معمولاً زموږ ډېریو لپاره د یوه کاري فرصت په لاس راتلل له ډېرې خوښۍ سره مل وي. که تاسې هم له دې ډلې کسانو یاستی، ښه ځانګړنه نه لری. ځکه تاسې د یو اندک او یا هم له توان، وړتیا، مسلک، مهارت او علاقې خلاف یو کاري مسوولیت منلو ته هم تیار یاستی. پام مو وي، په کار او دنده کې تر ټولو ارامي او عزت نفس ډېر مهم دي. که د یو کاري مسوولیت اخیستو پر مهال دقیق فکر ونه لری، ممکن ډېر ژر د دغه بد دام ښکار شی. ښه ده چې د یو کاري فرصت له ګټې اخیستو یا د هغه له مسوولیت منلو مخکې د هغه ټول اړخونه ښه و ارزوئ. موږ په همدې اړه درته ځینې سپارښتنې کوو، څو تاسې د یو بد او په اصطلاح یو داسې مسوولیت د منلو په دام کې ګیر نه شی، چې وروسته درته په درد سر بدل شي.
د یو کاري مسوولیت د منلو یا اخیستو پر مهال د هغه منلو ته ډېره بیړه مه کوئ، کولای شی د هغه د ښه ارزولو لپاره له ۴۸ تر ۷۲ ساعتونو وخت واخلی او له ښه دقیق لوستو وروسته د هغه په اړه اخري فیصله وکړی. تاسې هم دغه ځینې موارد په نظر کې ولری، څو یوه ښه پرېکړه وکړی.
۱ـ ایا کولای شم چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې ځان په همدې موقف کې تصور کړم؟
هر کار او دنده د ډېر وخت لپاره د یو مسوولیت منل وي. نو پر دې اساس، ښه ده چې د اړوندې دندې او کار په اړه له یو کال زیات په یو وار باندې مسوولیت ونه منئ. له دندې سره په څنګ کې چې کېدای شي د هغه مسوولیت ومنی، ښه ده چې د اړوندې ادارې مسیر هم په نظر کې ونیسئ. باید د دندې په منلو سره د یو- دوو کلونو لپاره تاسې په هغه کې د پاتې کېدو لپاره ډاډه اوسی او په بله دنده پسې ونه ګرځی.
په دې اړه بله مهمه نقطه دا ده چې تاسې باید په تاسې پورې د اړوند کار د مسوولیت په اړه ښه درک ولری. ایا ستاسې د بست نوم ستاسې عملي یا کاري مسوولیت په ټوله مانا اخیستلای شی او که نه د بست نوم مو یو او عملي کار مو بیا بل دی؟ ایا ستاسې په واسطه سر ته رسېدونکی کار د همدې شرکت یا ادارې د ګټو اړوند دی او که نه د بل چا ګټې پالي؟ تاسې ته در سپارل شوی مسوولیت خو به ستاسې د مسلک خلاف نه وي؟
باید د کاري مسوولیت د راتلونکي ارزونې په اړه د خپل راتلونکي ژوند په اړه یو ښه تصویر ولری، په راتلونکي کې مو خپل موقف او له هغه سره د ژوند مناسبه بڼه ترسیم کړی. که تر اوسه په دې اړه څه معلومات نه لری، له مدیر یا رییس نه مو وپوښتئ چې په دې اړه تاسې ته لازم معلومات در کړي، څو تاسې وشی کولای چې خپل مسوولیت په ښه ډول ومنی.
۲- ولې دا مسوولیت منم؟
د دغه پوښتنې لپاره سم او ناسم ځواب نشته. تاسې باید هغه کار وکړئ، چې ستاسې په ګټه وي. تاسې همدا پوښتنه خپله له ځانه وپوښتئ، چې ایا د دغه کار مسوولیت منل ستاسې په ګټه دي او که په تاوان؟ په دې اړه له ځان سره ښه فکر وکړئ، چې د دې مسوولیت منل به له تاسې سره د خپلو لویو یا ارزښتناکو موخو په لاسته راوړلو کې مرسته وکړي او که نه؟ او حتی هغه خوندونه یا په اصطلاح اسانتیاوې هم په نظر کې ولری، چې تاسې ته به د دغه مسوولیت په منلو سره په لاس درځي.
د خپلې علاقې له مخې او یا هم د ډېر امتیاز د لاس ته راوړلو لپاره د یو کار سر ته رسول، ډېرو خبرو ته اړتیا لري چې باید په اړه یې وشي، تاسې په دې اړه له ځانه وپوښتئ، کوم یو یې ستاسې لپار ه ارزښت لري د علاقې له مخې د یو کار سر ته رسول او که د ډېر امتیاز. د خپلې علاقې اړوند یوه برخه کې کار کول ډېر خوند لري؛ خو د ډېر امتیاز د لاس ته راوړلو لپاره د یو مسوولیت منل هم کومه بده خبره نه ده. که د ډېرو مادي حقوقو د لاس ته راوړلو لپاره د یو کار مسوولیت منی، دا ټاکنه مو هم د یو دلیل له مخې ده، دا دلیل په هېڅ وجه بد نه شي ګڼل کېدای. دلته د سم او ناسم انتخاب خبره نه ده، فقط یوازې دومره باید باوري وی چې دا ټاکنه مو په بیړه نه ده کړې، بلکې د غوره والي لپاره یې ښه دلایل لری، بس همدومره کاپي ده.
۳- ایا د کاري حقوقو په اړه مو له اړوندې منبع سره مذاکره کړې ده؟
دا مهمه نه ده چې تاسې څومره ښه کاري فرصت پيدا کړی دی یا تاسې هغه ته څومره خوشبین یاستی. د یو کاري مسوولیت تر منلو مخکې حتماً له اړوندې منبع سره مذاکره وکړئ. له اړوندې منبع سره د ویل شوي کاري مسوولیت په اړه مذاکره له میاشتني معاش ډېر څه دي، د بېلګې په ډول: رخصت ورځې، ټرانسپورټ، میاشتنی معاش، ورزش یا تمرین کول، مشخص کاري وخت، مالیه ورکول، د شرکت یا ادارې له خوا کارکوونکو ته د ښو فرصتونو برابرول او دې ته ورته نور موارد.
ښه ده چې د یو کاري مسوولیت له منلو مخکې په دې اړه له اړوندې منبع سره دا خبرې ښې پاینل کړئ، که نه وي بیا به وروسته له کار او دندې ستړي او په ټوله کې به مو د ځان په اړه نظر یو ډول منفي شوی وي.