شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

    ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

    ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د پېړيو دوامداره او تلپاتې اړيکې

لیکنه: نقيب الله مل

جنوري 20, 2020
in لیکنې
0 0

نن د افغانستان او چين ولسي جمهوريت د ډيپلوماټيکو اړيکو ۶۵مه کليزه ده، دا ورځ ۶۵کلونه وړاندې د ۱۹۵۵ ز کال د جنوري په ۲۰مه نېټه د دواړو هيوادونو د اړيکو په تاريخ کې د اړيکو د نوي پړاو له پيل سره برابره وه.

افغانستان او چين په اسيا کې د دوو لرغونو هيوادونو په توګه د اړيکو ځلانده مخينې پسمنظر لري، د ګاونډيتوب او هم د ښو دوستانه اړيکو په مزي سره پېيلي پاتې شوي دي. د دواړو هيوادونو د دوستانه اړيکو په لړ کې ډېر د پام وړ تاريخي کيسې تېرې شوې او شته. زه یې د يو داسې تاريخي سند يادونه دلته کوم، چې په اتلسمه پېړۍ کې چين ته د يو افغان ډيپلوماټيک پلاوي د سفر شاهد او ګواه دي او دغه مهم تاريخي سند د چين د تايوان په موزيم کې موجود دی.

احمد شاه ابدالي چې له ۱۷۴۷څخه تر ۱۷۷۲ ز کالونو پورې نه يوازې د افغانستان پاچا پاتې شوی؛ بلکې د معاصر افغانستان جوړوونکی او بنسټ ايښودونکی بلل کيږي، د ټول افغان ملت په زړونو کې له لوړ درنښت څخه برخمن دی او د بابا په وياړمن لقب باندې ياديږي. هغه وړتيا او ځيرکتيا چې احمدشاه بابا درلوده، د نوموړي ۲۵کلنې واکمنۍ په موده کې موږ ته د هغه په تر سره کړو سترو کارنامو کې له ورايه څرګنديږي. په سيمه کې د افغان ځواکمن او غښتلي دولت جوړول او رامنځ ته کول څه اسانه او ساده کار نه و.

د خپلې سترې او پراخې امپراتورۍ په موده کې يې تل له نورو او په تېره بيا له ګاونډيو هيوادونو سره د ښو او دوستانه اړيکو پاللو او د متقابل درناوي رويه ساتله او پرمخ بېوله. په دې اړه ډېر معلومات د تاريخ په پاڼو کې ثبت او خوندي دي. په همدې سلسله کې يې زه له چين سره د اړيکو يو ريکارډ او مهم تاريخي سند يادونې ته دلته د بېلګې په توګه تم کېږم.

د چين د تايوان په موزيم کې د څلورو ښکلو اسانو انځورونه په يوه ښيښه‌يي المارۍ کې اېښودل شوي، چې تر ډېره د ليدونکو پاملرنه جلبوي. په ۱۷۶۲ ز کال کې د ستر نوميالي افغان ټولواک احمد شاه ابدالي له خوا چين ته د سفر لپاره يو څو کسيز سفارتي استازی وټاکل شو او له کندهار څخه يې د چين پر لوري حرکت او اوږده ستړي مزلونه وکړل.

بالاخره پلاوی تر يو کلن سفر وروسته سهي سلامت په ۱۷۶۳ ز کال کې د چين د چينګ سلسلې د امپراتورۍ پايتخت اوسني بیجېنګ ته ورسېد او د چين د هغه وخت امپراتور  چيان لونګ ته يې د احمد شاه بابا له خوا د عالي نسل د څلورو ښکلو اسانو ډالۍ او پيغام وړاندې کړ.

هغه چې د دغو ښکلو نايابو اسانو انځورونه د چين د امپراتورۍ په دربار کې د مېشت اېټالوي نامتو ماهر انځورګر جيوسيپ کاستينګليون په ډېر دقت او لوړ مهارت سره جوړ او انځور کړي دي، د دې انځورونو اصلي نسخه د چين د تايوان په موزيم کې ساتل کيږي.

دا تاريخي سند د افغانستان او چين تر منځ د هغه وخت دوو اړخيزو لرغونو دوستانه اړيکو په ښودنه او څرګندونه کې تر ډېره مهم، د پاملرنې او يادونې وړ دي.

دغه مشهور اېټالوي انځورګر جوسيپ کاستګليون د چين امپراتورۍ په دربار کې د عمر تر پايه پورې پنځوس کلونه پاتې شوی دی او د هغه وخت مهم ملاقاتونه او صحنې يې په لوړ مهارت سره انځور کړې دي. په ټوله کې د چين د هغه وخت له دريو امپراتورانو سره په څنګ کې پاتې او په دربار کې ژوند یې کړی دی.

د افغانستان او چين د اړيکو په برخه کې نه يوازې د دغو څلورو اسانو انځورونه مهم او د ستر ارزښت لرونکي دي؛ بلکې د نوموړي افغان پلاوي د غړو څېرې، لباسونه چې د دربار يو بل چيني انځورګر له خوا انځور شوي دي، هم تر ډېره په زړه پورې او د يادونې وړ دي.

موږ د افغانستان او چين تر منځ د سفارتي راشه درشې په لړ کې له احمد شاه بابا وروسته ثبت شوې څو مهمې د يادونې وړ نورې بېلګې هم لرو، لکه په ۱۸۶۵ ز کال کې امير شيرعلي خان هم خپل ځانګړی استازی او اته اسان د چين امپراتور ته لېږلي دي، په ۱۹۱۱ ز کال کې په چين کې د جمهوريت په راتګ او د امپراتورۍ لړۍ په پای ته رسېدو په ۱۹۲۲ ز کال کې د امان الله خان او د نوي خپلواک افغانستان پر مهال د دواړو هيوادونو تر منځ د استازو او سفارتي تګ راتګ اړيکې ټينګې شوې دي.

په ۱۹۵۵ ز کال کې د چين ولسي جمهوريت د تأسيس په شپږم کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه د افغانستان د شاهي دولت د بهرنيو چارو وزير محمد نعيم او د چين صدراعظم چو وين لای د اندونيزيا په باندونګ ښار کې د ناپېيلو هيوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې د رسمي، سياسي او ډيپلوماټيکو اړيکو د ټينګښت اعلاميه خپره کړه او يوه اونۍ وروسته يانې د جنوري په ۲۰مه نېټه د دواړو هيوادونو تر منځ رسمي، سياسي او ډيپلوماټيکې اړيکې تأسيس او د يو بل هيوادونو په پلازمېنو کې دايمي سفارتونه جوړ او پرانيستل شول، چې پرون يې موږ د ۶۵مې کليزې يادونه او نمانځنه وکړه.

 

Share7Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

جولای 25, 2026

امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

جولای 25, 2026

ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

جولای 25, 2026

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In