افغانستان او ایران په تېرو څلورو لسيزو کې د ګاونډیو په توګه د دوامداره ښو اړیکو پاللو فرصت نه دى موندلى، دواړو هېوادونو د پرمختګ لپاره فرصتونه لرل، خو له شته فرصتونو سره کاپي ننګونې هم نغښتې دي.
په ایران کې د افغانستان په اړه دوه ډوله نظر شته. ځينې يې خپل مهم ګاونډى بولي او ځينې بيا د افغانستان جوړېدل یوه تاریخي پېښه گڼي. دا هم جوته ده چې افغانستان په سيمه کې د ايران د نفوذ په ساحه کې مهم ځاى لري. که تېرو ۱۸ کلونوته پام وکړو، نو ایران په افغانستان کې د هرات ولایت لپاره د پرمختیایي پروژو او نورو برخو کې ځانګړې پاملرنه کړې. ایران په افغانستان کې د شیعه مذهب لارویانو سره د هرې ډلې له خوا چې وي، د ناسم چلند په اړه اندېښنه لري او دا اندېښنه به په راتلونکي کې هم وي. د افغانستان په اړه د ایران پالیسي پېچلې ده او کله وینا یو څه، خو عمل بل څه وي. په افغانستان کې د ایران ښکېلتیا په ډېرو برخو کې د همکارۍ او مرستې بڼه لري، خو بیا هم کله ناکله له ځینو نارسمي لارو او چینلونو په افغانستان کې خپل اهداف تعقیبوي.
امنيتي اندېښنې او تگلاره
د ایران د بهرنۍ پالیسۍ یو هدف له افغانستان سره پر څه دپاسه زر کیلومتر ګډه پوله د امنیت ټینګښت دى. ایراني تگلاره جوړوونکي په افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولنې په موجودیت کې خپل فعالیتونه د پراخو ستراتیژیکو سیاستونو او شرایطو پر اساس تنظیموي. ایران په خپل لوېديځ ګاونډي عراق کې د امریکا د سرتېرو موجودیت او په ختیځ ګاونډي افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولني شتون او انګیزې د شک په سترګه ویني. ايرانيان داسې انګېري چې ګواکې امريکا غواړي په منځنۍ آسیا، خلیج او سویلي آسیا کې ستراتیژیک موجودیت ولري، چې ایران دا کار خپل ملي امنیت ته یو ګواښ بولي. نو طبیعي ده چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په موجودیت خوښ نه دي.
ایران نه غواړي چی له امریکا سره په افغانستان کې په مستقیمه نظامي توګه ځان مخامخ کړي، نو ځکه د طالبانو يو څه ځواکمنېدل غواړي، خو ښايي طالبان په سیاسي ډګر کې د يوه ځواکمن ګوند په توګه ونه شي زغملی. ايران مني چې له طالبانو سره په تماس کې دی او هلته د طالبانو د پلاويو د سفرونو خبرونه هم مخې ته راغلي. ایران د افغان لانجې لپاره سياسي حللاره غوره بولي، په دې لړ کې په دې وروستيو کې د طالبانو يو پلاوى ايران ته ورغلى و چې د افغان حکومت غبرګون يې هم وپاراوه. په سوله ییزه توګه د افغان کشالې پر حل ټینګار سره سره نړیوال بیا هم ایران ته د شک په سترګه ګوري او ګومان کوي چی ګواکې په افغانستان کې د وضعیت خرابولو لپاره خپلې ډلې ټپلې پالي. ايران تر ډېره په افغانستان کې د نرم ځواک پالیسي خپله کړې او اوږدمهال کې یې اغېزمنه بولي.
د ایران- امریکا لانجې په هکله د عمران خان خبرداری
خو دا اندېښنه شته که چېرې پر ايران د امريکا بندیزونه د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي، نو شونې ده چې ايران په افغانستان کې د امريکا پر وړاندې خپله تګلاره تر يوه بريده بدله کړي. په افغانستان کې د ايران د لاسوهنو او د استخباراتي فعاليتونو د پراخېدو اندېښنو لا وار له مخه زور اخيستى. څه موده وړاندې کله چې طالبانو پر فراه سخت بريدونه وکړل، د هغه مهال افغان دفاع وزير پر ایران تور ولګاوه چې د دې بریدونو تر شا لاس لري.
ایران په سیستان، بلوچستان او خراسان ولایتونو کې د ثبات او امنیت د ساتنې لپاره اندېښنه لري او د اوبو د سرچینو له کمښت سره مخ دى او تکیه يې د افغانستان په اوبو ده.
اقتصادي ګټې
ایران د سوداګرۍ لپاره افغانستان مهم هېواد ګڼي او غواړي له دې لارې له ځينو نورو هیوادونو سره سیاسي او سوداګریزي اړیکې ولري. هند او افغانستان د ايران چابهار بندر د خپلې منځنۍ سوداگرۍ لپاره کاروي.
د ایران بل اقتصادي هدف افغانستان او نورو ختیځو هیوادونو ته د تيلو او غازو صادرات او د دغو هېوادونو بازارونو ته لاسرسى دى. ایران په کور د ننه سیاسي خوځښتونو او د امریکا د بندیزونو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دى او داسې ښکاري چی د امریکا له خوا به فشار نور هم زیات شي.
ایران همدا راز له پاکستان، هندوستان، چین او ترکیې سره په افغانستان کې د خپلو توکو لپاره د بازارموندنې په برخه کې پر سیالۍ بوخت دی. ایران په افغانستان کې شاوخوا دوه زره خصوصي شرکتونه لري چې زیات يې په هرات کې د تجارتي اموالو په وارداتو او صادراتو کې بوخت دي. ایران او هند د چابهار بندر په رامنځ ته کولو غواړي چی د پاکستان له ګوادر بندر سره چې د چین په مرسته جوړ شوی، سیالي وکړي.
د مخدره توکو قاچاق او افغان کډوال
په ايران کې د افغان کډوالو استوګنه هم دغه هېواد ته د اندېښنې وړ ده او کله نا کله یې د فشار د وسيلې په توګه کارولې. په ایران کې څه دپاسه یو میلیون افغانان اوسیږي، خو د پاکستان په پرتله چې له دې د زیاتو افغان کډوالو کوربه دی، د پام وړ مرستې نه کیږي.