جمعه, مارچ 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو  وېره؛ افغانستان دې د چین له تجربو ګټه واخلي

لیکنه: ډېوه؛ د چین نړیوالې راډیو  د پښتو څانګې خبریاله

فبروري 26, 2020
in لیکنې
0 0

ډېری خلک په دې اند دي، چې د ۲۰۲۰زيږديز کال پیل ارام او ښه نه و.  د ۲۰۲۰ کال د لومړۍ مياشتې په وروستیو کې د چين پسرلنی اختر و. د چين خلک دغه  اختر ته ډېر خوشاله وو او هر یوه یې ددې اخترنمانځنې ته چمتوالی نيولی و، خو ناڅاپي د چين د هوبۍ ولايت په وو هان ښار کې د ناول کورونا ويروس ساري ناروغي رامنځته شوه او ډېر خلک پرې اخته شول.

ووهان ښار ناروغ دی!  د هوبۍ ولایت ناروغ دی! په ټول ولایت په تېره بیا ووهان ښار خاموشي حاکمه وه، هر څوک په خپل کور ننوتلي دي. طبي کارکوونکي په روغتونونو کې له کورونا ويروس سره مبارزه کوي. وخت تيريږي، لاهم دغه ويروس ګړۍ په ګړۍ خلکو ته ويره او انديښنې ور اچوي، خو ټول قوي او ځواکمن دي او وايي، د ستونزو پر وړاندې ډېرې لارې چارې شته او پوره باور لري،  چې دغه ویروس ته به ماتې ورکوي. د ناول کورونا ويروس ساري ناروغي څنګه له يو تن څخه نورو ته خپريږي؟

څنګه  کولای شو، چې دغه ويروس کنټرول کړو؟

او ایا اوس په چين کې دغه ساري ناروغي کنټرول شوې ده او که نه؟ په ګرده نړۍ کې ددې ساري ناروغۍ حالت څنګه دی؟

موږ بايد د دغه ويروس پر وړاندې څنګه مبارزه  وکړو؟ ددې ټولو پوښتنو ځوابونه به په دې لېکنې کې موندلای شئ!

 ناول کورونا ويروس څه ډول خپرېږي؟ ناول کورونا ويروس په عمده ډول له دريو لارو له يو کس څخه بل ته انتقاليږي.

  لومړی: د ناروغ د ټوخي، پرنجي، لاړو او د خبرو کولو پر وخت د خور شوي تنفس له لارې نورو ته خپرېدای شي.

دویم: د ناروغ د خولې او پوزې له لارې را بهر شوی تنفس په هوا کې خپرېږي، پاتې کېږي او په اسانۍ نورو کسانو ته رسيږي.

 درېیم: د ناروغ  د خولې او پوزې له لارې خور شوی ميکروب شاوخوا پر ډېرو توکو پرېوځي، کله چې روغ کسان  دا توکي لمس کړي  او وروسته خپل لاسونه خولې، پوزې او سترګو ته يوسي، نو  کېدای شي چې پر دې ناروغۍ اخته شي. لنډا دا چې تنفس او د ککړو توکو لمس کول د ويروس د خپرېدو او سرايت عمده لاره ده.

  د ځينو ناروغانو په ادرارو او غايطه موادو کې هم ياد ويروس پيدا شوی، نو دا شونتيا هم شته چې ياد مکروب د انسانانو د  ادرارو او غايطه موادو له لارې هم خپور شي.

نښې نښانې: د ناول کورونا ويروس ناروغۍ نښې نښانې عبارت دي له: تبې ، ستړيا، وچ ټوخی، د پوزې  بهيدنې او پرنجي څخه.

 ځيني کسان ممکن لږې يادې نښې ولري او په يوه اوونۍ کې دننه ښه شي.  پر دغه ويروس اخته اکثره ناروغان بېرته روغېږي او بيا جوړيږي. که ناروغ په یوه اونۍ کې ښه نه شي، بيا يې ناروغي زياتيږي او تنقسي ستونزې ورته پيدا کيږي.  پر دغه ويروس اخته هغه کسان چې ناروغي پرې سخته شوې وي، اکثره يې د پاخه عمر لرونکي کسان دي او د دې ناروغۍ له امله مړه شوي کسان هم زياتره يې له شپېتو کالونو څخه پورته عمر لرونکي دي. دغو ناروغانو د فشار ناروغۍ او د زړه ناروغۍ ترڅنګ نورې سختې ناروغۍ هم درلودې.

 د ناول کورونا ويروس د وقايې او کنټرول لپاره اړين تدبيرونه:

د خلکو ګڼې ګوڼې او بندو ځايونو ته له ورتګ ډډه  وکړئ،  په ځانګړې توګه ماشومان، پاخه عمر لرونکي کسان او سپين ږيري او هغه خلک چې  د روغتيا دفاعي توان يې کمزوری وي، داسې ځايونو ته دې تګ نه کوي.که اړتيا وي، بهر لاړ شي، نو ماسک دې ضرور واچوي. هر ورځ کوټو ته تازه هوا ورکړئ، کړکۍ يې خلاصې پرېږدئ، څو د تنفسي ناروغيو مخه ونيول شي. خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړئ. خپل لاسونه په مکرر ډول پر صابون او روان اوبو ومينځئ.

کله چې ټوخی يا پرنجی کوئ، خپلې پوزې او خولې ته دسمال ونيسئ او لاسونه مو خولې او پوزې ته مه وړئ. د لا ښه والي  لپاره په منظمه توګه تمرين او سپورټ وکړئ.  د شپې وختي ويده شئ او سهر وختي پاڅېږئ، ناوخته خوب د ځان دفاع نشي پياوړې کولئ. د امکان تر حده له هغو کسانو څخه ليرې و اوسيږئ، چې تنفسي ستونزې لري. ښه او  خوندي خواړه وخورئ، هګۍ او غوښه ښه پاخه کړئ او بيا يې خورئ. کوښښ وکړئ، چې هروخت ګرمې اوبه وڅښئ، ويټامين سي لرونکې ميوې او سبزۍ وخورئ.

کورونا ويروس د تودوخې د شپږ پنځوسو سانتي ګراد په درجه کې  په دېرشو دقيقو کې له منځه ځي.  پنځه اويا سلنه الکول هم کولی شي، چې ياد ويروس له منځه يوسي. هغه توکي چې د ډېرې تودوخې وړتيا لري او شک پرې کيږي، چې پر ياد ويروس به ککړ وي، که په جوش اوبو کې واچول شي، نو پنځلس دقيقو کې به له ياد ويروس پاک شي.

په چين کې د ناول کورونا ويروس د مخنيوي  لپاره دولتي چارې او د خلکو فعالیتونه:

 ځيني کسان په دې اند دي، چې تر اوسه د ويروس ضد ځانګړي درمل او واکسين نه دي جوړ شوي ، نو د ويروس د مخنيوي لپاره هيڅ اغېزمنې لارې چارې هم نشته، خو چين په همدې حال کې هره ممکنه لاره ازمويي او په ټول توان د ناروغانو درملنه کوي. په حقيقت کې د چين دغه اقدامات بريالي دي. د چين حکومت او خلکو د دغه ويروس پر وړاندې مبارزه کې برخه اخيستې او د دوي دغه هڅې ډېرې اغېزمنې ثابتې شوې او د ويروس لمن يې ورټوله کړې ده. کله چې دغه ناروغي د چين د هو بۍ ولايت په وو هان ښار کې پيدا او خپره شوه؛ د چين حکومت د ياد ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره وو هان ښار ته پر تګ راتګ بنديز لګولی دی. نورو هیوادونو او سيمو ته د هو بۍ ولايت د خلکو د تګ راتګ کنټرول د دې ويروس د مخنيوي په برخه کې اغيزمن تدبيرونه دي چې له امله يې نه يوازې د چين د نورو سيمو خلک بلکې په نړۍ کې ټول وګړي تر ډېره ساتل شوي دي. ورپسې د چين حکومت په هر اړخيزه توګه تدبيرونه ونيول او له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره يې د حکومت، تصديو او ټولنو په کچه پراخه شبکه جوړه کړه.

چين له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره هو بۍ ولايت ته  طبي ډلې وليږلې،  هلته يې په لنډ وخت کې روغتونونه جوړ کړل او اوس د  ناروغانو لپاره روغتيايي خدمتونه ترسره کوي. چيني کارپوهان په فعاله توګه د دغې ناروغۍ د درملنې او واکسين جوړونې لپاره هلې ځلې کوي چې  تر دې دمه يې ډېر پرمختګونه کړي دي.

د چين له هو بۍ ولايت پرته په نورو ځايونو کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د زياتوالي اندازه ورځ په ورځ کميږي او کاري او توليدي چارې هم ګام په ګام پيل شوې دي. د چين او د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو ګډې ډلې په دغه هيواد کې له ۹ ورځني تفتيش او پلټنو وروسته د بېجينګ په يوې مطبوعاتي غونډې کې خپل راپور وړاندې کړ. د  يادې ګډې کاري ډلې د بهرنيو کارپوهانو مشر په خپله وينا کې د کورونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين هڅې وستايلې او هغه يې بريالۍ لارې چارې وبللې.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د فبرورۍ په څلورويشتمه نېټه په دغه هېواد کې د ناول کورونا ويروس لومړۍ پيښه تائيد کړه. د دغه وزارت په وينا د ياد ويروس لومړۍ پېښه په هرات ولايت کې ثبت شوې ده. ياد وزارت چارواکي وايي، چې دغه ناروغ په دې وروستيو کې له نورو عامو خلکو سره مستقيم تماس نه دی درلودلی او اوس قرنطين شوی دی. په هرات کې  بيړنی حالت اعلان شوی او د دغه ولايت په سيمه ايز روغتون کې اتيا بسترونه زيات شوي دي. د افغانستان د عامې روغتيا وزير وويل، چې په هرات ولايت کې د افغانستان او ايران ترمنځ په ګډه پوله کې د ساري ناروغۍ د مخنيوي ګروپ جوړ شوی دی. هېله ده چې په افغانستان کې  نور مريضان پيدا نه شي! د دې ترڅنګ افغانستان کولی شی چې د چین له تجربو څخه ګټه واخلي. د ګډو هلو ځلو په رڼا کې به له دې ناروغۍ سره مبارزه کوو او معلومه خبره ده چې د ناروغۍ پر کنټرول او له منځه وړلو به بریالي کېږو.

Share189Tweet36Share14

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پینګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې د پای ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

د چین د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس څلورمه غونډه پای ته ورسېده

مارچ 12, 2026

جانګ ګوه چینګ د اټومي انرژۍ په دوهمې سرمشريزې کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

چين: د افسوس وړ ده، چې د روسيې په وړانديز د منځني ختيځ د حالاتو مسوده تصویب نه شوه

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In