شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

    ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

    ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

په چين کې د نوي کال د شپې هنري ننداره

نقيب الله مل

جنوري 26, 2020
in لیکنې
0 0

نوی کال، يانې د طبيعت تازه کېدنه، غوړېدنه او نوې ساه اخيستنه، له تېر کال سره خدای پاماني او د نوي کال د هرکلي په مانا ده. د نمانځنې دودونه يې په بېلابېلو سيمو او هيوادونو کې د وګړو تر منځ د يو منل شوي کلتور او دود په توګه شتون لري.

له ډېرو پخوا زمانو راهيسې خلکو د دې لپاره چې د خپلو چارو په تېره بيا د کرکيلې او کښتونو لپاره ښه تنظيم او ترتيب ولري، په يو اغېزمن چوکاټ او مهالوېش کې يې راونغاړي او تر سره یې کړي، د جنتري(کالیزه) اړتيا د پوره کولو او موندلو په لټه کې وو، له نېکمرغه دا اړتيا په چين کې خلکو ډېره مخکې درک او پوره کړې وه. څرنګه چې معلومه ده چين يو لرغونی زراعتي هيواد دی او په نړۍ کې په کرنيزو چارو کې مخکښ او د اوږدې مخينې درلودونکی پاتې شوی دی، تر ډېره يې ځانګړې کرنيزه کاليزه هم د خپلې بزګرۍ چارو پر بنسټ ټاکلې او جوړه کړې ده.

چينايانو په خپل کرنيز کاليز کې له اوږدو مودو او زمانو راهيسې ځينې ځانګړې دوديزې ورځې ټاکلې او معلومې کړې دي، له دې ډلې يو د چين نوی کال دی. زه دلته يوازې د نوي کال او د نوي کال د شپې هنري نندارې په اړه خبرې کوم.

څرنګه چې نوی کال او نمانځنه يې په چينايي ټولنه کې له ستر کلتوري ارزښت څخه برخمنه ده او په مناسبت يې بېلابېل فعاليتونه جوړېږي، په همدې سلسله کې نن سبا د بیجېنګ ښار په بڼه کې له همدې امله بدلون تر ډېره د هر چا پاملرنه جلبوي. اه رښتيا، نه يوازې د بیجېنګ بڼه، بلکې په چين کې د ټولو ښارونو، کليو او بانډو په څېرو کې له ورايه څرګند بدلون ليدل کيږي. سړکونه، لارې، کوڅې، ودانۍ او د کورونو په دروازو قنديلونه، څراغونه او ملي بيرغونه او د نوي کال په اړه د خلکو د علاقې اندازې دا ښکارندويي او څرګندونه کوي. د چين سږنی دوديز کال د موږک له کال سره برابر دی او موږک په چيني ټولنه کې د ځيرکۍ، هوښيارۍ، چالاکۍ، تېزبينۍ په مانا او سمبول ګڼل کيږي.

د چينايانو نوی دوديز کال، نوروز يا په بله اصطلاح پسرلنی اختر، په چين کې تر ټولو مهم، لوی او د ستر کلتوري ارزښت درلودونکی دی. دا په نړۍ کې يو له فوق العاده او سترو اخترونو حسابيږي.

هغه چې وايي، ژوندي ملتونه تل د ژونديو دودونو او کلتورونو درلودونکي وي، درنښت يې کوي، پالنه يې کوي او په خوند، شوق او ذوق يې نمانځي. له دې ډلې يو چيني ملت دی، له دوديزو ورځو او جشنونو يې يو د نوي کال ورځ او اختر دی، د نمانځنې په اړه يې له وړاندې چمتووالی نيسي، رارسېدو ته يې شېبې شماري او د نوي کال د نمانځنې د فعاليتونو په لړ کې د نوي کال د شپې هنري ننداره يې بيا تر ټولو ستره او د يادونې وړ ده.

د چين د دوديزې جنترۍ له مخې، د هر کال د وروستۍ ورځې په شپه د دې هنري نندارې تر سره کېدنه او جوړېدنه اساسي برخه ده. د نوي کال د شپې هنري نندارې نوښت په ۱۹۷۹ ز کال کې د چين د مرکزي راډيو- ټلوېزيون له خوا وشو او ډېر ژر دا هنري ننداره د نوي کال د شپې نه جلاکېدونکې برخه وګرځېدله او په دې ترتيب له ۱۹۸۳ ز کال څخه دا ننداره په پرله پسې توګه له ۳۷ کلونو راهيسې دوام لري او د هر نوي کال په شپه تر سره کيږي.

په دې ننداره کې د لوبغاړو  شمېر سلګونو ته رسيږي، د يوې سترې پياوړې هنري ډلې له خوا يې هر حرکت په ځير تر سره کيږي، نږدې شپږ مياشتې وړاندې يې د لوبغاړو روزنيزې او تمريناتي چارې پيل کيږي او د بېلابېلو ازمايښتي پړاوونو په ترڅ کې په دقت سره بشپړېږي او تر وروستي پړاوه  رسيږي.

د نوي کال د شپې سږنۍ هنري ننداره يوه بشپړه او جالبه ننداره وه، هغسې چې پر سټېج، صحنې او لوبغاړو باندې يې ډېر کار شوی و، ساز او موسيقي، سندرې او نڅاوې، اوپراوې، ټوکې ټکالې، د ټولنې تودې مسئلې، د وګړو مهمې اساسي اړتياوې، د وګړو له ژوند سره تړلې کيسې، داستانونه، د ټولنې حقيقتونه، ښېګڼې، ښکلاګانې، د يوې سوکاله شتمنې ټولنې جوړولو د هدف پوره کول او داسې نورو مهمو برخو ته پکې ځای ورکړل شوی و. همدارنګه ځينې هغه ناوړه، ناسمې ځوروونکې پديدې، بدګڼې، فساد، کاغذپراني، فريب، جعل او داسې نور يې په لوړ مهارت سره وغندل او ورټل.

د سږنۍ هنري نندارې بله مهمه ځانګړتيا دا وه، هغسې چې د هر اړخ او نظر له پلوه غني او بشپړه وه، ويې کولای شوی چې د چيني ملت سعادتمندي، نېکمرغي او په اوسني عصر کې د ورخلاصون په مټ د لا پرمختياوو په لوري د سترو هڅو تصوير وړاندې کړي.

دا هنري ننداره لکه څومره چې د خپلو پراخو نندارو او لوبغاړو له پلوه بې مثاله او بې سياله ده، همداسې د مينه‌والو او ليدونکو د شمېر له پلوه هم نوموتې ده. له همدې امله د نړيوالو ريکارډونو په کتاب «ګېنز» کې ثبت ده. اصلي ستره ننداره يې په بیجېنګ کې وه او نورې کوچنۍ نندارې يې په یو وخت کې په جنګ جو، ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو کې تر سره شولې.

سږنۍ هنري ننداره د چين ميډيا ګروپ له خوا جوړه او تر سره شوله، پراخو ټولشموله غني محتواياتو ته پکې ځای ورکړل شوی و او د دې تر څنګ، مسلکي کاري ډله يې د نويو پياوړو تخنيکونو او ټکنالوژۍ ونډه هم پکې تر ډېره مهمه او د پام وړ وه. د لومړي ځل لپاره تصوير جوړولو او وړاندې کولو کې د 8K+5G ځيرکو کامرو کارونه تر سره شوه. د ننه په چين او بيرون کې د ډېرو ټلوېزيوني شبکو پر پردو باندې وښودل شوله. په ۱۷۰ هيوادونو کې نږدې ۵۰۰ رسنيو پوښښ کړې وه.

دا هنري ننداره ټوله څلور ساعته وه، د چين په وخت د ماسختن په اتو بجو د چينا ميډيا ګروپ د چين مرکزي ټلوېزيون په تالار کې پيل او د شپې په دوولسو بجو او د نېټې په بدلون او د نوي کال د زنګ په کړنګېدو، تر يوې بجې يې دوام وکړ.

په پام کې وه چې د دې هنري نندارې ځينې مهمې، جالبې په زړه پورې صحنې او برخې راټولې د دوستو هيوادونو د اړوندو ټلوېزيوني چينلونو او د لويو سينماګانو پر پردو باندې وښودل شي.

Share9Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

جولای 25, 2026

امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

جولای 25, 2026

ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

جولای 25, 2026

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In