پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

تاریخ او پوپولیزم

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

جنوري 21, 2020
in لیکنې
0 0

پوپولیزم هغه سیاسي منطق ته وایي چې په مټ یې پوپولیستان ملتونه د سیاسي او ټولنیزو کښالو په ټکر کې د خپلو موخو په ګټه د ماکیاولي د ظالمانه تیوریو په ترڅ کې کاروي.

په ټوله کې د پوپولیزم د معاصرو څرکونو ټاټوبی امریکا دی، چې له ۱۹مې پېړۍ څخه راپیلېږي. په ۲۰مه او ۲۱مه پېړۍ کې هلته بیا هم د پوپولیزم بېلابېل ډولونه تر سترګو شول، مګر په ۷۰یمه لسیزه کې په لوېدیځه اروپا کې دا عوام فریبانه حرکتونه پر منظمو خوځښتونو بدل شول، چې په را وروستیو لسیزو کې د دغو تحریکونو غوښتني سره منظمې او همغږې شوې او د ۲۰۰۸ ز کال د نړیوال اقتصادي کړکېچ له امله د پرمختګ او ولسي محبوبیت تر ټولو اوچې کچې ته ورسېدې.

بل لور ته هغه پوپولیزم چې د امریکا په تاریخ کې وزیږېده، ستر شو، چاغ شو او تر اروپا هم ولیږدول شو، پر همدي بنسټ د سیاسي باور له مخی نه شو کولای چې پوپولیزم او پوپولیستي کړنې یوازې په ښي اړخو یا کیڼ اړخو پورې یا یې په یو له دغه ډلګيو پورې وتړو او تعریف یې کړو. ځکه هم ټرمپ د همدې پوپولیزم او پوپولیستي کړنو برخه ده، هم برني سندرز، هم د فرانسي ملي جبهه او مارین لوپین چې په ۲۰۱۶ ز کال کې یې ولسونه د پوپولیزم ډول ته ونڅول او هم د امریکا د خلګو ګوند چې په ۱۸۹۲ ز کال کې او هم پودموس په اسپانیا کې همدغه کار په یو بل ډول تر سره کړ.

په ټوله کې پوپولیستان د یوې ټولني د دودیزو او ژغورونکو ډلو پرخلاف داسې غوښتنې مطرح کوي، چې دوی هم پوهیږي چې ممکنې او معقولې نه دي، مګر د ولس او واکمنۍ او یا د واکمنۍ او اپوزیشن خواه تر منځ واټن رامنځ ته کوي او د ملتونو د سپېڅلو آرادو د اغېزمنولو په موخه د دوی واک ته د رسېدو او یا د یوه واقعي ولسي جریان د تخریب سبب ګرځي.

د بېلګي په توګه، برني سندرز د هیلري کلینټن پرخلاف دا چې پوهیده چې نه شي کولای ګوندي ټاکنې وګټي، مګر بیا یې هم د خپل حیثیت د اعادې په برخه کې د بېوزلو امریکایانو لپاره ځینې خیالي شعارونه ورکړل، لکه په یوه ساعت کې د ۱۵ ډالر مزد تر لاسه کول او یا ټولو ته د یوه ډول او برابرو روغتیایي بیمو حق ورکول. ولې که د دې خلاف سندرز د ۷ ډالرو او ۱۵ سینټو پر ځای د ۷ او ۷۰ سینټو ویلي وای، نو ممکن نه وو چې د ولس پام دې ورته اوښتی وای او د سندرز دا غوښتنه په حقیقت کې د ولس او واکمنې ډلې تر منځ د اوبو خړول او ماهیانو نیولو لوبه وه.

دا ډول که ټرمپ یوازې له مکزیک سره په پوله کې د عسکرو ډېرول ویلي وای او یا د ډنمارک ښې اړخي ګوند یوازې د کډوالۍ د کمولو غوښتنه کړې وای، نو فکر نه کېده چې د دوی دغو غوښتنو دې ولس د دوی لور ته ورمات کړی وای او یا دې د ولس او واکمنې ډلې تر منځ د ځان په ګټه د افتراق سبب کرځېدلي وای، مګر کله چې ټرمپ وویل چې دی به له مکزیک سره داسې دېوال ورغوي، چې لګښت به یې هم د مکزیک حکومت ورکوي او یا به په ټوله مانا د کډوالو د تګ مخه ونيسي، نو دا هغه پوپولیستي کړنې وې چې د ولس پام یې بدل کړل، که څه هم نه مکزیک امریکا ته د دېوال جوړولو لګښت ورکړ او نه د ډنمارک ښې اړخي ګوند د فرانسې د ملي جبهې او مارین لوپین په ګډون چې هغې هم له کډوالو او په ځانګړي ډول مسلمانانو سره د کرکې پارونې او مقابلې له لارې غوښتل واک ته ورسیږي او سیاسي قدرت تر لاسه کړي، بیا هم پاتې راغلل.

پوپولیستي ډلې او کمپاینونه ډېر کله په سیاست کې د یوه غبرګون په توګه عمل کوي.

په امریکا او اروپا کې پوپولیست خوځښتونه هغه مهال ډېر بریالي او فعال وي، چې کله ولس د واکمنې سیاسي ډلګۍ له کړنو ستړی او هغه څه چې د حللارې په توګه یې وړاندې کوي، یو ډول د خپلو غوښتنو، لومړیتوبونو او هیلو پرخلاف وبولي.

داسې مهال پوپولیستان ځانونه د دغسې مایوسه او ګیله منو غوښتنو اصلي استازي بولي، ورڅخه خبرې کوي او په ټوله کې د ولس دغه ناخوښي او ستونزې دوی په یوه سیاسي جریان کې رانغاړي او له همدې ځایه د ولس او واکمنې کړۍ تر منځ راپورته شوې ناخوښي او درز لا چاغوي، پړسوي او بیا د ناچارۍ دغه حالت د خپلو سیاسي ستراتیژیو او موخو په دفاع او ورته رسېدو کې کاروي.

بل لور ته داچې لوېدېځ پوپولیزم د خپل کلتور، ادب او سیاست برخه ګڼي او لوېدېځ واکې پوپولیستان له ناکارې ورهاخوا هېڅکله خپل ملت ته د شر، خپل تاریخ ته د ذلت او په ټوله کې خپل ګوند او ډلې ته د سرټیټۍ سبب نه دي ګرځېدلي، نو تر دې زیات بحث پرې لازم نه ګڼم.

مګر کله چې خبره ختیځ او هلته هم اسلامي خاورو او د سعودي، مصر، پاکستان، ایران او افغانستان په څېر هېوادونو ته چې د نړۍ تر ټولو فاسد، خپل چاري، پراډیان، مستبد او ډیکټاټوره سیاستوال یې واکمنان دي، ورسېږي؛ نو پوپولیزم نه یوازې د همدغو ټولو ناخوښو اوصافو قاموس ګرځي، بلکې ګورو چې د قانونیت او ولسواکۍ په نشتون کې واکمنان د اقتدار پر خطرناکو نشو اخته شوي، ټولنه یې له کابو کولو ستړې، بې وسه او حتی ټکېدلې ښکاري او دا حالت همدا اوس زموږ په سیمه او هېواد کې مونږ د یوه عظیم ملت په توګه احساسوو، څه چې مونږ یې تر ماتېدو او غرقېدو رسولي یو.

د بېلګې په توګه، د کابل د مارکېټونو تر ټولو تود کاروبار د تابوتونو خرڅلاو دى، د کابل پلورنځۍ کفنونه خرڅوي، په کابل کې ژوند تصادف او مرګ سر نوشت دی، د ورځې لږ تر لږه ۳۰۰ انسانان، مسلمانان او افغانان د یوه داسې چا د واک په نشه او د شعار په ټس کې مري، چې نه په پیل کې د جمهوریت په لار واک ته رسېدلي او نه یې اوس د جمهوریت په لار واک ته د رسېدو آراده کړې ده؛ خو د يوويشتمې پېړۍ همدا بدنام پوپوليست حکمران ځان د اماني رنګونو رنګينه ګڼي، کله د امان الله خان په یاد رنګینې ماڼۍ جوړوي، کله د اماني زمانې د ریفورم یادونه کوي او کله خپله بدنامه واکمني د غازي امان الله خان د ناتمام فصل بشپړوونکې ګڼي، حال دا چې د غازي امان الله خان تر ټولو غټ کار، ریفورم او ویاړ د یوه تاریخي بحث او ملي عزت په توګه د افغانستان سیاسي خپلواکي وه، لکه څنګه چې یې توره را و ايستله او پرنګي سفیر ته یې ويې وويل: «که څوک زموږ په کورنیو چارو کې يوه زره هم لاسوهنه وکړي، سر يې په دې توره له تنې پرې کوم».

مخ يې د برېټانیا سفير ته ور واړاوه او ويې وويل: «پوه شوې؟»

سفير ښکته کتل: «هو صيب »

ولې برعکس په یوه توندلارې پوپولیستي ګام کې د تاریخ له ګردونو د یوه ملي اتل را ایستل، بیا د هغه په نوم، ویاړونو او لاس ته راوړنو د ولس تېر ایستنه او بیا د بیت المال په مال دغه خیالي انځور پړسول او د حکومت په زور دا ریشخند تمثیل رښتیا ښودل، هغه چاره ده چې شاید په لنډمهال کې چلښت ولري؛ مګر په ډېر نږدې راتلونکي کې به یې اصلي څېره بربنډېږي او رسوایي به یې هېڅکله د جبران وړ نه وي، هغه چې د ۱۳۹۸ لمریز کال افغان ولسمشریزې ټاکنې او هلته بیا د ولس پڅ څه چې هېڅ ګډون او له همدې حسابه د غني رایې مونږ ته دا راښیي چې افغان ملت د نړۍ د نورو ملتونو په توګه نور عمل غواړي، ولس غولونه، چل، دوکه، پراډ، ټګي او پوپولیزم کېدای شي څه وخت د ولس حقانیت سرګردانه کړي او بازار ولري؛ مګر دا ناممکنه ده چې ډېر عمر دې وکړي.

د روان توندلاري او ریشخند پوپولیزم یوه بله بېلګه په داسې ډول چې ولسمشر غني څلويښت کاله په امريکا کې وو، مګر هېڅکله يې د خپلې عاطفي مجبورۍ په وجه کوم افغان ماشوم په غيږ کې نه نیو، ولې اوس چې په کور د ننه ولایتي او بهر ته د الوتکو له لارې سفر کوي، د مسافرو مینځ ته ځان رسوي، له خلکو سره د خواله تر څنګ د هغوی ماشومان هم په غیږ کې نیسي او انځورونه ورسره اخلي؛ مګر د ملتپالنې په یو برعکس کردار کې هره مياشت به په زرهاوو افغان ماشومان د ولسمشر غني د لښکرو او بهرنیو دوستانو له لاسه یې د بمونو او توپونو په پارچو غلبیل غلبیل او ټوټه ټوټه کیږي، په سترګو کې په مرمیو ویشتل کیږي، بې پلاره کیږي او د ژوند ټولې خوښۍ ورڅخه تروړل کیږي.

همدا اوس په وردګو کې د يتیمانو شمېر له ګڼلو تېر دی، په لغمان کي يې همداسې درواخله، د پروان يتيمان خو د ارګ د دېوالونو سيوري ته نشه یي توکي خرڅوي، ډاکتر غني په پنځه کلن حاکميت کې سلو يتیمانو ته يو دارالايتام جوړ نه کړ، خو په هوايي ډګرونو او مسافر وړونکو ايربسونو کې بيا له ماشومانو سره داسې انځورونه اخلي ته به وايې، چې همدا سړى له نوي افغان کهول سره د مينې او عاطفې مجسم سمبول دى.

بل لور ته دا ناروغۍ یوازې زموږ تر واکمنو او چارواکو راټوله نه ده، که سړی وګوري، نو وبه ویني چې په خواشینۍ سره دا چاره اوس د یوه شخصیتي خصلت په توګه په یوه ملي ساري ناروغۍ اوښتې چې د یوې پاکې ټولني روح زبېښي او له حرکت او نوښته یې غورځوي.

د بېلګې په توګه، زموږ ځینې سیاستوال چې ځانونه روښانفکران هم ګڼي او پر پيرانو او حضرتانو باور لرل څه چې د ټولنې د ډېرو ټيټو پاړکیو په سترګه هم ورته نه ګوري، خو د عوام فريبۍ لپاره د همدغو حضراتو لاس مچوي، د دې تر څنګ زموږ په ټولنه کې پوپولیزم د یوې سیاسي تګلاري او ټولنیز خصلت تر څنګ، اوس د ملا او افتا تر مسنده هم د یوه سلیقوي قرائت د توجیې په موخه رسېدلي چې ښې بېلګې یې د مجاهدینو د رهبرانو اوسني او پروني دریځونه، تفسیرونه او حتی د یوه چا، فکر او ډلې پر ملاتړ او دښمنۍ کې د تکفیر تر کچې فتواګانې دي.

دا لړۍ نه یوازې ونه درېده؛ بلکي د تېر په څېر مګر پر یو بل تعریف او دریځ کې چې هغه درباري ملایان او د استعمار په چوپړ کې په اجره، کرایه او سیاسي راشن اموخته داسې مفتیان دي چې په تېرو دوو لسیزې کې یې تل د جګړې د دوام، د شرارت د شدت او د افغان وژنې د تمدید په موخه تل د دین، مذهب، منبر او مسجد له دریځه ناوړه ګټه اخیستې او د رواني افغان وژنې د درېدو پر ځای یې مقابل لوری په ملا ورته ټپولی او د انتقام اخیستلو تر درشله یې هڅولی، کوم چې د دغسې څېرو د پېژندني مالوم ادرسونه (۴۰ کاله په توپان کې) د کریم خرم صیب په څېر له حقایقو مالامال کتابونه دي.

بل لور ته زموږ تر څنګ زموږ ګاونډي هېوادونه او ملتونه هم له دغه درد څخه ځوریږي، هغه چې په ګاونډ ایران کې د محمد رضاشاه بلواکي رژیم او د اسلامي انقلاب په دوران کې یې د احمدي نژاد او حسن روحاني دولتونه هغه حکومتونه وو، چې د خپلو غوړو ژمنو پر خلاف وروسته له هغه چې واک ته رسېدلي، پر خپلو ولسونو یې میچنې ګرځولې، ټولنیزې ازادۍ یې ور محدود کړې او په اقتصادي برخه کې یې د واقعیتونو پرخلاف ګونګ او پوپولیستي توجیحات وړاندې کړي.

پر پاکستان او سعودي ځکه خبره کول منطقي نه ده، ځکه هلته له سره د سیاست کولو او واک چلولو سیسټمونه د ولسونو د ماشیني کولو، استبداد او فساد زېږنده دي، چې ښه بېلګه یې په پاکستان کې د پنجابي یوغ او بې عدالتۍ پر خلاف د بلوڅو او پښتنو ملتپالو خوځښتونو راټوکېدنه ده، هغه چې د پښتون ژغورني غورځنګ یې د ټولنیزو حقونو په برخه کې د نن مطرح خوځښت دی.

د تاریخي پس منظر په رڼاه کې د دغسي ټولو جریانونو مطالعه مونږ دې پایلې ته رسوي، چې تر کله هم ملتونه له لوېدیځه تر ختیځه پر خپله ملي او ولسي آراده سمبال خوځښتونه رامنځ ته نه کړي او هغه بیا د واک اخیستلو تر درشله د ارزښتي ولسواکو دریځونو په سیوري کې تر رهبرۍ ونه رسوي، نو د تاریخي کتنو او موجود حقیقت په پایله کې به هېڅکله د خپلو غوښتنو استازې ټولنه او رهبري ونه لري.

دا ځکه پر نړۍ واکمن لوېدیځپاله رهبري چې بنسټیز عناصر یې ډار اچونه، یرغل، اشغال، د آزادو ملتونو غلامول او پر نیسبي ځان بسیایني د ولاړو حکومتونو نسکورول دي، عملاً د دې اجازه نه ورکوي چې نړۍ د پوپولیزم، یرغل او له یو قطبي حالت څخه بدلون وکړي. ځکه که داسې وشي، نو په هغه شېبه امپرالیزم ماتیږي، د یرغل او اشغال په مټ جوړه امپراتوري یې دړې وړې کیږي، نور د درېیمي نړیوالې جګړې امکانات صفر ته راټیټیږي او هغه غربي نظم چې نن د استعماري ثروت او وحشت په پایله کې په یوې آزادې نړۍ واکمن دی، پای ته رسیږي.

Share45Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پینګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې د پای ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

د چین د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس څلورمه غونډه پای ته ورسېده

مارچ 12, 2026

جانګ ګوه چینګ د اټومي انرژۍ په دوهمې سرمشريزې کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

چين: د افسوس وړ ده، چې د روسيې په وړانديز د منځني ختيځ د حالاتو مسوده تصویب نه شوه

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In