کولی شي چې د خپل نرم ځواک لپاره یو چارچوب جوړ کړي او د نرم ځواک د پیدا کولو لپاره پر هغو عناصرو کار وکړي، چې وسه یې ورته رسیږي.
څرنګه چې پورته یادونه وشوه، د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې د نرم ځواک د درلودلو لپاره اړینه ده چې د هغو هیوادونو پوره څېړنه وشي او بیا هغه ټکي پیدا شي چې د ټولنې خپلولو کې رول لوبولی شي. د بېلګې په ډول، افغانستان د چین په مقابل کې د خپل نرم ځواک د پیاوړي کولو لپاره باید دغه هیواد ته په افغانستان کې د شته اقتصادي سرچینو له اړخه زړه راښکون پیدا کړي، دغه راز افغانستان کولای شي د منځنۍ آسیا پر وړاندې شته خطرونه او ګواښونه نوموړو هیوادونو ته په پوره توګه واضح کړي او له دی لارې هغوی خپل ملاتړي وګرځوي. اړینه ده چې لومړی د بېلابېلو هیوادونو چې ملتیا او ملګرتیا یې د افغانستان په امنیت، ټیکاو او پرمختګ کې رول درلودای شي، وپیژندل شي. بیا د دغو ټولنو څیړنه وشي چې هغه کوم څه دي چې د دوی زړه په را خپلولو کې به مرسته وکړي او بیا د دغو هیوادونو په وجود کې د نرم ځواک د پیاوړي کولو لپاره یوه عملي ستراتيژي پلې شي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان له ۲۰۰۱ ز کال څخه تر اوسه یوازې خپل د مظلومیت، بېوزلۍ او د ولس مجبوري د نرم ځواک د وسیلې په توګه کارولې ده. همدا راز په افغانستان کې د پاکستان ناوړه لاسوهنه دویم هغه څه دي، چې پر مټ یې د نورو هیوادونو د زړونو را خپلولو هڅه شوې ده. که وکتل شي، په لومړي سر کې دغه وسیلې خورا په بریا سره د افغانستان قضیه نړۍ مخ ته کېښوده او افغانستان ته یې خورا ډېر خواخوږي، ملګري او ملاتړي را جلب کړل. خو له بده مرغه، د نرم ځواک د ساتلو او د هغې د لا پیاوړي کولو په موخه تنوع او ابتکار پر ځای، پر همدې دویمو ضوعاتو تکیه وشوه چې د وخت په تېرېدو سره دا دوه سوژې خورا وسولېدلې او خپل اغېز یې له لاسه ورکړ. دا چې افغانستان د نړۍ سیاسي او اقتصادي ملګرتیا او ملاتړ ته اړتیا لري، دا چې افغانستان په سیمه کې د پیاوړو هیوادونو له خوا ورپېښو سترو ننګونو سره مخ دی او دا چې افغانستان د کلک ځواک د زیاتولو وړتیا نه لري، اړینه ده چې د خپل نرم ځواک د پیاوړتیا لپاره پر یوه ژوره ستراتيژي باندې فکر وکړي. په اوسنيو شرایطو کې د افغانستان بقا د نرم ځواک په پیاوړي کولو کې نغښتې ده.