پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د امریکا- طالبانو خبرې او پر وړاندې یې شته خنډونه

 لیکنه: د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

جنوري 28, 2020
in لیکنې
0 0
Undated handout picture of U.S., Taliban and Qatar officials during a meeting for peace talks in Doha, Qatar. Qatari Foreign Ministry/Handout via REUTERS ATTENTION EDITORS - THIS PICTURE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. - RC1623E5FFE0

Undated handout picture of U.S., Taliban and Qatar officials during a meeting for peace talks in Doha, Qatar. Qatari Foreign Ministry/Handout via REUTERS ATTENTION EDITORS - THIS PICTURE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. - RC1623E5FFE0

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د پلاوي او د طالبانو استازو له لوري له تېر یوه کال راهیسې یوولس ځله مخامخ خبرې تر سر شوې دي.

دا ناستې په داسې حال کې چې د دوی  تر منځ د یوې هوکړې د لاسلیک کېدو خبره په دې وروستیو کې ډېره توده شوې، تر اوسه په دې برخه کې چې ایا دا نوې موافقه ده او که هغه مخکېنۍ ته ورته ده، چې نږدې وه د تېر کال په سپټمبر کې د دواړو لورو تر منځ لاسلیک شي، څه نه دي ویل شوي.

په دې تحلیل کې مو د امریکایي استازو او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته ځغلنده کتنه کړې، د ټرمپ له ټوېټ وروسته پیل شوو خبرو ته کتنه، په موافقه کې څه دي او ایا که چېرې دا توافق تر سره کیږي، دا به رښتیا هم په افغانستان کې د تل پاتې سولې سبب شي؟ دې او دېته ورته پوښتنو ته مو دلته د ځواب ویلو هڅې کړې دي.

د امریکا – طالبانو مخامخ خبرو ته ځغلنده کتنه

د ۲۰۱۸ ز کال د سپټمبر په ۴مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رسماً اعلان وکړ، چې په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانۍ سفیر یې د افغان سولې لپاره خپل استازی وټاکه. زلمی خلیل‌زاد د ۲۰۱۸ ز کال د اکټوبر میاشتې په ۱۲مه د قطر په دوحه کې له طالبانو سره مخامخ (لومړی پړاو) خبرې پیل کړې، تر اوسه پورې د امریکایانو او طالبانو تر منځ یوولس ځله مخامخ ناستې تر سره شوې دي، د نهم پړاو خبرو په لړ کې د توافق‌نامې امضاء کېدو ته دواړه لوري نږدې شوي وو، خو په افغانستان کې د امریکایي سرتيري په وژل کېدو سره د امریکا جمهور رییس ټرمپ په یوه ټوېټ سره چې ګواه‌کې زموږ سرتېری د طالبانو په برید کې وژل شوی، موږ له طالبانو سره خبرې نه کوو، خبرې د لنډې مودې لپاره بندې شوې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان لمریز کال (۱۳۹۸) د قوس میاشتې په ۷مه نېټه په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی، د یاد سفر پر مهال یې وویل چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیلوي او په وینا یې، دی پر دې باوري دی چې دغه ډله اوس اوربند غواړي.

 او د دویم ځل خبرو له پیل سره تر اوسه پورې دوه پړاوه ناستې تر سره شوې دي، داسې ښکاري چې دوی یوه نسبي توافق ته سره نږدې شوي وو او د تخنیکي کارونو په اړه د ملګرو ملتونو له استازو او په افغان سوله کې دخیل هېوادونو سره خبرې هم شوې وې.

هغه موارد چې توافق پرې شوی

داسې انګېرل کیږي چې د امریکا او طالبانو له سختو اوږدو مخامخ خبرو یوې هوکړې رسېدو ته سره نږدې شوي، چې په پایله کې به یې په افغانستان کې روانه اوږده جګړه ورسره ختمه شي.

بارنټ روبین له ازادي راډیو سره په مرکه کې او د نړیوالو ستراتېژیکو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې خبرې کولې، روبین له څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان او پاکستان سیاسي حالات او په یادو هېوادونو کې د امریکا بهرني سیاست بېلابېل اړخونه څاري.

بارنټ روبین پر دې باور دی چې سره له دې چې په هېڅ ځای کې د سولې د بهیرونو د بریالیتوب ضمانت مخکې له مخکې نه ‌شي کېدلای، خو په قطر کې د افغانستان د جګړې د پاي ته رسولو لپاره په توافق کې ځینې مهمې مسئلې شاملې دي. ښاغلي روبین وویل: «د توافق تر لاسلیک وروسته، په لومړۍ ورځ طالبان مؤظف دي چې له القاعدې سره خپل ارتباط به بشپړ ډول پرې کړي او د داعش پر ضد وجنګېږي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیلېږي، د تشدد اندازه کمېږي او د افغانستان له حکومت سره خبرې په لومړیو ۱۰ ورځو کې پیلېږي.»

دغه امریکايي کارپوه وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالبانو د سیاسي دفتر تر منځ د موافقې د لاسلیک په ۱۰ ورځو کې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې بین‌الافغاني خبرې پیلېږي. د بارنټ روبین په خبره، د امریکا او طالبانو په موافقه‌لیک کې منل شوې چې تر لاسلیک وروسته به په ۱۳۵ ورځو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکمېږي.

خو د افغانستان د تحلیل‌ګرانو شبکې غړی توماس روتیګ بیا وایي، چې پر دې باندې باید موږ وپوهیږو چې یاده توافق‌نامه د افغانستان لپاره نه ده. هغه وایي: «امریکا او طالبان په دوو یا دریو مسئلو موافقه کوي، هغه هم ځانګړې مسئلې لکه دا چې طالبان تضمین ورکړي چې له ترورېزم سره ارتباط پرې کوي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل شي او ښايي د تشدد کمول شامل وي. طالبانو واضح ویلي چې پر اوربند خبرې نه‌ کوي. البته دا موافقه هم څارنې او تضمین ته اړتیا لري.»

طالبانو پر موقتي تاوتریخوالي هوکړه کړې

طالبانو له امریکا سره توافق ته د رسېدو په موخه، دا ومنله چې له ۷ څخه تر ۱۰ ورځو پورې به په لویو ښارونو کې تاوتریخوالی کموي، خو دا کړنه د دوی د افغان حکومت  او د بښنې نړیوال سازمان له تُندو غبرګونونو سره مل وه، خو امریکايي چارواکو په دې اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه هم د ښاغلي خلیل‌زاد دفتر او یا هغه په خپله په دې اړه څه ویلي دي.

د ښاغلي غني ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر کې لیکلي وو: «د افغانستان د خلکو لپاره د تاوتریخوالي د کمولو مسئله بېخي یوه ګونګه مسئله ده، دا په دې مانا ده چې د ورځې به لس بریدونه نه کیږي، پنځه به کیږي او یا لس کسان به نه وژل کیږي، پنځه به وژل کیږي؟ موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي ختمول غواړو.»

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د “تاوتریخوالي کمول” یوه بې مانا خبره بللې ده. د جنوبي اسیا لپاره د دغه سازمان مسوول عمر ورایچ وویل: «په هغو جګړو کې چې پر ملکیانو په کې بریدونه کیږي، د تاوتریخوالي د کمولو اصطلاح بې مانا ده.»

د امریکا- طالبانو خبرې بیا ځل له خنډ سره مخ کیدای شي؟

طالبان او امریکایان په لسم پړاو خبرو کې نهایي پرېکړې ته نږدې شوي وو او دواړو لوریو ویلي وو، چې د روان میلادي کال د جنوری میاشتې تر پایه به نهایي پرېکړې ته ورسیږي، خو په اوس کې په یوه تازه راپور کې چې اسوشیټېډ پرس د طالبانو د رسمي وېب پاڼې په حواله لیکلي وایي، چې دوی نور د امریکایي لوري له غوښتنو په تنګ راغلي او دوی هسې وخت ضایع کوي، دا چې امریکایي لوری ولې په خپلو پرېکړو کې تغیر راولي؟ د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخوند له پرنټ لاین یا (PBS) په نوم له یوې ټلویزیوني شبکې سره مرکه کړې وه. هلته ده ویلي: «امریکا لویه تېروتنه کړې چې پر افغانستان یې برید کړی، موږ هغه وخت جګړه ختموو، چې کله ټول امریکایان افغانستان پرېږدي او بل موږ له افغانانو سره مشکل نه لرو، موږ له هغو سره هوکړې ته رسیږو او بل موږ په افغانستان کې هغه نظام پلی کړو چې موږ ته یې په اړه شریعت لارښوونه کړې. د ده دا خبرې او د سویس په داووس ښار کې د اقتصاد په نړیواله غونډه کې د جمهور رییس محمد اشرف غني خبرې، چې طالبان یې د جګړې په دوام او په افغانستان کې د سولې راتلو پر وړاندې خنډ یاد کړل او همدارنګه د سولې او جګړې د انسټېټیوټ له خوا تر سره شوې سروې په مطبوعاتي غونډه کې د دولت ساز ټیم لومړي معاون امرالله صالح وویل: «په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ خبرې ښايي د امریکا او طالبانو تر منځ جګړه ختمه کړي، خو دا هېڅ امکان نه لري چې په دوحه کې د طالبانو خبرې د طالبانو او د افغانستان د ملت تر منځ جګړه ختمه کړي.» او بل د سولې وزارت  په نوم ادارې مشر سلام رحیمي د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې د افغان سولې په اړه د نړیوالې اجماع د جوړېدو په پار د روسیې او د سیمې د هېوادونو په رول تاکید وکړ، ده زیاته کړه چې یاده اجماع د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني په رهبرۍ جوړېدونکې ده. د قطر د سیاسي دفتر د مشر خبرې  او د ملي یووالي حکومت د مشرانو له لوري د جګړې په ژبه خبرې کول او امریکا چې هر ځل د خبرو پای ته په رسېدو سره په خپل تصمیم کې بدلون راولي، ممکن د امریکا په حکومت کې د هغو ډلو کار وي، چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر شا ولاړ دي او بل په سیمه کې ورځ تر بلې تغیرېدونکی وضعیت (ایران– امریکا تر منځ کړکېچ) به دېته زمینه مساعده کړي، چې د طالبانو او امریکا خبرې تر نامعلومې مودې پورې وغځیږي.

پایله

د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو خبرې او بین الافغاني خبرو شروع کېدو په موخه که څه هم د افغان حکومت او طالبانو په نظرونو کې ډېر توپیر شته، همدارنګه دا دویم ځل دی چې امریکایان د خبرو له مېز څخه تېښتې کوي، خو په اوس کې اړتیا ده چې په افغانستان کې د څلوېښت کلن‌ ناورین د ختم په پار، دخیل اړخونه ډېر څه (شخصي ګټې) له لاسه ورکړي.

افغانان د شوروي اتحاد له وتلو وروسته، د رامنځ ته شوي وضعیت یوه ښه تجربه لري، نو دوی له هغې تجربې څخه په استفادې سره کولای شي چې له اوسني وضعیت څخه ښه ګټه پورته کړي او د  راتلونکي لپاره په افغانستان کې د یوه تلپاتې نظام د رامنځ ته کولو پر څرنګوالي باندې کار وکړي او ښکېل افغان اړخونه داسې مسوولانه چلند وکړي، چې د هېواد او ملت په خیر وي.

په افغانستان کې یوې تل پاتې سولې ته د رسېدو په خاطر اړتیا ده، چې طالبان له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسیږي، خو ګورو چې نهایي پرېکړې ته له رسېدو سره دا دویم ځل دی چې د امریکایي لوري په تصمیم کې تغیر راځي، نو پکار ده چې ملګري ملتونه، د سیمې او نړۍ غښتلي هېوادونه (چین، روسیه، جرمني، برېټانیا او ترکیه) له امریکا وغواړي چې په افغانستان کې د پیل کړې جګړې یو لوری یې افغانان او دا سیمه دلته نور جګړه نه غواړي، نو پکار ده چې له طالبانو سره ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسیږي، څو بین الافغاني خبرو ته زمینه مساعده شي.

Share76Tweet17Share7

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پینګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې د پای ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

د چین د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس څلورمه غونډه پای ته ورسېده

مارچ 12, 2026

جانګ ګوه چینګ د اټومي انرژۍ په دوهمې سرمشريزې کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

چين: د افسوس وړ ده، چې د روسيې په وړانديز د منځني ختيځ د حالاتو مسوده تصویب نه شوه

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In