جمعه, مارچ 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

ډاډه اوسئ؛ چین ستاسو د بچیانو روغتیا ته پوره پاملرنه کوي

په چین کې د افغان محصلینو کورنیو ته په افغانستان کې د چین د لوی سفیر پيغام!

فبروري 18, 2020
in افغانستان, لیکنې
0 0

قدرمنو! په چین کې د افغان محصلینو کورنیو! هیله ده چې روغ جوړ اوسئ!

زه په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو یم. د سږ کال ژمی ډېر ښه نه و. د نوي کورونا ویروس له امله د سږي ناروغۍ پېښېدو د چین د ډیرو کورنیو امن او ډاډ من ژوند کړکیچن  او ګډ وډ کړی، د اختر فضا یې سړه کړې او ستاسو ډیرې اندیښنې یې هم را پارولې دي. کله چې اولادونه مسافر کېږي میندې او پلرونه ورته په اندېښنه کې وي. تاسو به اوس په دې اندېښنه کې وی چې بچیان مو په چین کې امن دي او نه که؟ دوی به په دې ناروغۍ اخته شي او که نه؟ څوک به د دوی امنیت وساتي او که نه؟ د دوی څښاک به کافي وي؟ زما او ستاسو احساسات یو ډول دی، ځکه چې زه هم یو پلار یم، بچي را نه لرې دي، خو تاسو باید له دې اړخه ډاډه وی. د چین په ځمکه کې به د چین حکومت د خپلو بچیانو په څېر هر بهرني محصل ته پوره پاملرنه وکړي.

ډاډمن اوسئ! ستاسو بچیان اوس په چین کې امن، روغ او جوړ دي. تر اوسه هېڅ افغان محصل په دې ناروغۍ نه دی اخته شوی. تر څنګ باید وویل شي چې ناروغي کنټرول شوې ده او هر څه مثبت خواته روان دي. ویل کیږي چې که محصلین مناسبه وقایه مراعات کړي، نو په دغه ناروغۍ نه اخته کېږي. په وو هان ښار کې د دغو محصلینو د روغتیا د ساتلو لپاره څلور تدبیرونه نیول شوي دي.

لومړی: د ویروس سرچینې بندې شوې دي. په وو هان ښار کې ټول اوسیدونکي، سیمې او ناحیې په ۲۴ ساعتو کې د بندولو په شمول جدي ساتونکي او اداري تدبیرونه عملي شوي دي. نو ټول محصلین له خطرونو بچ دي.

دویم: د دوی په هستوګنځایونو کې هره ورځ څو ځله د ویروس وژلو عملیې ترسره کیږي او دوی ته په وړیا توګه ماسکونه، دستکشې او د ویروس وژلو مایع ورکول کیږي.

 درېیم: پر وخت د محصلینو روغتیا په پام کې نیول کیږي. محصلین هره ورځ خپلو ښوونکو ته د خپل بدن د تودوخې درجې په اړه معلومات ورکوي او د خپلې روغتیا په اړه ور سره معلومات شریکوي.

څلورم:

 د محصلینو د غوښتنو وړاندې کولو لپار چینل پرانیزي. د هوبۍ ولایت اړوندو ادارو د محصلینو لپاره ۲۴ ساعته خدمتي کړکۍ جوړې کړي دي. محصلین کولای شي د وی چټ یا تلېفون له لارې پر وخت له اړوندو ښوونکو سره اړیکه ونیسي. د هوبۍ نه بهر په نورو سیمو کې د روانې میاشتې تر ۱۷مې نیټې پورې په پرله پسې ۱۳ ورځو کې د نویو ناروغانو شمطر مخ پر کمیدو دی، چې په ځینو ولایتونو کې دغه شمېر صفر ته راښکته شوی دی. په عین وخت کې د چین پوهنتونونو اعلان کړی چې د نوي سمېسټر د پیلیدو وخت ځنډیږي، چې دا د ویروس د خپرېدو یو اغیزمن تدبیر هم بلل کیږي. نو ویلای شو چې محصلین په چین کې په امن کې دي.

ډاډمن اوسئ!

 د چین طبي شرایط د باور وړ دي. د ۲۰۱۸ کال تر پایه پورې په چین کې یو ملیون طبي ارګانونه، ۱۲ ملیونه ۳۰۰ زره طبي کارکوونکي او ۸ ملیونه ۴۰۰ زره بسترونه موجود وو چې په همدې کال کې ۸ ملیارده ۳۱۰ ملیونه کسان منل شوي او پکې ۵۸۰۰ ملیارده یوانه پانګونه شوې ده. اوس ټول چین په عمده توګه له هوبۍ څخه ملاتړ کوي چې ۲۰۰ طبي ډلې او ۳۰ زره طبي کارکوونکي په دې ولایت کې راغونډ شوي دي چې له دې جملې څخه درې تنه عالي متخصصان او ډیر وتلي د سږي ناروغۍ کارپوهان هم شامل دي. د دې ترڅنګ چین اوس دې پایلې ته رسېدلی چې د یوې نوي تخنیک په وسیله په ۱۵ دقیقو کې په ویروس اخته کس و پېژني. د ویروس د وقایې واکسین پر حیواناتو ازمویل شوي دي، درې ډوله درمل هم د ازموینې په حال کې دي. د دغو تدبیرونو په رڼا کې په تیرو ۷ ورځو کې هره ورځ څه دپاسه زر کسان بیا روغ او له روغتونونو څخه رخصت شوي چې تر اوسه څه دپاسه ۱۰زره تنه کسان له روغتونونو څخه رخصت شوي وو. چین څو کاله دمخه سارس ناروغي ماته کړه. موږ د حکومت غښتلی اراده، د وقایې هر اړخیز او علمي او عملي سیستم او ګڼ شمیر وتلي طبي کارکوونکي لرو، نو هرو مرو به بریالي کېږو.

ډاډه اوسئ!

 ټول محصلین په چین کې د څښاک او خوراک له ستونزې خلاص دي. اوس په بېلابېلو پوهنتونونو کې پاتې شوي محصلین بهرنیان دي. ټولو پوهنتونونو ژمنه کړې چې خوراکخونې پرانیزي یا محصلینو لپاره د خوراک د ریزف یا سپارلو خدمتونه وړاندې کړي. ځیني پوهنتونونه په وړیا توګه ټولو بهرنیو محصلینو ته د ورځې درې ځله خواړه برابروي او ځینو پوهنتونونو د بهرنیو محصلینو لپاره ۲۰۰۰کیلوګرامه سابه اخیستي دي. بیلابیلو پوهنتونونو د افغان محصلینو لپاره حالال خواړه هم چمتو کړي دي. په وو هان ښار کې د ۴۰ ورځو لپاره د خوراکي توکیو زیرمې شته او د هېواد له بیلابیلو ځایونو څخه مرستندویه توکي هم ښار ته را وړل کېږي. د څښاک او خوراک هیڅ ستونزه نه لیدل کېږي.

ډاډه اوسئ!

دغه څه به د محصلینو پر زده کړو منفي اغېز ونه کړي. د چین حکومت د افغانستان په ګډون د ډېرو پرمختللو هیوادونو لپاره د سکالرشیپ د برابرولو موخه دا ده چې ځوانان په پوه او وعلم سمبال شي او د خپل هیواد لپاره لازیات خدمتونه وکړي. موږ د بهرنیو محصلینو د زده کړې پروګرام په فکر کې هم یو. د چین د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو د درس لوستلو د ضمانت لپاره ۹ تدبیرونه نیولي دي مثلاً د امتیازي ښوونکو له خوا جوړ شوي ۲۴ زره انترنټي درسونه په وړیا توګه ټولو محصلینو ته ورکول شوي دي چې د دوی د زده کړې اړتیاوې پوره کړي. زه هیله هم لرم چې محصلین په دې ځانګړې موده کې نه یوازې کتبي معلومات زده کړي بلکې د ناروغۍ پرضد د چین د مبارزې رویه هم ور سره زده کړي او په دې بهیر کې له نږدې څخه په زړه پورې پیښې او کیسې وګوري.

 ځینو محصلینو خپلو کورنیو ته ویلي چې اوس په پوهنتونونو کې ډير خفه او وزګار دي. په چین کې یوه وجیزه شته چې وايي، د مور او پلار خبرې او مشورې د اولادونو لپاره حیاتي وي. زه هیله لرم چې تاسو له خپلو اولادونو سره خبرې وکړئ چې له دې اوږدې رخصتۍ څخه ښه استفاده وکړي او د ژوند یوه نه هیریدونکې برخه ترې جوړه کړي.

زه په وو هان کې له ځینو افغان محصلینو سره په اړیکه کې یم او کله کله له دوی څخه د حال احوال پوښتنه کوم. څو ورځې مخکې ما له یو محصل سره چې مجتبا ناصری نومیږي، اړیکه نیولې وه. هغه ما ته وویل چې اوس په وو هان کې دی او ښه ډاډه دی. ورپسې هغه ما ته یو اوږد میسیج راولیږه چې زه ترې ډیر اغیزمن شوم. هغه وویل: زه ویاړم چې په دې حساسه موده کې په وو هان کې پاتې یم ځکه چې دلته زما چیني ټولګیوال، دوستان او ښوونکي هم شته دي. دلته ژوند منظم دی، خوراکونه کافي دي، د پوهنتون روغتون د ۲۴ ساعتونو لپاره خلاص دی او زما ښوونکي هره ورځ له ما نه د حال او احوالو پوښتنه کوي. زه په دې فکر کې یم هغه افغانان چې له چین څخه لاړل، هسې نه دغه ناروغي هلته یوسي. زه وایم چې که زه اوس له چین څخه لاړ شم نو زما دوستان او ښوونکي به خفه شي. زه په یو جنګي هیواد کې لوی شوی یم او له مرګ څخه ویره نه لرم نو کله چې زما ملګري له ستونزو سره مخامخ دي زه څنګه له دوی څخه جلا شم. زه باید په وو هان کې دوی وهڅوم او ډاډګېرنه ورکړم. زه باور لرم چې موږ به ژر له دغه ستونزمن حالت څخه را ووځو او بریا ته به ورسېږو.

د دې ترڅنګ څو ورځې مخکې درې افغان ملګرو جلال بازوان، خلیل احمد هجرت او محمد هارون صافی چې په چین کې یې زده کړې کړې وې، له ډیرو ستونزو سره سره د ځینو ښارونو له ۵۰۰ دواخانو څخه شل زره ماسکونه اخیستي او د چین سفارت ته یې را لېږلي و. دوی ویل چې که ملګري په ستونزه کې وي، نو موږ باید ورسره مرسته وکړو. له چیني دوستانو سره مرسته کول زموږ لپار د خوښې وړ کار دی.

یاد څلور محصلین عام افغانان دي، خو د دوی خبرې او کړنې له قوت ډکې دي. زموږ پخواني رئیس ماو ځه دونګ ویلي وو:

افغانستان د اتلانو هېواد دی. دغه څلور محصلین په همدې ستر هیواد کې لوی شوي دي، دوی ته هم دغه ملي قوت له څو زرو کلونو راهیسې په میراث پاتې دی. زه افغانستان ته درې میاشتې مخکې راغلی یم او له دغه هیواد سره مې ژوره مینه پیدا شوې ده. زه باور لرم چې په چین کې ټولو افغان محصلینو دغه قوت احاساس کړی دی، ځکه چې چین هم د اتلانو هیواد دی چې ۵ زره کلن تاریخ هم لري. زه ډیر خوشاله یم چې په دې ستونزمن وخت کې افغان محصلینو له کتابونو نه پرته واقعي پوهې هم  ترلاسه کړې دي او خپل توریالیتوب او مسولیت یې څرګند کړی دی. د دوو سترو هیوادونو تر منځ ټینګ هوډ او دوستي مسوولیت د نوي نسل له خوا پر غاړه اخیستل شوی دی. زه ډیر خوشاله شوم چې له تاسو سره یم او تاسو هم خپل ملاتړ له چین څخه څرګند کړی دی.

له ژمي وروسته هرو مرو پسرلی راځي، نیالګي به هرو مرو په لویو ونو بدلېږي. چین په تیرو وختونو کې د افغانستان لپاره د روغتون، ښوونځي، اوبو لګولو پروژې، کورونو جوړولو او سړکونو په ګډون یو لړ پروژې عملي کړې دي. د هغو ماشومانو لپاره چې د زړه په مورزادي ناروغۍ اخته شوي طبي عملیاتونه تر سره کړي او د ګډو ګټو پر بنسټ مې کرهیزه سوداګري کړې ده. اوس افغان محصلین او ملګري یې له موږ څخه ملاتړ کوي، څو موږ یوازې پاتې نه شو. د چین خلک په دې ښه پوهیږي او په زړه کې یی هم یادوي. زموږ ترمنځ همکاري به نوره هم پراخه او ژوره شي. په عین حال کې تاسو ډاډه اوسئ، موږ افغان محصلین خپل بچیان ګڼو او په خپل غېږ کې به د دوی حمایت کوو، څو له تاسو سره یو ځای د دوی وده او پرمختګ ووینو چې د تاریخ پر لار له هیڅ باد یا باران څخه نه ویریږي.

وانګ یو

په افغانستان کې د چین د ولسي جمهوریت لوی سفیر

Share192Tweet114Share46

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پینګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې د پای ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

د چین د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس څلورمه غونډه پای ته ورسېده

مارچ 12, 2026

جانګ ګوه چینګ د اټومي انرژۍ په دوهمې سرمشريزې کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

چين: د افسوس وړ ده، چې د روسيې په وړانديز د منځني ختيځ د حالاتو مسوده تصویب نه شوه

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In