جمعه, مارچ 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

له شرافتمندۍ پرته بریا ناشونې ده

ژباړه: حمیدالله حمیدي

فبروري 18, 2020
in لیکنې
0 0

  په ممبیي کې ژوند کول د «سیمي» یوه هیله وه. د همدې لپاره کله یې چې په یوه کوچني ښار کې خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسولې، د یوه نوي ژوند د پیلولو لپاره ممبیي ته مهاجره شوه. هغې د دې ښار په اړه مخکې له مخکې ډېر څه اورېدلي وو او څېړنه یې کړې وه. بې صبره دې ته په تمه وه چې څه وخت به دغه ځای ته ورځي، خو په ممبیي کې ژوند کول هغسې نه وو لکه سیمي یې چې په اړه فکر کړی و. دلته هر څه مخ پر ځوړ روان وو او مخابراتي کمپنیو هم نوي کسان پر دندو نه ګومارل. هغه ډېر وخت له یوې کمپنۍ څخه بلې او له بلې څخه بلې ته ولاړه، په دنده پسې سرګردانه وه، خو ونه توانېده چې دنده پیدا کړي. لنډه دا چې چانس ورسره یاري نه کوله او هر ځای به چې ولاړه، مخه به یې بنده شوه. هغه وو چې نوره ستونزو او د ژوند بدو حالاتو ته تسلیمېده. یوه ورځ یې له یوه کس سره وپېژندل او هغه د مرستې ژمنه ور سره وکړه. کومه دنده یې چې ورته په نظر کې نیولې وه، ښه معاش یې درلود، خو هغه کس هم ترې یو څه تمه درلوده. یوه ورځ یې له سیمي سره اړیکه ونیوه او ترې ویې غوښتل چې ژر شرکت ته ورشي. سیمي بله چاره نه درلوده، دندې ته یې بیخي ډېره اړتیا وه، نو اړ شوه چې شرکت ته ورشي. کله چې شرکت ته ورسېده، نو په شرکت کې پرته له هغه کس څخه بل څوک نه وو. کس ورته ځینې کاغذونه وړاندې کړل چې امضا پرې وکړي او دنده یې پیل کړي، خو تر څنګ یې ورته وویل چې ته هم باید له ما سره یو څه مرسته وکړې. سیمي وویل، سمه ده ته چې هر څه غواړې زه یې کوم. مخامخ ناست کس ورته وویل، که غواړې چې د یوې ښې تنخوا لرونکې دندې څښتنه شې، نو ته باید له ماسره هم بستره شې.

دې خبرې سیمي ته ټکان ورکړ، سخته په غوسه او ناهیلې شوه، په ځای کې یې ودرېده، ناست کس ته یې یوه کلکه څپېړه په مخ ورکړه او په ژړا له شرکت څخه ووته. یو څه وخت نه و تېر شوی چې دنده یې پیدا کړه، په دنده کې یې ترفیع وکړه او د هغه پخوانۍ وړاندیز شوې تنخوا پنځه برابره تنخوا يې اخیسته. که سیمي د هغه کس غوښتنه منلې وای او د یوه ناوړه کار په بدل کې د دندې څښتنه شوې وای، څه به پېښ شوي وو؟ غرور او پاک لمني یې له لاسه ورکوله. شرافت ستاسو د ژوند برخه ده، په هره بیه چې وي باید له هغه څخه دفاع وکړئ او ساتنه یې وکړئ. تاسو باید رښتیني، سرلوړي، منظم، شرافتمند، بااېمانه او پاک لمني اوسئ. دا هغه موارد دي چې ستاسو شخصیت او اصالت جوړوي. د ژوند تر ټولو سختې شېبې هغه دي چې موږ خپل شرف له لاسه ورکړو او معامله پرې وکړو. دا په رښتیا هم هغه ځای دی چې موږ پکې ماتې خورو. راځئ یوه بله کیسه هم درته وکړم: «بولا» تازه په یوه ودانیز شرکت کې د موټر چلوونکي په توګه دنده اخیستې وه. ده باید هره اونۍ د شرکت د جنراتور لپاره ۵۰ لېټره تېل اخیستی. دغه ۵۰ لېټره تېلو پوره ۳۰ ساعته کار ورکاوه، خو کله چې بولا په یاد شرکت کې کار پیل کړی او دغه دنده ور وسپارل شوه، په ۵۰ لېټره د ماشین د چلېدو وخت ۲۳ ساعتونو ته راښکته شوی و. پنځه اونۍ دغه پېښه تکرارېدله او بالاخره د شرکت د مدیر حوصله تنګه شوه. له بولا څخه یې پوښتنه وکړه، ایا له هغو پیسو څخه چې شرکت یې درکوي، کوم شی ځان ته هم ګرځوي که نه؟ بولا ځواب ورکړ، نه! له څېړنو وروسته ثابته شوه چې بولا هره اونۍ د ۵۰ لېټره پر ځای ۳۹ لېټره تېل د شرکت جنراتور ته اخیستل او پاتې پیسې به یې په خپل جېب کې اچولې. دغه څه د شرکت لپاره بیخي د منلو نه وو او بالاخره بولا د خپل دې کار له کبله زنداني شو. هغه نه یوازې خپله دنده، بلکې شرافت یې هم له لاسه ورکړ. د دې لپاره چې رښتینی خدمت مو کړی وي، داسې کار وکړئ چې هغه نه په پیسو واخیستل او نه هم محاسبه شي او دغه څه له شرافت او صداقت پرته بل څه نه دي. که پر حالت او هر ډول شرایطو کې وی، هڅه وکړئ چې صادق واوسئ. صداقت مو د نابودۍ لامل نه، بلکې د ازادۍ او سرلوړۍ لامل کېږي. دندې ته مو ژمن اوسئ او داسې یې تر سره کړئ، چې رییس، مدیر، همکاران او ټول مو ستاینه وکړي. داسې کار مه کوئ چې خلک در څخه نفرت وکړي. داسې ژوند وکړئ چې خلک په هر حالت له تاسو سره ملګرتیا وکړي او په ملګرتیا مو وویاړي.

که سوداګریزې چارې مخ ته وړی، نو پر پېرودونکي مو تقلبي شی مه پلورئ؛ په مشتریانو مو باکیفیته شی وپلورئ، داسې چې هم در څخه ښه خاطره ولري او هم بیا بیا درته راشي او جنس در څخه وپېري. صداقت او شرافت د یوه سوداګر تر ټولو ښه پانګه ده. د یوه رهبر په توګه نور له تاسو څخه الګو اخلي، نو پام مو وي چې هغوی در څخه ګمراه او لار ورکي نه شي. د یوه رهبر لپاره تر ټولو اړینه خبره شرافت دی. له شرافت پرته بریا ناشونې ده. مهمه نه ده چې تاسو د څه ډول ډلې رهبر یاست، خو داسې یو رهبر باید نه وی چې د پیسو لپاره خپل شرافت خرڅ کړی. تاسو به ځینې رهبران لیدلي وي چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر وخت خپلو پلویانو ته ډېرې غوړې وعدې ورکوي، خو همدا چې پر څوکۍ کېناست، بیا خلک او خپلې وعدې له یاده باسي. خلکو ته وایي چې له فساد سره به مبارزه کوي، خو بیا خپله په فساد کې ښکېلېږي.

باب مارلي وایي: «لویي په شتمنۍ کې نه، بلکې په شرافت کې ده.» تاسو باید داسې کارونه وکړئ چې ستاسو د شرافت څرګندونه وکړي. دغه مشهوره خبره به مو اورېدلې وي چې وایي:«که ور سره جنګېدلای نه شی، بیا ور سره مله شئ، خو زه نن تاسو ته وایم چې هېڅکله د دو روپیو لپاره خپل شرف مه خرڅوئ او د یو چا د خوښۍ لپاره خپل عزت او شرف مه پلورئ او ځان مه بدلوئ. هڅه وکړئ چې خپله اوسئ، که یوازې وی او که د خلکو په منځ کې، ځان مه بدلوئ، ځکه اصیل انسان هر وخت خپل ارزښت او شرف ساتي. د نه ویلو زړه باید ولرئ. د رښتیا ویلو او رښتیا منلو شجاعت باید در سره وي. هڅه وکړئ تل ښه کار د دې لپاره چې ښه کار دی، تر سره کړئ. دا د یوه شرافتمند ژوند اصل دی. د «استون» دغه کلمې مو باید په یاد وي: «هېڅکله په ازموینه کې درغلي مه کوئ، په سوداګرۍ کې د خلکوسترګو ته خاورې مه ور شیندئ، په انساني اړیکو کې خیانت مه کوئ، په ورزش کې خیانت مه کوئ او لطفاً په ژوند کې هم خیانت مه کوئ.  تل شرافتمند اوسئ.»

Share5Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پینګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې د پای ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

د چین د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس څلورمه غونډه پای ته ورسېده

مارچ 12, 2026

جانګ ګوه چینګ د اټومي انرژۍ په دوهمې سرمشريزې کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

چين: د افسوس وړ ده، چې د روسيې په وړانديز د منځني ختيځ د حالاتو مسوده تصویب نه شوه

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In