چاد د افریقا د لویې وچې په منځنۍ برخه کې د ختیځو طول البلدونو د ۷ او ۲۲ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۱۳ او ۲۴ درجو ترمنځ موقعیت لري. پراخوالی یې ۴۹۳۸۴۶ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه ۱۹م لوی هېواد دی.
شمال ته یې لیبیا، جنوب ته یې د مرکزي افریقا جمهوریت، ختیځ ته یې سوډان او لوېدیځ ته یې کامرون موقعیت لري.
چاد له اوبو څخه د لرې والي او استوا کرښې ته د نږدېوالي له امله په عمومی توګه وچه او توده هوا لري او اورښت پکې لږ دی. د دغه هېواد د جنوبي برخو هوا توده او د شمالي سیمو هوا یې صحرایي ده.
د دغه هېواد پلازمېنه د نجامینا ښار دی. د ټولو وګړو شمېر یې ۱۴ میلیونو کسانو ته رسېږي چې په هر کیلو متره مربع ساحه کې یې نهه تنه ژوند کوي.
د چاد ۳۰ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي او پاتې ۷۰ سلنه نور یې په کلیو او بانډو کې مېشت دي. دغه راز د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې د څلورو ماشومانو د درلودلو اجازه لري.
۵۵ سلنه وګړي یې مسلمانان، ۳۵ سلنه یې عیسویان او پاتې نور یې د سیمه ییزو دینونو پیروان دي.
د د غه هېواد نوی اساسي قانون د ۱۹۹۶ ز کال د مارچ په ۳۱ مه په یوه ټولپوښتنه کې تصویب شو او د ۲۰۰۵ ز کال په جون کې لږ بدلونونه پکې راغلل. د چاد ولسمشر د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د دغه هېواد لومړی وزیر د ولسمشر او د کابینې وزیران د لومړي وزیر په وړاندیز او د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي.
د چاد ولسي جرګه ۱۸۸ غړي لري چې د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د چاد حقوقي نظام د فرانسې په مدني قانون او د دغه هېواد په عنعنوي اصولو ولاړ دی. په دغه هېواد کې ستره محکمه، د استیناف محکمه، د جنایي جرمونو او سیمه ییزې محکمې شته.
د هېواد ژغورنې غورځنګ، واکمن ګوند، د تجدد او پرمختګ ګوند، د ملي یووالي ګوند، د ملي ولسواکۍ او پرمختیا لاریون ګوند او د چاد د نوي کېدو ائتلاف د دغه هېواد له لویو او مهمو ګوندونو څخه دي.
دغه هېواد د ۱۹۶۰ ز کال د اګسټ په ۱۱مه له فرانسې څخه خپلواکي ترلاسه کړه، نو له همدې امله د اګسټ ۱۱مه هر کال په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.
چاد د ګڼو نړیوالو ټولنو ترڅنګ په ۱۹۶۰ ز کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
په وچه پورې تړلتوب، جغرافیایي لرې والی، پرله پسې وچکالي، د اقتصادي بنسټونو نشتوالی، سیاسي ناکراري او د انرژۍ لوړه بیه، هغه عوامل دي چې د چاد اقتصادي پرمختګ ته یې ډېرې ستونزې پیدا کړې دي. د دغه هېواد د ۸۰ سلنه خلکو ژوند له کرنې او څارویو سره تړلی دی. په داسې حال کې چې دا شمېره په ۲۰۰۵ ز کال کې ۸۶ سلنه وه. په ۲۰۰۷ ز کال کې بهرنیو پانګه والو د چاد د تېلو د موندلو سروې، څېړنې او د استخراج په برخه کې ستره پانګه بنده کړه. چاد له څو لسیزو را په دې خوا په هغو بهرنیو مرستو متکي دی چې د دغه هېواد له دولت سره کېږي. په دغه هېواد کې په تېرو لسو کلونو کې ډېره بهرنۍ پانګونه شوې ده. په تېرو پنځو کلونو کې د امریکا دوو کمپنیو د چاد د تېلو د استخراج په برخه کې څلور میلیارده ډالره پانګونه وکړه. دا زېرمه کابو دوه میلیارده بېرله تېل لري. چینایان هم د چاد په جنوبي برخو کې د تېلو په ایستلو بوخت دي او اته کاله مخکې یې په دغه هېواد کې د تېلو لومړنی چاڼځی فعال کړ چې اومه تېل د ۳۱۱ نل لیکو په واسطه ور وړل کېږي. په چاد کې تېل لومړی ځل په ۲۰۰۳ ز کال کې استخراج شول. په ۲۰۰۴ ز کال کې د تېلو صادراتو د چاد له اقتصادي پرمختګ سره ډېره مرسته وکړه. د تېلو ترڅنګ چاد پنبه، ژوندي څاروي، ټوکران، عاج او لرګي هم صادروي.
چاد د نړۍ او افریقا له وروسته پاتې هېوادونو څخه دی. فرانسې په دغه هېواد باندې د خپلې یوې نیمې پېړۍ سلطې په وخت کې د چاد د اقتصادي پرمختګ لپاره هېڅ بنسټیز کار نه دی کړی.
د دغه هېواد د ناخالصو کورنيو تولیداتو بیه ۳۰ میلیارده ډالره او د سړي سر کلني عاید کچه یې ۹۵۰ ډالرو ته رسېږي.
د دغه هېواد کاري ځواک څلور میلیونو تنه اټکل شوی، په داسې حال کې چې د هېواد ۵۰ سلنه کورنۍ یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د چاد د عوایدو ټوله کچه درې میلیارده ډالرو او لګښتونه یې ۳.۴۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
د تېلو استخراج او چاڼ، سودیم کاربونیټ، ټوکران خوراکي مواد، د راډیوګانو او بایسکلونو مونتاژ، صابون، سمنټ او نور ساختماني مواد او لاسي صنایع د دغه هېواد په صنعت کې عمده ونډه لري.
د چاد پنځه سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. د دغه هېواد ۴۰ سلنه خاوره څړځایونو، ۳۰ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره غرونو، بېدیاوو، سیندونو، ښارونو او د هستوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۸۵ سلنه وګړي د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او د هېواد ۵۳ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له دې سکټور څخه لاسته راځي. پنبه، ږدن، وریجې، کچالو، قهوه، ګني، لرګي، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او سابه د دغه هېواد د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي.
الماس، سره زر، تېل، یورانیم او د چیني لوښو خاوره د چاد له لویو کانونو څخه دي.
چین، المان، امریکا، عربستان، بلجیم، سویډن، فنلنډ او فرانسه د دغه هېواد له لویو او سوداګریزو شریکانو څخه دي. چاد ۶۰ هوایي ډګرونه لري چې ۱۵ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د دغه هېواد د ټلیفون کوډ نمبر ۰۰۲۳۵ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې ډي ټي دی او پنځه لکه وګړي یې انټرنېت ته لاسرسی لري.
د چاد دولتي شرکت دوې راډیوګانې او دوه ټلوېزیونونه لري، خو خصوصي برخه یې بیا شل راډیوګانې لري او تر څنګ یې په دغه هېواد کې پنځه ورځپاڼې، ۵۰ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ شته او هر سړی یې په کال کې په منځنۍ توګه یو کیلو ګرام کاغذ د لیکلو، خپرولو او لوستلو لپاره لګوي.
چاد د افریقا او نړۍ له بېوزله، خو پرمختلونکو هېوادونو څخه دی. د دغه هېواد ۴۵ سلنه نارینه او ۱۵ سلنه ښځې په لیک او لوست پوهېږي او زده کړه په دغه هېواد کې له ۶ نه تر ۱۶ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره جبري ده.
د چاد په ساحلي سیمو کې له سلګونو کلونو راهیسې لومړني انسانان په ډېره ابتدایي بڼه اوسېدلي دي. د تیبیسي په غرونو کې د پخوانيو انسانانو له اثارو څخه څرګندېږي چې دلته له میلاد څخه ۴۹۰۰ کاله مخکې ځینې خلک اوسېدلي دي. د چاد د ولاړو اوبو په شاوخوا سیمو او جنوبي لمنو کې دا تاریخ ۵۰۰ کلونو ته رسېږي. په اتمه پېړۍ کې د چاد په همدې جنوبي سیمو کې د کانم په نوم کوچنۍ پاچايي جوړه شوه. د اسلام دین په ۱۰۸۵ ز کې د اوسني چاد ځینو برخو ته ورسېد او د کانم پاچایي د کانم بورنو په پاچايي بدله شوه. د ۱۸۸۳ ز او ۱۸۹۳ ز کلونو په منځ کې د کانم بورنو پاچايي او په سیمه کې دوې نورې واکمنۍ د هغه سوډاني جنګیالي لاسته ورغلې چې ربیح النر بیر نومېده. ده ځان د سلطان ربیح په نوم د چاد واکمن اعلان کړ. کله چې د همدې پېړۍ په پای کې هغه اروپايي سیلانیانو چې د نویو سیمو په موندلو پسې وتلي وو؛ د چاد جهیل ولید، دغه هېواد ته د اروپایانو پام شو. د اتلسمې پېړۍ په پای کې یو شمېر مسیحي مبلغینو د چاد په جنوبي سیمو کې ځینې خلک مسیحیان کړل او دوی یې د اروپایانو په شان وروزل، له همدې امله فرانسې چاد ته یو پروګرام جوړ کړ. هلته یې په سواحلو کې محدود پوځیان ځای پر ځای کړل او هڅه یې پیل کړه چې د هغو کسانو په مرسته چې مخکې د مسیحي مبلغینو له خوا روزل شوي وو، چاد ونیسي او له استوایي افریقا، ګابون، کانګو او مرکزي افریقا سره یې یوځای کړ.
په ۱۹۱۱ ز کال کې فرانسې د چاد او اوبانګي شاري اتحادیه جوړه کړه. نور مسیحي مبلغین یې چاد ته واستوال چې د دغه هېواد ډېر اوسېدونکي مسیحیت ته راوبولي او هلته یې د مذهبي او مدني زده کړو څو لومړني ښوونځي جوړ کړل.
په افریقا کې د خپلواکۍ غوښتنې د څپو له زیاتېدو او د سوریې، لبنان او نورو هېوادونو د خلکو پاڅونونو او د دوی خپلواکۍ او د ویتنام بریالیتوب د چاد خلک په تېره د هېواد د شمالي سیمو مسلمانان د فرانسوي ځواکونو د زور زیاتي په مقابل کې وسله والو جګړو ته وهڅول. د چاد د خلکو د خپلواکۍ غوښتنې زورورو څپو او مناسب نړیوال چاپېریال د فرانسې پوځي او ملکي چارواکي دې ته اړ کړل چې په ۱۹۵۸ ز کال کې چاد ته کورواکي او دوه کاله وروسته خپلواکي ورکړي .
له خپلواکۍ سره جوخت فرانسواتومبالباي د پرمختګ غوښتونکي ګوند مشر د چاد د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. هغه وخت د چاد د رسمي وسله وال پوځ ۹۹ سلنه غړي غیر مسلمانان وو. په ۱۹۶۶ ز کال کې د هېواد په شمال کې د مسلمانانو د ساتنې لپاره ملي خپلواکي غوښتونکې جبهه جوړه شوه. د فرانسې او اسرائیلو دولتونو په دې شخړه کې د چاد د مرکزي دولت ننګه کوله. په ۱۹۶۸ ز کال کې د چاد شمالي سیمې د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې راغلې. له دې څخه وړاندې اسلامي سرتېري څو کاله له دولتي ځواکونو سره جنګېدلي وو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د چاد نوم نشته، نو له دې کبله دغه دواړه هېوادونه په خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.
له افغانستان څخه تر چاد پورې د هوا له لارې فاصله ۵۳۰۴ کیلومترو ته رسېږي. دغه راز د کابل او نجامینا ښارونو ترمنځ د وخت توپیر هم درې نیم ساعته دی.