شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

    ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

    ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

افغانان د چین د خلکو درد خپل درد ګڼي

لیکنه: حمیدالله حمیدي؛ په افغانستان کې د چین نړیوالې راډیو د پښتو څانګې خبریال

فبروري 26, 2020
in لیکنې
0 0

سعدي وایي: «چوعضوی بدرد آورد روزگار دیگر عضوها را نماند قرار» پښتو ژباړه یې داسې ده چې که چېرته د بدن یو غړی په درد شي، نور هم ور سره دردمن کېږي. چین د نړۍ د لوی کلي هغه کور دی چې نن درد ور باندې راغلی دی او ښکاره خبره ده چې په دې درد یې د کلي نور کورونه هم دردمن شوي دي.

تاسو خبر یاست، څه موده کېږي چې د افغانستان  په دوست ګاونډي هېواد چین کې د کرونا ویروس ناروغي رامنځ ته شوې ده او د دغه هېواد له اوسېدونکو یې د پسرلني اختر رنګینې شیبې واخیستې. زه په دې بحث نه کوم چې په چین کې د دې ناروغۍ له کبله څومره کسان مړه شوي او یا څومره کسان پر دې ناروغۍ اخته دي، بلکې په دې خبرې کوم چې افغانستان یا د افغانستان خلک د دوست ګاونډي هېواد چین سره په دې برخه کې څه کولای شي او څه ډول ور سره خپله خواخوږي شریکوالی شي.

په سیاسي، کلتوري، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د افغانستان او چین د تاریخي او دوستانه اړیکو لنډه کتنه هغه مهال ته ور ګرځي، چې د ورېښمو لار له افغانستان څخه چین ته غځېدلې وه. د افغانستان او چین تر منځ تاریخي اړیکې په اوومه میلادي پېړۍ کې پیل شوې. ویل کېږي چې د چین د مانکانو د هغه مهال مشر، سوان ژنګ د بامیانو دره ولیده او د بودا د دوو سترو مجسمو ستاینه یې وکړه. په افغانستان کې د لنډمهاله دولت له جوړېدو را پدېخوا د دواړو دولتونو تر منځ د نویو اړیکو زمینه مساعده شوه. د ۲۰۰۱ ز کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان دولت د پیکن له خوا په رسمیت و پېژندل شو او په ۲۰۰۲ ز کال کې ولسمشر حامد کرزی پیکن ته لاړ، چې تود هرکلی یې وشو او په پایله کې یې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو لومړی تړون لاسلیک شو او چین د افغانستان د بیارغونې په یوه ښه لوبغاړي بدل شو.

لکه څه ډول چې ټولو ته معلومه ده په افغانستان کې له څلورو لسیزو راهیسې د جګړې اور بل دی او اوس داسې ښکاري چې د دغه بل شوي اور لمبې ورو ورو په مړه کېدو دي او زموږ د هېوادوالو په زړونو کې نوې هیلې را ژوندۍ شوې دي. زموږ په هېواد کې روانې جګړې او ناخوالې د دې لامل شوې دي چې افغانستان په روغتیایي او یا نورو برخو کې له ګاونډیو او یا د نړۍ له نورو دردمنو هېوادونو سره له مرستې او یا لاس نیوي پاتې شي. دغه مشهور اصطلاح به مو اورېدلې وي چې وایي: «بنده په وس نیولی». سمه ده موږ به د ګاونډي هېواد چین له دردمنو خلکو سره د مالي یا روغتیایي مرستو توان او وس ونه لرو، خو ډاډ ګېرنه، خواخوږي او غم شریکي ور سره کولای شو. ډېره کله یوه الهام بښوونکې خبره او ډاډ ګېرنه تر ډېرو مادیاتو ښه وي. دوست هغه دی چې په بده ورځ ستاسو مرستې ته در ودانګي، لاس نیوی مو وکړي او ډاډ ګېرنه درکړي.

 چین د یوه ښه ګاونډي په توګه تل د بې وزله، ناروغو او بې سر پناه افغانانو لاس نیوی کړی او مرستې ته یې ور دانګلي دي. چین یوازې تېر کال له افغاني سرې میاشتې سره د یوې هوکړې له مخې سل تنه هغه ماشومان چې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته وو، په سختۍ به یې ساه اخیسته، مرګ ته یې شېبې شمارلې، میندو، پلرونو او د کورنۍ نورو غړو یې یوازې له ناهیلیو په ډکو سترګو ورته کتل او د درمنلې توان یې نه درلود؛ د چین ارمچي ښار ته د درملنې لپاره بوتلل. له درمنلې وروسته یې بېرته په روغ زړه د خپلې کورنۍ غېږې ته وسپارل. ایا د دې ماشومانو کورنۍ به د چین هېواد غه بشر دوستانه مرسته هېره کړي؟ نه هېڅکله به یې هېره نه کړي.

په افغانستان کې د چین سفیر تېره اونۍ په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې هېواد یې په دې سختو شرایطو کې هم افغانستان نه دی هېر کړی، بلکې د تل په څېر یې په یاد دی او سږ کال به هم د سل تنو په شاوخوا کې هغه افغان ماشومان چې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دي، د درملنې لپاره د چین اورمچي ښار ته واستوي.

د دواړو هېوادونو د رسمي اړیکو له پیل بیا تر اوسه چین یوازې د نیک نیت له مخې له افغانستان سره ګاونډيتوب پاللی دی. له نن څخه یې کلونه مخکې په پروان ولایت کې د ځمکو د خړوبولو په موخه، سر بندونه جوړل کړل، ویالې یې جوړې کړي او بزګرو ته یې په معیاري ډول د کښتونو د خړوبولو امکانات برابر کړل. د نورو بشر دوستانه مرستو تر څنګ، چین په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې هم نه هېردونکې مرستې کړې دي. په کندهار کې میرویس روغتون چې د کندهار د حوزې خلک یې د نیک نیت له مخې چینایي روغتون بولي؛ کلونه مخکې فعال کړی او  هره ورځ د کندهار، هلمند، زابل او نورو نږدې ولایتونو په سلګونو تنه ناروغان د درملنې په مخه ورځي او درملنه یې پکې کېږي. دغه راز د کابل جمهوریت روغتون چې تر ډېره پکې د بډوډو اړوند ناروغیو درملنه کېږي، د چین د دولت په مرسته یې بیارغونه وشوه، مالي ملاتړ یې کېږي او د ورځې سلګونه کسان ورته د درملنې په موخه راځي.

 په افغانستان کې د چین سفارت تېر کال د خپلو بشر دوستانه مرستو په لړ کې په کابل ښار کې له کورنیو بې ځایه شویو سره د خېمو، کمپلو، خوراکي توکو او نورو وسایلو مرسته وکړه چې زه خپله د یوه خبریال په توګه د صحنې شاهد وم او هغه وخت مې راپور هم ور باندې جوړ کړی و.

 چین د یوه ښه ګاونډي په توګه د دې ټولو مرستو تر څنګ هر کال ډېر محصلین د لوړو زده کړو په موخه دغه هېواد ته ور غواړي، د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه لوړې زده کړې کوي او بېرته د هېواد په ابادۍ کې د برخې اخیستو په موخه افغانستان ته را ګرځي. همدا اوس ۲۰۰ افغان محصلین چین ته د لوړو زده کړو لپاره تللي دي. له دې ډلې ۴۲ تنه یې په ووهان؛ هغه ښار کې چې د لومړي ځل لپاره پکې د کرونا ویروس پېښه ثبت شوه، ژوند کوي.

 تېره اونۍ د چین سفیر په یوه کنفرانس کې چې زه خپله په هغه کنفرانس کې حاضر وم، په چین کې د افغان محصلینو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې چین د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د چینایي او د نړۍ د نورو هېوادونو د وګړو تر منځ هېڅ توپیر نه کوي، ټولو ته په یوه سترګه ګوري او له دې ناروغۍ څخه د ژغورلو په موخه خپلې وروستۍ هڅې کوي. په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو وویل، د چین په پوهنتونونو کې د ټاکل شویو طبي ټیمونو له لوري د ورځې درې ځله د افغان محصلینو د روغتیا پوښتنه کېږي او ټول هغه امکانات یې ورته برابر کړي، چې دوی ورته اړتیا لري.

له افغانانو سره د چین د خلکو مینه یوازې هغه کسان درک کولای شي، چې دغه هېواد ته یې سفر کړی وي. د دې مینې په اړه تاسو له هغو افغان سوداګرو او هغو افغان محصلینو پوښتلای شی چې چین ته یې سفر کړی وي او په چین کې یې ژوند تېر کړی وي.

 کله چې د جنوبي افریقا په هېوادونو کې د ابولا ناروغي خپره شوه، چین د خپلې بشردوستۍ له مخې په خپل ټول توان له دې هېوادونو سره اوږه پر اوږه د ابولا ناروغۍ د مخنیوي لپاره مټې بډ وهلې، درمل او روغتیایي ټیمونه یې دغو هېوادونو ته واستول او خپل مسوولیت یې ادا کړ.

زه ډاډه یم؛ چین کولای شي په پوره مېړانه له دې حالت څخه ځان وباسي او یو ځل بیا ساه واخلي. ځکه دغه هېواد له دې وړاندې هم د دې ډول عامه ناروغیو سره مخ شوی، ناروغۍ یې کابو کړې او له منځه یې وړې دي.

دا چې چین د نړۍ د دویم لوی اقتصاد درلودونکی هېواد دی، نو نه یوازې په اقتصادي برخه کې، بلکې په هر اړخیزه توګه یې پرمختګ کړی دی، چې له دې برخو یوه یې هم روغتایي برخه ده. د دې هېواد طبي برخې او ټیمونه په پوره زړورتیا د کرونا ویرس پر وړاندې مبارزه کوي چې اوس یې تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی. د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس په برخه کې د چین هڅې ستایلې دي او خپل بشپړ ملاتړ یې ور څخه څرګند کړی دی.

 لکه څه ډول مې چې مخکې وویل، که څه هم چې افغانستان په هغه وضعیت کې نه دی، چې له خپل ګاونډي هېواد چین سره د کرونا ویروس په کنټرول کې طبي او مالي مرسته  وکړي، خو د افغانستان خلک د چین دغه درد خپل درد بولي او د خپلې خواخوږۍ مراتب ورته وړاندې کوي.

تاسو به په ټولنیزو رسنیو کې د افغان سوداګرو، افغان محصلینو او په ټوله کې د افغانانو هغه ويډیو کلیپونه لیدلي وي چې وایي، ژوندی دې وي چین! ژوندی دې وي ووهان! دا خپله له چین او د چین له خلکو سره د افغانانو د مینې او خواخوږۍ ښکارندویي کوي. د داسې یوې ورځې په هیله چې ډېر ژر له ټولې نړۍ څخه د دغه بدمرغه ویروس لمن ټوله شي.

Share18Tweet12Share5

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

جولای 25, 2026

امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

جولای 25, 2026

ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

جولای 25, 2026

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In