پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

تل د زده کړې په لټه کې اوسئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

جنوري 27, 2020
in لیکنې
0 0

له زده کړې لاس مه اخلئ، که نه ژوند به درته سخت وي. «جان» له هغه وروسته چې د نایجیریا په سولیجه ایالت کې یې ښوونځی بشپړ کړ، نو د هېواد په یوه معتبر پوهنتون کې یې د ډاکټرۍ او جراحۍ په برخه کې خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړه. دی په خپلو زده کړو کې ډېر جدي و او خپلې موخې ته ژمن و. ان یوه ورځ به یې هم غیرحاضري نه کوله. له اوو کلونو لوړو زده کړو وروسته، هغه په خورا لوړو نمرو فارغ او یو تکړه ډاکټر ترې جوړ شو، خو له دې سره سره یې بیا هم له مطالعې لاس وانه خیست. نوموړي همداسې خپلې مطالعې او په اړوند برخه کې نویو څېړنو ته ادامه ورکړه. یوه ورځ یې کوچنی ورور د هغه لیدو ته ورغی، ګوري چې مشر ورور یې اوس هم غرق په مطالعه کې تللی دی او درس وایي. هغه به داسې ژوره مطالعه کوله چې فکر به دې کاوه سبا کومه سخته ازموینه لري. کوچني ورور یې ورته وویل: «جانه! ولې سره له دې چې فارغ شوې او کومه ازموینه هم په مخ کې نه لرې، خو بیا هم داسې په مطالعه کې غرق تللی یې. ښه ده چې لږ دمه وکړې!»

جان ځواب ورکړ: «دا خو سمه ده چې کومه ازموینه په مخ کې نه لرم، خو که غواړم چې په دې سیمه کې تر ټولو غوره ډاکټر اوسم، نو خپل معلومات باید هره ورځ زیات او نوي کړم. زه د دې لپاره مطالعه کوم چې پر ډېرو نورو شیانو باندې پوه شم او زده یې کړم.»

فکر مه کوئ چې په ژوند کې کومې ځانګړې مرحلې ته رسېدلي یاست او یا دا چې فارغ شوی، نور نو له زده کړو او مطالعې خلاص یاست. لطفاً هېڅکله هم داسې کومه تېروتنه ونه کړئ، ځکه زده کړې د مرګ تر ورځې پورې باید ادامه پیدا کړي. تاسو کولای شی له هر چا او هر شي زده کړه وکړی. ان د سړک پر سر له سوالګر، له آرایشګر، له مور او پلار، په مدرسه کې، له کتاب څخه، له ټلوېزیون څخه، له طبعیت او خلاصه له هره ځایه چې وي، یو نوی شی زده کړئ. دا مو باید په یاد وي چې یو هوښیار سړی کولای شي له یوه کم عقل کس څخه یو شی زده کړي، خو کم عقل بیا نه شي کولای له یوه هوښیار کس څخه کوم شی زده کړي.

هېڅکله هم مه مغروره کېږئ چې ګواکې تاسو پر هر څه پوهېږی او ډېره پوهه لری، بلکې تل د زده کړو په لټه کې اوسئ. ځکه پروفیسران هم هره ورځ مطالعه کوي او خپل معلومات زیاتوي. زده کړې هېڅ پای نه لري. داسې فکر مه کوئ چې د څو کتابونو په لوستلو سره او په ازموینه کې تر بریالي کېدو وروسته نور نو اړ نه یاست چې زده کړه وکړی او مطالعه وکړی. په اصل کې دا ژوند داسې دی، له کله نه چې پیدا کېږی، بیا د مرګ تر ورځې پورې باید زده کړه پکې وکړئ.

دا په تاسو پورې اړه لري چې غواړی د نورو خلکو له تجربو زده کړه کوی او که خپله یې تجربه کوی. امیشاپاتل وایي: « ژوند یانې تکامل. هغه څه چې د نورو په اند تېروتنه ده، کېدای شي زما په ژوند کې هم پېښ شي. ان که نورو له ما سره خیانت کړی، زړه مې یې مات کړی دی، زما په اړه یې قضاوت کړی او په ټیټه سترګه یې راته کتلي، خو ما له دې ټولو زخمونو یو شی زده کړي دي. موږ انسانان یو او له انسان سره تېروتنه مله ده. توپیر مو تر منځ یوازې دومره دی چې ځینې انسانان له خپلې تېروتنې څخه تجربه اخلي.»

هېڅ پوهه بې ارزښته نه ده. تاسو چې هره ورځ کوم څه زده کوی، یوه ورځ مو په درد خوري. ژوند لکه ښوونځی داسې دی او تجربه بیا زموږ د استاد په څېر ده. نو هڅه وکړئ چې د ټولګي یوه جلسه هم در څخه پاتې نه شي او که ګډون پکې ونه کړی او یو څه زده نه کړی، نو کېدای شي په ازموینه کې ناکام شی.

داسې فکر مه کوئ چې تاسو په طب کې تخصص لری او په اقتصادي برخه کې څه نه شی زده کولی. ویې ازمویئ، له خلکو او نورو فرهنګونو هم یو شی زده کړئ. دا کېدای شي ستاسو لپاره د نویو ملګرو د پیدا کېدو دلیل هم شي. کله چې له خلکو سره خپلې نظریې شریکوی او یا د دوی نظریې اوری، کولای شی ډېر څه ترې زده هم کړی. دا هغه د ملګرتیا مفهوم هم بیانوي.

کتاب لوستل هم د زده کړو یوه تر ټولو غوره لار ده. نو له همدې کبله زه خپلو ټولو مراجعینو ته د کتاب لوستلو سپارښتنه کوم. د زده کړو یوه تر ټولو غوره ښېګڼه دا ده چې هېڅوک نه شي کولای درڅخه وایې خلي. که تاسو پیسې او یا نوره شتمني ولری، کېدای شي یوه ورځ یې څوک در څخه غلا کړي او یا یې درڅخه واخلي، خو پوهه او زده کړې مو هېڅکله نه شي درڅخه اخیستی.

ګاندي ویلي: « داسې ژوند وکړئ چې ګواکې سبا مړه کېږی او داسې زده کړه وکړئ، چې ګواکې ټول عمر ژوندي یاست.»

له زده کړو او مطالعې سره مو مینه زیاته کړئ. که تاسو دغه څه عملي کړی او له زده کړو سره مو مینه زیاته شي، هېڅکله به وروسته هم پاتې نه شی. زده کړې او مطالعه مو باید د ژوند یوه برخه او لومړیتوب وي. د شپې تر هغه وخته مه ویده کېږئ، څو مو چې یو نوي شی نه وي زده کړي. هر هغه چا چې له زده کړو لاس واخیست، پوه شئ چې زاړه شوي دي. دوی که شل کلن دي او یا هم اتیا کلن او هغه څوک چې زده کړو ته ادامه ورکوي، هغوی ځوانېږي. په ژوند کې تر ټولو مهم کار د ذهن تازه ساتل دي او ذهن یوازې پر زده کړه او مطالعې باندې تازه ساتل کېږي.

مخکې له دې چې دغه مقاله پای ته ورسوو، میندو او پلرونو ته دا پیغام ورکوم چې لطفاً د خپلو کوچنیو اولادونو ذهنونه تر هغه په زده کړو پورې مه محدودوئ، په کومه کچه چې تاسو پوهه او زده کړې لری. دوی یوازې تر هغه څه پورې مه محدودوئ چې تاسو په ښوونځي کې زده کړي دي. دا هغه څه دي چې زه له ځینو بېکاره تدریسي سیسټمونو سره مخالف یم. دوی یوازې پخواني او زاړه علمي مسایل تدریسوي او په دې برخه کې کوم نوښت نه کوي او په نصاب کې نوي شیان نه ور زیاتوي. زده کړې، نوښتونه او په نصاب کې نوي شیان ور زیاتول سره په اړیکه کې دي. تاسو وینئ چې نړۍ د پرمختګ په حال کې ده. ډېر داسې نوي شیان دي چې شل کاله مخکې یې چا په اړه فکر هم نه کاوه، خو اوس باید زده شي. بېرون ته ووځئ او نوي شیان زده کړئ. تر هغه کور ته مه را ګرځئ چې نوي شی مو نه دي زده کړي. زه مو له همدې ځایه څارم.

Share16Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پینګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې د پای ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

د چین د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس څلورمه غونډه پای ته ورسېده

مارچ 12, 2026

جانګ ګوه چینګ د اټومي انرژۍ په دوهمې سرمشريزې کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

چين: د افسوس وړ ده، چې د روسيې په وړانديز د منځني ختيځ د حالاتو مسوده تصویب نه شوه

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In